مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د غوري سمنټو درېیمه کارخانه فعالېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د "افغان پانګونې" شرکت د٤٠ مېګاواټه برېښنا توليدوونکې فابرېکې او د"غوري سمنټو"د توليد کچې د لوړولو هوډ لري او له دولت څخه د کورنيو توليداتو بازارموندنې ته د پاملرنې غوښتنه کوي. د دغه خصوصي شرکت عامل رييس اسلام الدين احمدي،د دې څرګندونو تر څنګ، د کانونو پر نوي قانون هم ځينې نيوکې لري او سرټکوي، چې له استفادې پرته د نږدې ١٤٠٠ هکتاره ځمکې ماليه ورکوي. د غوري د مشهورو سمنټو فابريکې پخوا په ٢٤ کاري ساعتونو کې ٤٠٠‌ ټنه سمنټ توليدول، خو د ياد خصوصي شرکت د معلوماتو له مخې، اوس دغه کچه ١٢٠٠ ټنو ته رسېدلې او په دې برخه کې شاوخوا ١٥٠٠ تنه په کار بوخت دي. د بغلان د "کرکر او دودکش" د ډبرو سکرو استخراج هم همدې کمپنۍ ته ورکړل شوى، تر څو د سمنټو په توليد کې ترې کار واخلي. د غوري سمنټو فابريکې د قراردادي شرکت (افغان پانګونې) عامل رييس اسلام الدين احمدي ویلي چې دې شرکت تر اوسه په ياده برخه کې ٢٠٠ ميليون امريکايي ډالره پانګونه کړې ده. خو هغه زياته کړه، چې دغه شرکت به په کال کې د درې ميليون ټنه سمنټو توليدوونکې درېيمه کارخونه هم فعاله کړي. دى وايي، چې دا مهال د غوري سمنټو يوه فابريکه په بشپړ ډول فعاله ده، خو د بلې يې يوه برخه تر اوسه نه ده فعاله شوې. د هغه د څرګندونو له مخې، د يادې دويمې برخې د فعال کولو چارې هم ٨٠ سلنه پر مخ تللې دي. د ده په وينا،د يادې دويمې برخې چارې به تر راتلونکو دوو مياشتو بشپړې شي او په ٢٤ ساعتونو کې به د ١٤٠٠ ټنه سمنټو د توليد وړتيا ولري. احمدي وايي، په پام کې لري چې د درېيمې کارخونې د فعالولو تړون هم د کانونو او پټروليم له وزارت سره لاسليک کړي. هغه ونه ويل، چې د درېيمي کارخونې فعالول څومره پانګونې ته اړتيا لري، خو زياته يې کړه، چې دغه کارخونه به په کال کې د درې ميليون ټنه سمنټو د توليد وړتيا ولري. دغه راز احمدي وويل، که نوي حکومت د پانګونې لپاره اړين امکانات برابر کړل، نو دغه شرکت به په پلخمري کې د يوه کال په موده کې د حرارتي برېښنا د توليد فابريکه جوړه کړي. د هغه د څرګندونو له مخې، د حرارتي برېښنا په توليد کې به د ډبرو له سکرو کار اخيستل کيږي او دغه فابريکه به د ٤٠ ميګاواټه بريښنا د توليد وړتيا ولري. احمدي وايي،چې افغان پانګونې شرکت دا مهال د ډېر توليد لپاره بازار نه لري. هغه وويل، چې د غوري سمنټ لوړ کيفيت لري، خو بيا هم په هېواد کې ډېر له وارداتي سمنټو کار اخيستل کيږي. د احمدي د معلوماتو له مخې، دوى دا مهال په داسې حال کې په کال کې ٣٦٠ زره ټنه سمنټ توليدوي، چې افغانستان کې هرکال له څلورو تر پنځو ميليون ټنو سمنټ کارول کيږي. ده له حکومت څخه وغوښتل چې د کورنيو توليداتو د پياوړتيا په موخه اړين اقدامات وکړي. هغه زياته کړه :" دولت بايد دا خصوصي سکتورونه تقويه کړي او قاطع امر ورکړي، چې له کورنيو توليداتو نه دې کار واخيستل شي." احمدي، د جزييانو له ورکولو پرته دعوه کوي، چې اوس د ډېرو پراختيايي پروژو په تړونونو کې واضح ليکل شوي وي،چې بايد پاکستاني سمنټ په کې وکارول شي. دا په داسې حال کې ده،چې ځينې نور کورني پانګه وال او توليدوونکي هم له دولت څخه غواړي، چې د کورنيو توليداتو د پياوړتيا لپاره پر هغو وارداتي توکيو ټکس لوړ کړي، چې په افغانستان کې هم توليديږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery