مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-01   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په ویلز کې بسم الله خان استازیتوب نشي کولای ؟

خان ولي کامران


 

 په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټول ټاکنو ناندرۍ چې افغانان یې د پړانګ او ډانګ ترمنځ ودرولي اوس هم بې خونده او بې مزي سستي رواني دي، ددغو ټاکنو له امله په هېواد کې د خلکو ګڼ سوداګریز او نور کاروبار په ټپه ولاړ دي او هم د همدغو ناندریزو ټاکنو له امله افغانستان په نړیواله کچه پاتې راغی ځکه افغانستان ونشو کړای د شپږ میاشتنیو ټاکنیزو ناندریو په اوږدو کې خپل ولسمشر ولری او دهمدغه ناڅرګند حالت له امله چې د ټاکنو پایلي به نورې څومره وخت وځنډېږي او افغانستان ورځ تر بلې منزوي کېږي او د نړیوالو مرستو پاملرنه هم بلې خواته اوړي او څو ورځې وړاندي خو د مالي وزارت وزیر عمر زاخیلوال وویل که د ټاکنو ناندرۍ ژر ترژره هواري نشي نو دوی نشي کولای نور د افغان دولت مامورینو ته تنخواګاني ورکړي او له بلې خوا د نړیوالو ناستي چې د افغانستان برخلیک ورسره تړلي بریښي د هېواد د استازیتوب څوکۍ تشه پاتې کېږي او یا داسي شخص ته دغه استازیتوب ورکول کېږي چې د هغه له ګډون څخه تشه پاتې کیدل یې د افغانستان په ګټه دی.
د افغان دولت امنیتي شورا بنسټ چې تېره ورځ د ولسمشر حامدکرزی په مشرۍ جوړه شوې وه د یوې پرېکړي په ترڅ کې د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي وټاکه چې د افغانستان په استازیتوب په ویلزکې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي د امنیت شورا دغه پرېکړه د څو دلیلونو له مخي نیمګړې ده ځکه بسم الله خان محمدي نشي کولای د افغانستان استازیتوب په سمه توګه د ناټو د سرمشریزې په غونډه کې وکړي ځکه په یاده غونډه کې د افغانستان د راتلوونکې برخلیک په اړه سلامشورې ترسره کېږي او د هېواد د راتلوونکې لپاره د معنوي او مادي له اړخه خورا ارزښتمنه غونډه ده.
1. په ویلز کې د ناټو سرمشریزه د معنوي او مادي ارزښتونو له پلوه خورا ارزښتنمنه ده چې د ناټو غړو هېوادونو د استازو سربېره د نړۍ د زبرځواکوهېوادونو مشران هم پکې ګډون کوي نو په دغسي لویه غونډه کې د بسم الله خان ګډون نشي کولاي د نړیوالو پام د ځان په لوري جذب کړي ځکه نوموړی د تعلیم له پلوه خورا ضعیف او له بلې خوا د نړۍ په ژبه (انګلیسي) هم نه پوهېږي نو له نړیوالو سره په افهام او تفهیم کې به ډېري تیروتنې وکړي او له همدغو تیروتنو له کبله به یې افغانستان ډېر څه له لاسه ورکړي.
2. په افغانستان کې تردیدمه د ټاکنو ناندرۍ پای ته نه دې رسیدلي او نوموړی د یوې ټاکنیزي ډلي غړی او په ځلونو د ډاکټر عبدالله عبدالله په کور کې لیدل شوې چې د یادې ټاکنیزې ډلي په ملاټر یې غونډې کړي نو نوموړې ددې په ځای چې د افغانستان استازیتوب وکړي بلکي نو د اصلاحاتو او همپالني ټیم استازیتوب به وکړي ځکه نوموړي ځان افغانستان ته ژمن نه بولی بلکی یادي ډلی ته ځان ژمن بولی چې تردې ځایه رسولي دی نو ددې پر ځای چې افغانستان ته ګټه ورسوي تاوان به یې څوچنده زیات وي ځکه د اصلاحاتو او همپالني ټیم په ګټه به د نړۍ مشرانو داسي ډالۍ وړاندي کړي چې د افغانستان په تاوان او د یادې ټاکنیزي ډلي په ګټه وي.
3. بسم الله خان شاید په راتلوونکې حکومت ځان ونه وینی او ویره به لری چې په راتلوونکې حکومت کې به خپله څوکۍ له لاسه ورکړي نو ددې په ځای چې په یاده غونډه کې د نړیوالو پام د افغانستان د بې وزله ولس سره د مرستو په اړه واړوي بلکی کوښښ به کوي چې د کوم زبرځواک هېواد په مټ په راتلوونکي حکومت کې پاتې شي.
نو د ویلز په دغه غونډه کې چې د راتلوونکې حکومت مشرتابه ګډون ونشو کړای نو ښه به دا وې چې د بسم الله خان ترڅنګ د کابینی نور داسي وزیران چې خپل ولس او هېواد ته یو څه ژمن دي زه یې دلته له نوم یادولو څخه ډډه کووم لیږل شوې وي نو ښه به وې ځکه هغوی به له نړیوالو سره د چنو منو وهلو کې به د افغانستان په ګټه یو څه ترلاسه کړي وي او پرته له دې د بسم الله خان ګډون هلته د ویلز په سرمشریزه کې یوازې یوازي د ګران هېواد په تاوان ده نه په ګټه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery