مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

له هند سره سوداګري تر دری میلیارده ډالره رسېدای شي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
په هند کې د افغانستان سفیر وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره غوره فرصتونه شته. شیدا محمد ابدالي ایکونومیک ټایمز ته ویلي که د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ټول لاسلیک شوي هوکړلیکونه عملي شي د سوداګرۍ اوسنۍ کچه نوره هم لوړېدای شي. دی وايي د پخوانیو هوکړو د عملي کېدو په صورت کې په لږ وخت کې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري دری میلیارده ډالرو ته رسېدای شي. ده زیاته کړې: « د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه تېر کال ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.» ابدالي زیاته کړې چې افغانستان د سوداګرۍ یو بکر مرکز دی چې د رغونې، سوداګرۍ، مخابراتو، کانونو او کرنې په برخه کې د پانګونې ډېر مناسب فرصتونه لري. هند له ګاونډیو هېوادونو وروسته د افغانستان له سترو سوداګریزو ملګرو شمېرل کېږي. هند ته تر ډېره د افغانستان مېوې او طبي بوټي صادرېږي، خو پاکستان ډېر کله په دې برخه کې ستونزې جوړوي. دغه هېواد له افغانستان سره په تېرو ۱۳ کلونو کې څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته هم کړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery