مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ټاکنیره سلاټه که دمرچو مربا‎

عبدالغفار کامیاب‎

 

 

پوره شپږ مېاشتې کیږي چې افغانان په ډېرو بدو حالاتو کې ژوند کوي او له ډيرو اقتصادي ستونزو سره په سخته مبارزه کې دي، د حامد کرزي ۱۳کلنه حکومتي دوره پایته ورسیده او له دې سره جوخت ناورین او بدخوالي هم ډير شول ، ټولو ویل چې د کرزي دوره پایته رسیدلې ده او له نوي نظام سره به دافغانستان اوضاع ښه لوري تغیر کوي. چې له بده مرغه دا تمه د خوب بڼه لرله او لیدونکي یې سخت پښیمانه دي.
له ټاکنو او مبارزاتي ټاکنو سره سم د کاندیدانو ترمنځ نا باوري او د هغوی په تعدد کې ډېر والی له ورایه د بوینې سلاټې تعفن ورکولو ، او بلاخره همداسې شوه د حمل له میاشتې تر دې د مه کوم ناخوالي او بد بختئ چې دواړه ډاکټرانو پر دې ولس راوست د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
دولتي ادارې ، د ټاکنو کمیسیون په دې اړه جوړ شوي څآرګرې ادارې او دغه راز د بهرنیو کړیو مغرزانه فعالیتونه هغه څه دي چې د ناورین په غزونه کې یې موقف بربنډه بڼه لرله او لایې هم لري.

د دواړه نوماندو په سیاسي اهدافو او ملي برنامو کې د افغانستان د خلکو خیر او فلاح لپاره یوه وړه نښه چې برخلیک ټآکنوکی وي نه دی لیدل شوی اما د سیاسي ډلو او ټپلو موقف ته غوره پاملرنه شوې ده، خو یوڅه ښه ډېر دی هغه داچې یوې خوا یعنې( د عبدالله عبدالله) په ډله کې څه چې کوڅه ډبي او شوک ماران دي د ده تر شکلېدلي لمن ور تاو دي او دې خواته د ډاکتر غنی تر مغزو پخواني او زاړه ککرئ چې په تیرو دورو کې یې آزمون اخیستل شوی دی ور چاپیر دي. نوي څېرې او متفکر اشخاص په دواړه خواوو کې نه لیدل کیږي .
پاتې بیچاره ولس دی او لاره ترې ورکه ده چې څه وکړي او دکومې ډلې ملاتړ وکړي .هغه ډله هم دولس له قاطبې نارې کوي او دغه ‌ډله هم وايي چې دوی د ولس له منځه را پورته شوي دي ، بلې خوا په رسنیو کې د دواړو ټیمونو ویاندویان را څرګندیږي او داسې اپلاتې ولي چې سړی حک پک شي په ځانګړي توګه فضل الرحمن اوریا چې تلویزیون ته را څرګند شي نو داسې لوي خبرې له خولې وزي چې په وتلو یې د درد او تکلیف په اړه یوازې دی پوهیږي، او حقیقت هم داده چې د دوی خبرې او تبلیغ نور نو دانسا له خولې ارزښت نه لري ، جالبه او له حقیقته لرې بحث کول او ملت ته زور ښکاره کول یو له هغو ستونزو څخه دي چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په ډله کې د مبارزاتو له پیل را هیسې توده ده او خلک ډاروي.
د ټاکنو د لومړي دورې او دغه راز د دوهمې دورې پایلو پر اعلان د ډاکټرانو نه قناعت کول او د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کیرې دوه ځلې راتګ په ښکاره توګه د ټاکنود پروسې پر شفافیت د نه خپلواکي مهر و ټومباولو او جوته شوه چې دلته د کیرې په لاسه یوه ترخه سلاټه د جوړېدو په حال کې ده او ګمان کیږي چې جوړه شوې به هم وي.
تر هر څه وړاندې داچې دواړه غاړې د ملت له نامه ګټه پورته کوي او په خپلو خبرو کې وايي چې دوی د ملت له رایو دفاع کوي ، په حقیقت کې د خندا او ټوکو بڼه لري، که چیرې پوښتنه داسې وشي چې اقای عبدالله عبدالله ته د ملت له رایو دفاع کوې که دې په ګوند کې د ناخلفو څیرو له ډآره او د هغوی تر فشار لاندې یې او په اصل کې دهغوی غوښتنې مطرح کوې؟ چې ټولو ته دې د سرو باغونو وعدې کړې وې او نن یې درنه غواړي.
حقیقت ده چې د ملت نوم او موقف هغه وسله ده چې په کارولو سره یې هر ډله او ګوند په دې لټه کې وي چې ځان موخې ته ورسوي او دواک پرګډئ خیټه واچوي په ځانګړي توګه په ټاکنیزو برخوکې.
بلاخره د غو ټاکنو او د کیرې په لاس جوړه شوې سلاټه په ګوته کړه چې په افغانستان کې ګوندي او په ګوندونو کې جهادي څېرې لا هم د چور او چپاو خوب ویني او په دې هڅه کې دي چې د ټوپک او زور په واسطه د خلکو حقوق ، عزت شرف او غیرت تر پښو لاندې کړي ، چې بیلګه یې د پغمان ولسوالئ د تیرو ورځو بې ناموسې او د خلکو پر ناموس د یوې وسله والې ډلې جنسي تیری په ګوته کیږي ،حال داچې د یوه مشخص زور واکي او جهادي قوماندان ملاتړ له هغوی سره حتمی او ضروري ښکاري.
اوس چې ولس په سختو ستونزو کې دوب دی او اقتصادي حالت په دې هیواد کې نابود شوی دی د کومې هیلې له مخې د ټاکنو پر ورستي پایلو باور وشي.؟
 داچې له یوې خوا سیاسي حالت او د حامد کرزي دولت هم ختم دی او ورځ تر بلې فساد په کې زورور کیږي بې عدالتي په کې حاکمیت لري ولس ته څه په کار ده او چاته په تمه شي چې دوی ته څه وکړي او هیواد هم له دې ناورین څخه وژغوري. دې ته وايي د جان کیري او ټاکنیزو ډلو له خوا جوړه شوې سلاټه چې په خوړلو یې د زجر کچه د جراحۍ له موقفه هم اوچت کیږي او له بلې خوا دښمن دعمل کولو له تیرې او وژونکي چړو سره د ملت لپاره ناست دي.
په ډيره لوړه کچه خلک له خپلو کارول شویو رایو څخه نادم او د ټاکنو مشروعیت او پایلوته یې بې باوره دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery