دخپریدو نیټه : 2014-09-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پاکستان پر کونړ۱۰ توغندي ویشتلي
احمد فیصل
د کونړ چارواکي وايي پاکستان له پرون راهیسې یو ځل بیا دغه ولایت ۱۰ توغندیه ویشتلی دی. دوی وايي توغندي د دانګام ولسوالۍ په اړونده سیمه کې لګېدلې دي. چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی. سره له دې چې افغان حکومت څو ځله له پاکستان څخه د راکېټي بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده، خو دغه بریدونه لا هم روان دي.