مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د چابهار بندر دری اړخیز تړون ژر لاسلیکېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به د ايران د چابهار بندر د ترانزيټي لارې په اړه د افغانستان، ايران او هندوستان ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسليک شي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني پرون په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دا مهال د دريو هېوادونو ګډ تخنيکي پلاوى د ياد هوکړه ليک د مسودې پر ترتيب کار کوي. هغه وويل تمه ده دغه هوکړه ليک ډېر ژر وروستى او لاسليک شي. دا په داسې حال کې ده، د بهرنيو چارو وزارت د روان کال په وري مياشت کې هم ورته څرګندونې کړې وې. د چابهار بندر چې له نړيوالو اوبو سره تړلى، د ايران په سوېل ختيځ کې واقع دى او د افغانستان له نيمروز ولايت څخه ٧٠٠ کيلومتره واټن لري. دغه بندر د کراچۍ بندر په پرتله افغانستان ته ١٠٠٠ کيلومتره نږدې دى. مخکې افغان سوداګرو ډېرى توکي د کراچۍ بندر له لارې لېږدول، خو تېر کال د زمري په مياشت کې د افغاني توليداتو صادرات له چابهار بندر څخه هم پيل شول. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد له لارې د توکو په لېږد کې کله نا کله افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي. چارواکي وايي چې د چابهار بندر له لارې به د افغانستان صادرات په ځانګړې توګه وچه او تازه مېوه هند، قزاقستان، خليجي او اروپايي هېوادونو ته په اسانه او ارزانه توګه لېږدول کېږي. په وچه کې د راګير هېواد افغانستان لپاره د چابهار بندر ته لاسرسى ډېر اهميت لري؛ ځکه چې په دغه کار سره يې پر پاکستان تکيه کمېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery