دخپریدو نیټه : 2014-08-31 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نور: د ټاکنو مشروعيت له تخنيکي پلوه تضمينېږي
احمد فیصل
د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د ټاکنو مشروعيت له تخنيکي اړخه تضمينېږي او راتلونکى ولسمشر به هم د همدې لړۍ له مخې ټاکل کېږي او هېڅکله به تخنيکي لړۍ د سياسي لړۍ تر سيوري لاندې رانه شي. د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور وايي کميسيون پرېکړه کړې چې د ټولو رايو د تفتيش لړۍ تر راتلونکو څو ورځو پورې پاى ته ورسوي او پايلې يې له خلکو سره شريکې کړي. نوموړي د دې خبرې د څرګندولو ترڅنګ، چې دغه لړۍ به هېڅکله هم نوره مياشتو او اونيو ته ونه غځول شي، زياته يې کړه، چې د ټاکنو مشروعيت له تخنيکي پلوه تضمينېږي او راتلونکى ولسمشر به هم د همدې لړۍ له مخې وټاکل شي. نور زياته کړه، د افغانستان راتلونکى ولسمشر به د خلکو د رايو پر بنسټ وټاکل شي، چې دغه مشروعيت د ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري اعلانېږي.