مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوکتور محمد اشرف غني احمدزي ته یو پرانیستی لیک‎

ډاکټر هېواد همت‎

 


    
د خوستوالو رایو ته مو توجو غواړم ، دوکتورمحمد اشرف غني احمدزي ته یو پرانیستی ليک !
اسلام علیکم ورحمه الله و برکاته ،

 زمونږ ډېر قدرمن مشره هیله ده چې د ښه صحت کالي دې په تن وي ، او په خپلو ورځنیو مصروفیتونو کې برلاسی وې.
ډير قدرمن مشره ، زه پوهېدای شم چې تاسو به نن صبا ډېر مصروف وی او حتا په ډېرو شپو به د خوب لپاره وخت هم نلری ، خو په دې هیله چې زما د لنډ لیک لوستلو لپاره یو لنډ وخت پیدا کړی او ويې ولولې او د هغې وروسته زمونږ په حق کې سمه فیصله وکړی.
عزتمنده مشره زه د خوست ولایت یو اوسیدونکی یم ، چې د ۱۳۹۳ کال ټاکنو پر دواړو پړاوونو کې وطن کې وم او اوس یوه میاشت کیږي چې امریکا ته مسافر شوم او دلته راغلمه .
دا چې خوستوالو تاسو لپاره یعنې د خپل ځان لپآره څه ډول کمپاین وکړلو ، تاسو ته به هم معلومات وي ، ډير مثالونه به مو اوریدلي وي ، د جواس خان د قربانی خبره به مو هم پر یاد وي ، داسې ډېرې کیسې به نوره هم وي چې تاته به چا نه وي ویلي ، خو زه به د خپل کور یوه کیسه درته وکړم ، البته دا کیسه ددې لپاره نه کوم چې زه له تاسو څخه کوم شخصي امتیاز غواړم ځکه چې زه هسې هم مسافر یم او اوس په داسې موقف کې نه یم چې په وطن کې شخصي امیتازاتو پسې منډې ووهم ، زما سره د ټول خوست ولایت ولایتي ګټو فکر دی چې په تېرو دیارلسو کلونو کې په هره برخه کې محروم پاتې شوي .
خبره به ډېره نه اوږدوم ، په اول دور کې چې هر ډول وو او ډير لاملونه وو چې تاسو یعنې مونږه کافي رایې وانه خیستلې خو په دوهم دور کې د هغو نمیګړتیاوو لپاره د ستا او زمونږ ټولو پام وو او هیڅ یوه هم بیا تېروتنه ونکړله چې نتیجه يې د لمر په شان روښانه ده .
زه به د خپلې کورنی په هکله درته قصه وکړم ، د ټاکنو دوهم پړاو لپاره ما چې په شخصي لحاظ څومره منډې ترړې کړي،د هغه لوی ذات شاهد دی ، زه نه غواړم چې په ټولو هڅو خبرې وکړم ، خو دلته یوازې دا خبره کوم ، په هغه احساس چې مونږ رایه کارولي باید په همغه احساس زمونږ حق ته وکتل شي .
د دوهم پړاو ټاکنو په سهار چې کله زه له کوره راوتلم نو ما خپله کور کې هیچا ته هم ونه ویل چې تاسو رایه ورکړی ، خو ماته مې پلار ، مور ، وروڼو او خویندو وویل چې مونږه خو نن قران شریف ته رایه ورکوو ، البته ما یوازې خپلې میرمنې ته وویل ، چې تاسو رایو لپاره لاړ نشی ، ځکه دهغې د اتو میاشتو ماشوم امیدواره وه ، ما ویل هسې نا که په لارو څه پرې وشول نو د کور نور غړي به هم د رایو ورکولو محروم کړي او خپله خو به هم رایه ورنکړي ، نوره له کور راووتم .
په شنه سهار له کوره راووتم او نن مې ټوله ورځ رایې کارونې او څارنې ته ځانګړي کړي وه ، د ورځې په یولسو بجو کې مې پلار ته زنګ ووهلو چې ستاسو خواته څه حال دی ؟ هغې راته وویل چې زویه وروڼه دې تللي چې رایه وکاروي ، هغوی چې بیرته راشي نو بیا به زه لاړ شم او رایه به ورکړم ، د مور او خویندو پوښتنه مې ترې وکړله نو د هغې په هکله يې راته وویل چې هغوی تللي وو، رایه يې وکاروله او بیرته راغلل ، خو پلار مې راته وویل چې زویه د امنیتي وضیعت خوند نشته ، اوس هم درې ماینونو غږونه مې واوریدل الله دې خیر کړي ، ما پلار سره زره خبرې خلاصې کړلې او دوو وروڼو ته مې زنګ ووهلو ، هغوی راته وویل چې وروره مونږه د رایو مرکز ته روان وو ، اول یو ماین والوتلو ، مونږ همداسې د رایو مرکز ته وروان وو چې دوهم هم والوتلو او دریم هم والوتلو تر څو چې د رایو مرکز ته ورسیدلو او رایه مو وکاروله ، او زمونږ لپاره عجیبه خبره دا وو ، با وجود ددې چې د رایو مرکز سره نیږدې درې ماینونو هم والوتل بیا هم خلک په کتارونو کتارونو د رایو ورکولو لپاره په همغه مرکز کې ولاړ وو ، بس ورور ته مې وویل چې ښه کار مو کړی ځکه دا وطن قرباني غواړي او له دغه قربانی باید هیڅوک هم ونه ډار شي ، که چېرې وډار شولو نو تل به په تیارو کې اوسو . بس د هغوی سره مې خبرې قطع کړلې ، دوه ساعته وروسته مې بیا پلار ته زنګ ووهلو هغې هم راته وویل چې تللی وم او رایه مې وکاروله او اوس دلته د رایو په مرکز کې ولاړ یم او له دې بیهر څارنه کومه ، تر څو څوک درغلي ونکړي . بس زړه مې ارامه شولو ما ویل راځه چې ټول فامیل خو رایې وکارولې ځکه په اول دور کې یوازې ما رایه کارولي وه.
هسې درې ساعته وروسته مې بیا هم کورته زنګ ووهلو ما ویل راځه د میرمنې پوښتنه د هم وکړه چې د هغې څه حال دی ځکه چې هغه امیدواره وه ، کله مې چې کورته زنګ ووهلو نو له کوره يې راته وویل چې میرمن دې هم تللي تر څو رایه ورکړي ، د دې خبرې په اوریدو مې احساسات داسې راوپاریدل او ځان مې قوي احساس کړ ، کله مې چې میرمنې ته زنګ ووهلو نو هغې راته وویل چې رایه مې کارولي او اوس هم د رایې په محل کې یمه غواړم نظارت وکړمه ، تر څو څوک درغلي ونکړي ، ما ورته وویل چې نوره راځه هسې نا چې ناروغه نشې ، دې راته وویل چې که څه هم ملا مې ډير درد کوي خو اما بیا هم زما شتون دلته ډير اړین دی ځکه چې دلته ځينې ځينې داسې میرمنې هم راشي چې حتا دوی نه پوهیږي چې دا خپله رای پاڼه څه ډول په قلم نښه کړي ، نو زه غواړم چې له دغه بهیر څخه نظارت وکړم تر څو څوک له دغه حالت څخه ناوړه ګټه وانخلي ، ما ورته وویل سمه ده .
بس د شپې ناوخته چې کله کورته راغلمه ټول ویښ وو او هر یوه د خپلې رایې کارونې کیسه یو بل ته کوله ، او داسې احساس مې وکړ چې کورنۍ مې د اختر له ورځې هم نن ډير خوشاله ده. د میرمنې پوښتنه مې وکړله ، نو د هغې وضعیت ښه نه وو ، ملا يې ډير درد کولو ، ماورته وویل چې تاسو اوس باید استراحت وکړی ، هغې راته وویل چې که څه هم زما رایه یو څاڅکی وو ، خو ما نه غوښتل چې دغه څاڅکی ضایع شي نو ما ورته وویل چې ښه کار دی کړی ځکه چې له څاڅکو څاڅکو سمندر جوړیږي.
اوس غواړم چې اصل مطلب ته راشم ، اصل مطلب دادی چې که چېرې تاسو همپالنې ټیم ته په دې منطق امتیازات ورکوی چې وطن مو د بحران په طرف لاړ نشي ، سمه ده امتیازات ورکړی خو دومره امتیازات چې څومره يې حق وي ، دومره امتیازات ورنکړی چې له خپل حق څخه يې زیات وي .
همپالنې ټيم د خوست رايې نه مني ، ددوی استدلال دادی چې څنګه امکان لري چې په دوهم دور کې خوست کې څلور برابره زیاته رایه کاریدلي وي ، خو زما استدلال ورته دا دی چې په اول دور کې د خپلې ټولنې کورنۍ څخه یوازې ما رایه کارولي وه ، اما په دوهم دور کې زمونږ له کور څخه لس رايې وکاریدلې ، په دې معنې چې دا ځل باید د خوست رایه لس چنده زیاته وي.
خوستوالو په تېرو دریالسو کلونو کې د کرزي صیب سخت ملاتړ کړی خو له بده مرغه چې کرزي صیب ورته هیڅ پام ونکړلو ، له ټول خوست څخه مونږ په کابینه کې وزیر نلرو ، والي نلرو ، سفیر نلرو ، جنرال نلرو ، قوماندان نلرو ، د خوست ګردیز سړک په تېرو دیارلسو کلونو کې قیر نشولو ، داسې هم نده چې خوستوال يې یا وړتیا نلري یا يې تاریخ نلري ، د تېرو حکومتونو مرکزي برخه کې مونږه وزیران ، سفیران ، والیان ، جنرالان درلودل ، دا په خپله ددې نماینده ګي کوي چې خوستوال يې هم وړتیا لري او هم يې مسلم حق دی چې په راتلونکي کابینه کې هم وزیر ولري ، هم سفیر، والي ، قوماندان ، ریس ، ولسوال او داسې نور .

نو زه خپل مطلب په یوه جمله کې رانغاړم ، خوستوالو پر تاسو باور کړی ، اوس د ستاسو واردی چې پر خوستوالو باور وکړی.
په خورا ډېر درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery