مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د پوهنې وزارت او کولتوري ټولنو جرګه

عطاءالله خان حیران

ارسطو وایي (افلاطون مې استاد دې راباندې ګران دی خو حقیقت ترهغه ډېر راباندې ګران دی).
د کولتوري ټولنوجرګې ټول غړي مې نیژدې ملګري او استادان دي موږ ورنه ډېر څه زده کړي دي او د پوهنې وزارت ټول  له وزیره ترماموره مو هېواد وال دي راباندې ګران دي خو خپل ولس تردو ډېر راباندې ګران دی.
د مورنۍ ژبې مسله په  لومړي ځل چې زما یادیږي د افغان  کولتوري ټولنو جرګې راپورته کړه چې  مدني ټولنو پراخ ملاتړ یې له ځان سره لره، هغه وخت چې زه ورسره ملګری شوم د پوهنې وزیر ښاغلی حنیف اتمر و چې د کولتوري ټولنو جرګې ورسره  خبرې اترې پیل کړې، چې لیکنه رانه  وږده نشي خدای شته چې ښاغلي اتمر ښه زړونه په موږه  کې وچول بیا یې ومنله بیا په  کې نورې خبرې راپیدا شوې چې خلک یې نه غواړي ملي یوالي ته زیان او ... خو سره له ډیرو ستونزو د کولتوري ټولنو جرګې ددو هرډول بهانو ته منطقي اوکره دلیلونه لرل او سروې ګانې مو پیل کړې کمپاینونه مو وکړل له  هغې نه ورسته اتمر ته معلومه شوه چې دا خلک مې نه پريږدي نو یې ورسره زړه نازړه ومنله ملګرو ښه په شوق او ذوق مبارزه کوله ډېرو ځوانانو  مشرانو په  کې د خپل وس مطابق کار وکړ له  اتمرنه  روسته ډاکتر غلام فاروق وردګ د پوهنې وزیر شو له  وردګ صاحب سره  هم د کولتوري ټولنو جرګې مشران کیناستل او دمورنۍ ژبې په اړه یې ورسره خبرې وکړې خدای شته د اتمر په  تللو زموږ ټول ملګري خوشحاله ول او د ودرګ صاحب په راتګ خوښ و دوی ویل چې دا سړی د کار سړی دی دا پروسه دده په  شتون  کې ښه پرمختګ کولی شي له وردګ صاحب سره هم له ډیرو خبرو منلو نه منلو وروسته کاري ټیم د افغان کولتوري ټولنو جرګې لخوا جوړ شو یوه کومیټه چې یوازې همدا چارې یې پرمخ وړې او هره اونۍ به  یې دجرګې په  غونډه کې د خپلو کړنو په هکله بحث کاو وختونه  تیریدل موږ چې وکتل که  کار په دا ډول روان وي نو خدای شته که دا حق مو ترلاسه کړی وي نو ورو ورو مو ورنه  ځان  ټلولو له  جرګې نه ووتو نور مو کیسه دوی ته پرېښوده د کولتوري ټولنو جرګې به  د مورنۍ ژبې ورځ هم لمانځله او  د وزارت ستاینه  به یې هم کوله چې په دې مسله کې له موږ سره  مرسته کوي او کارونه روان دي او رښتیا هم کولتوري ټولنو جرګې کابو۱۰۰ ښوونځي په کابل کې پښتو کړل هغه داسې پښتو چې ښوونځي یې د پښتنو ماشومانو سره بیل کړل که څه هم له دې طرح سره هغه وخت هم موږ مخالف و موږ ویل چې باید په هره  ناحیه کې لکه د رحمان بابا او دخوشال بابا لیسو په څېر د پښتنو لپاره جلا ښوونځي جوړ شي خو خیر دا هم ستر کار و خو داکار ورځ دربلې ډیله  کیده.
موږ د (نن ځونان) په  نوم یوه ټولنه جوړه کړه چې ګڼ شمیر ملګري په کې راټول و مدني فعلیتونه  موکول خو مورنۍ  ژبې ته به  ډېر زوریدلو غونډه مو وکړه چې موږ به ټول کارونه پریږدو او دې مسلې ته به کار وایو،د پوهنې وزارت پروړاندې مو  خپله مبارزه پیل کړه لیکنې، غونډې او په رسنیو کې مو غږو نه پورته کول فیسبوک کې مو ډېر شمیر ملګري پيدا کړل په دغه مبارزه کې له موږ سره ګڼ شمېر مدنې ټولنې یوځای شولې او ګډې ناستې مو سره پیل کړې لومړی مو د مدني ټلنو ګډ مطبوعاتي کانفرانس دایر کړ د نن ځوانانو په ګډون ۱۳ مدني ټولنو په کې برخه اوخسته یاد کانفرانس په پوهنې وزارت ښه فشار راوړ رسنیو ورته پام شو وزیر به یې چې هم راوغوښت نو لومړۍ پوښتنه به یې د مورنۍ ژبې په برخه کې ورنه کوله اوکه د پوهنې وزارت کوم بل چاروکی په رسنیو کې مېلمه نو د مورنۍ ژبې مسله به ددوی د بحث موضوع وه په شمشاد تلویزون کې هم په دې هکله یو بحث جوړ شو چې د پوهنې وزارت مشاورین او د نن ځوانانو مشر  ډاکتر فیض محمد ځلاند په کې میلمانه ول په هغه بحث کې په لسګونو ځونانو ګډون درلود په هغه خپرونه کې هم د پوهنې وزات له چارواکو ناجامې ووتې خو چې وایی د زورورو اوبه په لوړه خیژي نو څو ځلې د پوهنې وزارت اتسازي شمشاد ته تګ راتګ پیل کړ چې خپرونه باید خپره نه شي که خپريږي باید ددوی په خوښه ایډيټ شي نو نور خدای خبر خو شمشاد ټلویزون دا خپرونه چې خپره کړه بیخي داسې وه لکه بله خپرونه چې وي داسې یې ایډیټ کړې وه.
په دې وخت کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ هم دارنيږدې وه موږ مخکې له مخکې نه د لاریون خبرتیا خپره کړه چې موږ به کابل او د هېواد په نورو ولایاتو کې د پوهنې وزارت پرخلاف لاریونه کو د فیسبوک له برکته په پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې هم پښتنو د مورنۍ ژبې په مسله باندې خپل غږونه پورته کړل یو شور جوړ و په ټول هېواد کې هیچا زموږ مخالفت نه کولو هرچا به ویل موږ درسره یو دې وخت کې نو موږ د خلکو او دمدني ټولنو ښه ملاتړ له ځانه سره لره.
 له بده مرغه زموږ مخالفت د مورنۍ ژبې په  مبارزه کې د افغان کولتوري ټولنو جرګې غړوکاو، چې عبارت دی له ډاکتر ابراهیم شینواری،اکبرجان پولاد، دوی به موږ ته ویل چې کارونه  ښه روان دي او تاسې څوک یاست؟ ددې مسلې داعیان خو موږ یو چې هرڅه کو  نو تاسې په کې له کومه  شوئ تاسې مشکل پیداکوئ خو موږ به ورته په ځواب کې ویل چې مبارزه به دوام لري دا زموږ حق دی او دا موږ غواړو او تاسې هسې ګپ شروع کړی دی او تاسې له وزارت سره معاملې کوی خو دوی به دا خبره  رده وله او ځانونه یې ډېر سپېڅلي ښودل حتا اکبرجان پولاد خو بیخي داسې و چې نیژدې له موږ سره لاس او ګریوان شي.
خو نن یې هرڅه خپله روښانه کړل ځکه چې ددروغو او د معاملو منزل لنډ وي یوه  ورځ به ضرور رسوا کیږي ددې ولس او ژبې په سر چې چا هم معاملې کړي خدای شرمولي دي، ماچې د داود سلیم لیکنه ولوسته نو هرڅه راته روښانه شول اوس د کولتوري ټولنو د جرګې د غړي  داود سلیم لیکنه (زه د پوهنې وزارت ارشد کارپوه وم) په لیکنه باندې خبرې کوم، تاسې درنولوستونکو ته د جرګې غړی په خپله خپله کیسه کوي.
پوهنې وزات کې د جرګې استازي داود سلیم خپله لیکنه داسې پیل کوي زه کوښښ کوم چې پرګراف پراګراف نقد کړم (د ښاغلي ډاکټر ځلاند ليکنه مې ولوستله، زه يې هم په کې ياد کړی و. غواړم په دې پلمه زه هم د ښاغلي ډاکټر صيب فاروق وردګ پر ټولنيز عدالت يو څو خبرې وکړم او هغه هم داسې چې له ځانه به يې پيل کړم، که له ما سره يې عدالت کړی و، نو له مورنۍ ژبې او له پښتنو سره به يې هم کړی وي، کنه نو خبره خرابه ده ) ښاغلی سلیم ایا له یو شخص سره عدالت له مورنۍ ژبې او له پښتنو سره عدالت دی؟ ښاغلی سلیم په دې وزارت کې ډېر داسې کسان شته چې له وزیره خوښ دي په ښه دنده یې ګمارلي دي او  هر ډول عدالت ورسره کيږي نو که داسې وي چې له یو شخص سره عدالت له ټولو پښتنو سره عدالت وي نو ته ولې بیا د بې عدالتی خبره کوي؟ ته نه بل.
د لیکنې بل پرګراف کې د پوهنې وزارت ارشد کارپوه داود سلیم داسې لیکي
(ډېر ښه وخت دی، هيڅوک فکر نشي کولای چې زه به په دې ليکنه کې له فاروق وردګ نه د خپلو اوښانو پوښتنه کوم، خو دا پيغام ورته په کې هرومرو پروت دی چې ژبې د الله تعالی د قدرت نښې دي، هغه يې مالک دی او د خپل ملکيت پر وړاندې به د فاروق وردګ بې باکي محاسبه کړي، په ځانګړې توګه چې خبره په کې د حقوق العباد هم مطرح ده، نو پښتانه هم ترې پوښتنه کولای شي)
ښاغلی سلیم  اوس ولې ډېر ښه وخت دی ځکه چې اوس یې له دندې لرې کړی یې؟ هغه وخت ښه وخت نه و چې تا موږ لیدو چې د پوهنې وزارت سره مو مبارزه پيل کړې ده درته مو وویل چې کارونه څنګه دي تار اته وویل چې ډېر ښه  نه دي درته مې وویل چې ښه نه دي راځه له موږ سره یوځای شه تاویل چې نا ولا نه کیږي جرګې اوس پریکړه کړې چې زه باید هلته ووسم ته  چې وایې (د فاروق وردګ بې باکي محاسبه کړي، په ځانګړې توګه چې خبره په کې د حقوق العباد هم مطرح ده، نو پښتانه هم ترې پوښتنه کولای شي)
چې له فاروق وردګ نه پښتانه پوښتنه کولی شي او ستا دبې باکۍ چې ښه پوهېدې چې د مورنۍ ژبې کار سم نه دی روان په وزارت کې د مورنۍ ژبې لپاره اراده شتون نه لري او تا په کې دوه کاله تیرول لومړی خو پښتانه له تا نه پوښتنه کوي چې ولې؟ هغه وخت ولې وزارت فاصد نه و چې نن یې له دندې ګوښه کړې وزارت خراب دی هغه وخت ښه و چې ستاسې په کې ښه کېده؟
بل ځای څه ښه وایي(له ما سره د ده او د ده د وزارت تعامل تاسو ته د مورنۍ ژبې، يعنې د پښتنو د حقونو او د ده د ټولنيز عدالت د غوښتنې چې د خپلواکۍ د ورځې په شپه يې په شمشاد تلويزيون کې وکړه، يو تصوير در کولای شي)
ډېره ښه خبره کوې ښاغلی سلیم صاحب ځکه  چې دا دوه  کاله د پوهنې وزارت پرخلاف ستا چیغ چانه  اوریده ځکه چې هغه وخت تا معاش اخسته نو ځکه هرڅه سم او نن ځکه خراب دي چې ته یې له دندې لرې کړی یې زموږ خو همدلته خونه خرابه ده چې چوکی راکړل شي معاش راکړل شي بیا هرڅه سم وي خو که یې رانه کړل نو  بیا هرڅه خراب دي  خاورې به دا مبارزه رنګ راوړي د لیکنې بل پراګراف ته راځم.
(ښاغلي اتمر چې په خپله هم د پوهنې په برخه کې د جدي بحث وړ دی، د مورنۍ ژبې لپاره يوه بې لوري، بې پروګرامه او تر فشار لاندې پروسه پيل کړه، خو کور يې ودان نجيب الله کامران ته يې وويل چې که سل نور لومړيتوبونه دې لرل، د مورنۍ ژبې هغه سرته کړه. يوه کمېټه يې جوړه کړه، استاد طوطاخېل يې مشر شو. زر ډالره معاش يې ورکاوه، پداسې حال کې چې په پوهنتون کې استاد هم و، يعنې دلته يې پارټ ټايم کار کاوه)
د اتمر خبره دې بیخي سمه کړې ده خوپه دې خبره کې دې خبرې شته چې (يوه کمېټه يې جوړه کړه، استاد طوطاخېل يې مشر شو. زر ډالره معاش يې ورکاوه، پداسې حال کې چې په پوهنتون کې استاد هم و، يعنې دلته يې پارټ ټايم کار کاوه)
 کمیټه یې جوړه کړه او  زر ډالره معاش یې ورکو سره له دې چې په پوهنتون کې استاد هم و او پارټ ټایم راته. دلته  ددې خبرې اړتیا څه وه؟  چې دومره معاش یې ورکاو او پارټ ټایم راته؟
داخبره  دې خپله  روښانه کړې ده چې ته کله دده پرځای د یادې کمېټې مشر کیږې نو  تاته کمې درکوي داخبره  زه نه  کوم دا ته په  خپله کوې چې تاسره عدالت نه دی شوی.
د همدې برخې  په دوام لیکي.
(له استاد طوطاخېل وروسته د وردګ صيب د وزارت پر مهال د مورنۍ ژبې مسؤل زه شوم، خو زما په تقرر پوره لس مياشتې ولګېدې. په همدې موده کې زه د لوړو زده کړو، پوهنې، ښځو، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو د ژباړې يوه ګډ پوست ته کانديد وم او بريالی شوم، خو ما د هغې ژمنې له امله چې د افغان کلتوري جرګې له درنو مشرانو سره مې کړې وه، هغه دنده پيل نشوه کړای او د کار او ټولنيزو چارو له وزارت څخه مې چې د دې پوست کوربه وزارت و، معذرت وغوښت. يو خو مسلماني اسانه خبره نه ده او بله دا چې اندېښنه مې دا وه چې هسې نه زه جرګې ته بې اعتباره شم او جرګه فاروق وردګ ته.خو له ډاکټر صيب سره د خپل ځان پروا نه وه!حکم به يې ورکړ، خو جراات به پرې نه کېدل.)
ښه چې حکم به یې وکړ او اجرات یې نه کول تاسې ورته هغه  شان دنده هم پرېښوده بیا دې څه کول بیا نو موږ ته  د جرګې یو شمیر غړو ولې ویل چې کارونه سم روان دي؟ ته  چې وایې مسلماني اسانه خبره نه ده نو  تا کومه مسلماني دلته کړې ده سلیم صاحب که  د ظلم په  کولو انسان ظلم کیږي نو  ظلم زغمل خو هم ظلم دی؟ نوردې د لیکنې پاتې برخې ټولې د خپل معاش باندې څرخولي چې معاش مې داسې شو او معاش مې داسې شو دومره یې راکړې او دومره یې رانه کمې کړې بس نور دې په لیکنه کې څه  نه وداستالیکنه زمالپاره زما دلیکنې لپاره یو ښه ثبوت دی تاته نه  زه یې هغو ته وړاندې کوم چې مابه  ورته ویل تاسې پروتوکلیان یاست او دوی به نه منله.
ځینې ملګري وايي چې ولې ستاسې مبارزې رنګ نه راوړي خاورې به رنګ راوړي چې د مورنۍ ژبې په سر داسې خلک معاملې کوي چې د مورنۍ ژبې له بنسټګرانو څخه دي نور به نو څه کوي موږ ته خو له مخکې نه معلومه وه خو خبره راته ګونګه وه نو موږ ویل چې بس که ددوی کار ښه روان وي نو موږ هم یو فشار کیدلی شو نو پردې اساس مو مبارزې ته زور ورکړی و،
داود سلیم زما ډېر نیژدې او ډېر راته ګران دی خو څه مې کړي وی نوموړي هرڅه راخستي و او موږ ځکه دا هرڅه نقد کړل چې موږ باید دا جرت ولرو چې هرڅه روښانه کړو که نور څه نه وی ولس ته خو باید رښتیا وویل شي که زه ده سلیم پرځای وی پرس کانفرانس مې ورکاو ولس ته مې رښتیا ویل جرګې به خپل کار کاو موږ ولس ته کار کو که جرګې ته؟ که ولس  ته مو  کار مطلب وي نو د پوهنې وزارت نه وړاندې ولس ته کولتوري ټولنوجرګه او ښاغلی داود سلیم مسول دی چې پوښتنه ورنه وشي دا یو فسادی او په دې فساد کې له پوهنې وزارت سره جرګه هم شریکه ده.
اوس دا یو معمول ګرځېدلی دی چې یوڅوک مبارزه پیل کړي بله ډله له مقابل لوري سره ملګري شي نو یاره په دې توګه خو ولاکه بریالي شو لکه نه چې یو.
زموږ هلته شک په یقین بدل شو چې کله د کولتوري ټولنو جرګې غونډه وه او پريکړه وشوه چې دا ځل به وزیر سره د ورستي ځل لپاره کینو او ورته به وایو چې موږ له دې حقه تیریدونکي نه یو او په دې برخه کې ته باید نوره ناغیړي ونه کړې او دمورنۍ ژبې جلا ریاست درنه غواړو په غونډه کې چې ما پردوی نیوکه وکړه چې اوس دا خبرې کوی نو هلته خو موږ تاسې منع کولو چې وزرات په سې څه مه لیکئ هرڅه ښه دي دوی پرته له خنده بل څه نه لرل بیا دا هم وویل شو چې له وزیر سره به دا خبرې حیران او یا ځلاند کوي ستاسې دې خبرو زه نور هم یقیني کړم او ستاسې په کړنو مو باور له لاسه ورکړ ځکه چې ستاسې خو اودس ورته مات شوی و نو ځکه مو ډاکتر ځلاند او ما ته ویل چې تاسې به ورسره کینئ.
موږ د پوهنې وزارت پرخلاف جدي مبارزه پیل کړې وه او د جرګې یو شمېر غړو به وزیر او نورو ته ویل دا یو څو کسان دي اصلي دعیان خو موږ یو دا به یو څو ورځې چیغیږي خپله ارامیږي تاسې ورته څه مه لیکئ ځکه چې تاسې ورسره سیاسي عشق پیل کړی و.
که نه وایم دزړه له درده به یې وایم د افغان کولتوري ټولنو جرګې دیو څو غړو د مظراحتیاط له وجې نه موږ ونه توانیدو چې دا حق ترلاسه  کړو که همداسې وی په راتلونکي کې یې هم نه شو.
زما په خپلو هغو ژمنو پخوانیو ملګرو او په هغو افغانانو غږ دی چې باید ټول کارونه پريږدو اولیت حق باید مورنۍ ژبې ته ورکړو موږ خو ورنه په شا کیدونکي نه یو موږ ترهرڅه نه وړاندې له پوهنې وزرات نه غواړو چې د مورنیو د ژبو یو جلاریاست په وزرات کې جوړ کړي چې یاد ریاست به د مورنیو ژبو په برخه کې لکه څنګه چې د اساسي قانون په ۴۳ ماده کې ورنه یادونه شوې ده همدا چارې به مخکې وړي په دې کمېټو که کیدلی اوس به مو ستونزه حل وه.
د پوهنې وزارت چارواکي ډارن دي هغوی داکار ولاکه وکړي ترهغې چې ورباندې لوی ولسي فشار رانه شي هغوی ددې کار لپاره هیڅ ډول اراده نه لري هغوی یوازې موږ ته سترګې توروي اوبس په یوه خبره او په بله خبره مو تیرباسي که اوسنئ وزیر په خپله دنده پاتې کيږي لومړی کار به دا کوي چې په وزارت کې به یو جلا د مورنیو ژبو ریاست جوړوي او که دده پرځای بل څوک راځي هم دا کار به کوي که یې نه کوي لاریونه او خپله مبارزه به جاري ساتو.
موږ له چانه خیرات  نه غواړو دا زموږ حق دی او حق په دې توګه نه اخستل کیږي لکه دا موږه چې څه کو.
کوم کارونه چې د کولتوري ټولنو جرګې په دې برخه  کې کړی دی ستاینه یې  کوم او د  مضراحتیاط یې غندنه.
داځل به ولس ورپسې راپورته کو دا ځل به ولس ته مراجع کو د مورنۍ ژبې په ارزښت اوس ټول ولس پوهیږي چې یو لیوني ته هم ووایې چې ته په خپله مورنۍ ژبې زده کړې غواړې که په بله ولاکه هغه لیونی درته ووايي چې په بله نوره دا کیسه لکه څنګه چې مخکې روانه وه په هغه شان یې بوتتل نه غواړو.

 

 

 

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery