مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دفساد پرځای له ځانونو سره مبارزه وکړئ

خاطره علي خېل

 

په نړۍ کې ژوند کوونکي ټول مخلوقات د خپلوژوندونو د هوسا تېرولو په موښه،ارامې،له سکون او اطمنان څخه ډکې فضا،چاپېريال او په لويه کې مطمئن هېواد ته ضرورت لري،ترڅو له محيا او ورڅخه حقدارو دژوند ضروريتونو څخه په سمه توګه استفاده وکړي.


خو له بده بخته بايد ووايم چې نن موږ دداسې يوه هېواد اطباع يو چې په هره برخه کې قدم ايښودل کېږي نو د فسادبوی ورڅخه پورته کېږي،  لوړ زدکړو ته په کانکور کې تقلب، په فساد او مخده توکيو کې په نړيواله کچه په کراتو کراتو  لمړيتوب ،زورواکي،په   جمهوري رياست په ټاکنو کې جعل کاري اوتقلب.خو تر ډېره دغه مفسدين ځکه له چا څخه وېره او اضطراب نه لري چې دلته کله هم يو څوک په دې تور چې په فساد کې نيول شوي دی او د ټولو په مخ کې مجازات کېږي ،داکله هم ندي شوي و شهر نا پرسان دی،په کومه ټولنه کې چې مکافات او مجازات نه وي او قانون حاکم نه وي هېواد له بربادۍ سره مخ کېږی،لکه نن چې زموږ هېواد ورسره لاس او ګرېوان دی او نه هم داسې شوي چې يو چا کوم ورانکاری نيولی وي هغه نيونکی دې مکافات شوی وی،په دې دروازه کې ونيول شي او په بله دروازه بېرته د دولتي ارګانونو لخوا په موټروکې وېستل کېږي څنګه له داسې يوه نظام څخه د سمون تمه کېدای شي. يو ګروپ خلک دي چې د   حکومت د پيل څخه تر نن پورې دا پردي پال د بهرونيو په مټ په سل ډوله چال او نېرنګ په واکې پاتې د بهرنيو استخباراتو په ملاتړ  ديو قاطع اکثريت په خلاف دسيسې جوړ وي صرف  د دې لپاره چې خپل ځان او ډلګۍ ته مجاهد ووايي او امتيازيې غواړی دا داسې يو ټيم دی چې په اوياويمو کلونو کې قدرته د رسېدو په خاطرخپل منځيو جنګونو کې اصلي لوبغاړي و  کابل يې ګنډواله اوپه زرګونومسلمانان يې شهدان په لکونويې مهاجرمعيوب کړل  اوس بيا سره يوځای شوي، هم په ټاکنوکې د ناکامۍ په صورت کې د رهبر څخه يې نيولې تر پياده پورې ملت ته د وينو د بهېدو ګواښونه کوي اودټوپک په خوله غږېږی .


د ټاکنو په ملي تګ لاره کې افغان زړور  او مجاهد  ملت په روانو سختو شرايطوکې په پاک نيت د ښې راتلونکې لپاره د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړه ،سره له دې چې په سل ډوله خطرونو ګواښل شوي ول خو بيا يې هم خپله ملي او ديني وجيبه تر سره کړه او د خپلې ګاندې لپاره يې په زعامت فکر وکړ ،خپلې ګوتې يې له لاسه ورکړې،موږ بايد ټول افغانستان ته د کابل په هنداره کې ونه ګورو،په هرځای کې امنيت نشته،هرځای کې د نارينه وو پشان ښځينه له کوره په پوره باور سره نشي وتلي، مګر دهېواد جوړونې او خپل راتلونکي ژوند د ښه کولو لپاره يې داټول خطرات په ځان ومنل او د رايه ورکولو صندوقونو ته ولاړل،خو جعل کارانو او مفسدينو په دې ملي پروسه کې هم خپلې جعل کارې څېرې وښودې  ددوی د تقلب له امله په لمړي پراو کې يو نوماند هم ۵۰+۱  پوره نکړای شوه چې ټاکنې د قانون له مخې دوهم پړاو ته لاړې. دوهم پړاو ټاکنې هم په هغه صورت کې افغان ملت ته د منلو وړدي هغه چا چې په لمړي پړاو کې جعل او تقلب کړی د محاکمې لپاره دې عدلي او قضايي مرجع ته معرفي شي او پر ځای پاک او ژمن خلک معرفي شي هغه که د انتخاباتو کمېسيون کارمندان، د نوماندانو ناظرين  او که دولتی چارواکي دي ترڅو راتلونکې ته عبرت شي.او په پای کې له خپلو ټولو په هېواد مينو افغانانو غږ کوم چې په دوهم پړاو ټاکنو کې هم په پراخه اندازه برخه واخلۍ او د جعل کارانو په  مخ نيوي کې  هم مرسته وکړۍ.تر څو  ځان باوري افغانستان ولرو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery