مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کابل امنیی قوماندان دې له دندي ګوښه او محکمه شي


خان ولي کامران‎


د وږي ۱۸ د پلازمېني کابل په ګډون د هېواد په زیاترو ولایتونو کې د شهیدانو روح ته د لاسونو د لپه کولو په موخه د کرزي په حکومت کې عمومي رخصت وي خو په دغه ورځ کې د هېواد میلونونو شهیدانو سربېره زیاتره نوم وتي شهیدان لکه شهید سردار محمد داود خان، شهید ډاکټر نجیب الله، اروښاد مولوي محمدیونس خالص، ارواښاد مولوی محمد نبي محمدي، شهید احسان الله احسان، شهید عبدالحق، شهید عبدالقدیر، شهید محمد زمان غمشریک، شهید ملک زرین، شهید ډاکټر عبدالله لغماني، شهید حبیب الرحمن او امثالهم ځکه د هېواد په هر ولایت کې نوم وتي شهیدان لرو چې د سرو لښکرو په مقابل او هم د هېواد په دفاع کې ځانونه قربان کړي دومره یادونه نه کېږي لکه څومره چې د شمال ټلوالي د پخواني جنګسالار قوماندان احمدشاه مسعود یادونه کېږي.
زه په دغه لیکه د قوماندان احمدشاه مسعود پر شخصیت او کړنو خبري نکووم ځکه ټولي دونیا او افغانستان ته معلومه ده چې نوموړی څومره له روسانو سره تړونونه او د تنظیمي جګړو پرمهال د کابل د ښکلي ښار په ورانۍ کې څومره لاس درلوده خو اوس چې هر کال ددغه قوماندان د وژنې تلین د برحاله حکومت لخوا جوړېږي له امله یې زموږ بې ګناه هېوادوال زورل کېږي، لوټ کېږي، وهل کېږي، وژل کېږي سپکي او بد رد ورته ویل کېږي او حتي زموږ ملي ځایونه او ویاړونه توهین او سپک کېږي خو څوک ورته څه نشي ویلي ځکه د پخواني جنګسالار بقایات دي.
تېره ورځ هم په پلازمیني کابل کې د غونډې پرمهال او په ښار کې د ګرځیدو پرمهال د مسعود د خواخوږو له خوا د لویې جرګي په کیږدۍ کې د جهادي رهبر او سپین ږیري مجددي توهین وکړ، د ولسمشر کرزي توهین وکړ، په خیر خانه کې یو تن هلک په ډزو وواژه، د پښتونستان په واټ کې د پښتونستان لوحي ماتي کړي، ترافیکي پیښي رامنځ ته کړي خلک یې بې مورده وزورول، خلک یې بې مورده ووهل خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول، وسلي پر خلکو را ویستي خو د افغانستان د ملي امنیت، کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او نورو کشفي او امنیتي بنسټونو لخوا یې په اړه هیڅ ګام پورته نشو بلکي نور هم تشویق شول ځکه په دولتي موټرو، پولیسو رینجرو کې ګرځیدل تیل د دولت، موټر د دولت ، وسله د دولت او استفاده شخصي کیدله چې دغه کار ته د نړۍ په هیڅ قانون کې توجیه نشي کیدلي.
نو زما په اند په پلازمینه کې کابل کې ددغو خپل سرو ټوپکوالو او پرونیو سرغړونو له کبله لومړی د کابل امنیی قوماندان جنرال ظاهر ظاهر له دندي لرې او څارانوالۍ ته معرفي وشي او په دې تور محکمي ته وړاندي شي چې ولې پرون په کابل کې د خپل سرو ټوپکوالو د سرغړونو په اړه چوپه خوله وو او هیڅ ګام څه چې په رسنیو کې هم خپل غږ پورته نکړ .
دده ترڅنګ د کورنیو چارو وزیر عمر دوادزی، امنیتی مرستیال ایوب سالنګي، د ملي امنیت مشر او د کابل د ملي امنیت مسولین له دندو لرې شي چې ولي په خپلو دندو کې غفلت کړي او د سړغړونکو په اړه جدي اقدام نه دې ترسره کړي.
ددغو امنیتي بنسټونو د چوپتیا او د سرغړونکو په اړه ګام نه پورته کول ولس په دوه لارې کې ودرولي له یوې خوا ټاکنیزي لانجي اوج ته رسیدلی او له بلې خوا افغان دولت امنيتی بنسټونو د ښار ددغو لوپرانو سره یو خوله دي چې په سپینه ورځ دوی هر هغه څه کولای شي کوم چې زړه یې غواړي نو ښار ته داخلیدونکي ټولی لارې د امنیتي پولیسو لخوا دومره تلاشي کېږي چې څوک وسله او کوم بل وژونکي څیز ښار ته دننه نکړي خو په ښار کې ښکاره له غیر مسولیو کسانو سره وسلي او وژونکي څیزونه لیدل کېږي خو افغان امنیتي بنسټونه پرې چوپه خوله دي.
نو افغان ولس ته پکار دې ددغو سرغړونکو او افغان دولت د ضعف په وړاندي خپله را پورته شي او خپله پوښتنه په خپله وکړي ګني په پلازمینه کابل ښار کې به دغه انارشي له امله د خلکو د ژوند سربېره هرڅه له خلکو واخېستل شي چې د پغمان پېښه ښکاره بیلګه ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery