مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ناټو په سرمشریزه کې بسم الله محمدي ګډون کوي

احمد فیصل
د ملي امنيت شورا پرېکړه وکړه چې که د ناټو تر راتلونکې غونډې نوى منتخب ولسمشر اعلان نه شي ،نو د دغه سازمان په سرمشریزه کې به د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي ګډون وکړي. د ولسمشر کرزي ویاند ویلي چې له دې مخکې د ناټو سرمنشي ولسمشر حامدکرزي ته بلنه ورکړې وه ، چې په ياده غونډه کې ګډون وکړي، خو ولسمشر د يوه ليک په ترڅ کې له ناټو څخه مننه کړې وه او ورته يې ويلي و، چې که د ناټو تر غونډې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا نوى منتخب ولسمشر اعلان شو ، نو هغه به په کې ګډون وکړي او که هغه اعلان نه شو ، نو د افغانستان د حکومت يو استازى به ورته معرفي شي. د ناټو په غونډه کې د افغان حکومت د ګډونکوونکي استازي په اړه پرون په امنیت شورا کې بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د دفاع وزیر بسم الله محمدي به په دغه غونډه کې د افغانستان استازیتوب وکړي. ټاکل شوې ده، چې د وږي د مياشتې په ١٣مه، ( د ستپمبر په ٤مه) دبريتانيا په ويلز ښار کې د ناټو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه پيل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery