مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

فيضي: حامد کرزی به د نوي ولسمشر تر راتلو پر واک پاتې وي

احمد فیصل
ولسمشر حامد کرزى به د نوي منتخب ولسمشر د لوړې تر مراسمو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.يادې څرګندونې د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي پژواک خبري اژانس ته کړې او ويلي يې دي، تر هغه وخت پورې چې رسماً نوي منتخب ولسمشر ته قدرت نه وي انتقال شوى، تر هغه به ولسمشر حامد کرزى پر خپل ځاى پاتې وي. ده ټولې هغه اوازې او څرګندونې رد کړې چې ويل کېږي د راتلونکې سې شنبې په ورځ به ولسمشر خپل کار ته د پاى ټکى کېږدي او ارګ به پرېږدي. فيضي زياته کړې، دا د قانون له مخې د ولسمشر کرزي مسووليت دى چې د نوي منتخب ولسمشر چې د ټاکنو کمېسيون له خوا رسماً اعلانېږي او بيا د لوړې مراسم ترسره کوي تر هغو به خپل کار ته دوام ورکوي. ولسمشر کرزي په ټينګار سره غوښتنه کړې چې د ټاکنو روانه پروسه دې ژر پاى ته ورسول شي او د وږي په ١١مه دې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery