مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغان تلوېزیونونو نشرات دیجیټل سیستم ته اوړي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له انالوګ څخه ډیجیتل سیستم ته د ټلویزیوني خپرونو د لېږد شبکه رسما پرانېسته. د دې شبکې پر مټ به په داخل کې ټلویزیوني خپرونې چې اوس مهال د انالوګ سیستم یا عادي انتن له لارې کتل کېږي، پر ډیجیټل سیستم واړول شي. د ټلویزیوني خپرونو ډیجیتل سیستم د ښه تصویر او پراخ پوښښ اسانتیاوې لري. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین پرون په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې شوو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، چې په افغانستان کې په وروستیو دیارلسو کلونو کې د ژوند په ټولو برخو کې څرګند پرمختګ رامنځته شوی، چې معلوماتي ټکنالوژۍ او ډله ییزې رسنۍ یې ښې بېلګې دي. ښاغلي سنګین زیاته کړه، چې اوس مهال د هېواد ۹۰ سلنه خاوره تر مخابراتي پوښښ لاندې ده او ۲۲ میلیونه وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري. د مخابراتو وزیر وویل، چې په افغانستان کې د مخابراتو سکتور د پراختیا په حال کې دی او افغانستان هر کال له دغه سکتور څخه ۲۰۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کوي. د نوموړي په وینا، یونیم سل زره کسان هم د مخابراتو په برخه کې پر کار بوخت دي. هغه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او د ټکنالوژۍ پرمختګ ته په اشارې سره وویل، چې دمګړۍ د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د درېیم نسل (3G) ټکنالوژي فعاله ده او خلکو ته یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. امیزي سنګین زیاته کړه، چې افغانستان د مخابراتو په برخه کې د پرمختللو هېوادونو په ډله کې راځي او په سیمه کې تر ډېرو هېوادونو مخکې دی. هغه وویل، چې د ډله ییزو او برېښنايي رسنیو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوی، چې په دومره لږ وخت کې د نړۍ په هېڅ هېواد کې دا ډول پرمختګ نه دی رامنځته شوی. خو هغه د ټلویزیوني او راډیويي خپرونو په برخه کې نشراتي نا انډولتیا یوه عمده ستونزه یاده کړه چې په وینا یې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو لسګونه انځوریزې او غږیزې رسنۍ فعالې دي، خو په ځینو نورو لکه زابل، اروزګان او پکتیکا ولایتونو کې حتی یو ټلویزیون هم خپرونې نه لري. نوموړي د دې لامل اقتصادي ستونزه وبلله چې په خبره یې د اوسني انالوګ سیستم له لارې ټولو سیمو او ولایتونو ته د نشراتو غځول په میلیونونو ډالره لګښت غواړي. د مخابراتو وزیر وویل: « که یوه ټلویزني شبکه وغواړي چې خپل نشرات د هېواد ټولو برخو ته ورسوي، نو لږ تر لږه باید درې سوه میلیونه ډالره مصرف کړي، خو ډیجتیل سیستم دا اسانتیا لري چې په ډېره لږه پانګه سراسري نشرات ولري.» هغه زیاته کړه، چې د ډیجیتل سیستم په فعالېدو سره به دغه ستونزه حل شي او تر دې وروسته به ټلویزیونونه د دې اړتیا ونه لري چې په هر ولایت کې ټاور ولګوي. سنګین وویل، افغاني ټلویزیوني شبکې د ډیجیتل سیستم له لارې په لږ لګښت سره کولای شي چې د افغانستان ټولې سیمې تر پوښښ لاندې راولي او هغه پیسې چې ټلویزیونونه یې پر ټاورونو او انتونونو لګوي، تر دې وروسته دې د خپلو خپرونو او پروګرامونو په ښه کولو ولګوي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې دغه شبکه په راتلونکو شپږو میاشتو کې لومړی د هېواد په شپږو لویو ښارونو مزار شریف، کندهار، غزني، کندوز، هرات او ننګرهار کې په فعالیت پیل وکړي. هغه شرکت چې د دې خدماتو د رسولو مسوولیت پر غاړه لري، ژمن دی چې په راتلونکو دریو کلونو کې به د هېواد ټولې ګڼ مېشته سیمې د ډیجیتلي خپرونو تر پوښښ لاندې راولي. د مخابرتو وزیر وايي، چې تر راتلونکو دریو کلونو به په افغانستان کې د انالوګ سیستم په بشپړه توګه پر ډیجیتل بدل شي او پر اسمايي غره د لګېدلو ګڼو انتونونو پر ځای به یو انتن ولګول شي. په یاده غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال هم خبرې وکړې او د دې شبکې جوړېدل یې د ډله ییزو رسنیو د پراخ پوښښ په برخه کې مهم ګام وباله. هغه د مخابراتو په برخه کې د شویو پرمختګونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې پخوا به خلک د ټلیفوني اړیکو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تلل خو اوس دغه اسانتیاوې په داخل کې برابرې شوې دي. خلیلي د مخابراتي خدمتونو په برخه کې افغانستان د سیمې په کچه یو پرمختللی هېواد په وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د برېښنايي حکومتولۍ په رامنځته کېدو سره به له دولتي ادارو د بیوروکراسۍ او کاغذپرانۍ لمن ټوله شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery