مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

مجددی صاحب یی ژړا ته پری نه ښود،‎


منګل‎


وایی زه د پر پلار ژاړم ته می په خوله باندی خاندی ،تیره ورځ د لوی جرګی په کیږدۍ کی همداسی ټوکه وشوه. داحمد شا ه مسعود د مړنی د دیارلسم تلین د لمانځلو په غونډه کی د افغانستان یو سپینږیری، پخوانی جهادی او د موقتی دوری مشر سبغت الله مجددی د عبدا لله د پلویانو لخوا پری نه ښودل شو چی د مسعود پر مړینه چی ۱۳ کاله وړاندی په خوجه باوالدین کی د دوو کسانو اعربو لخوا وژل شوی وو، د خواخوږیو سره غمشریکی وکړی او پر مړینه یی وژاړی،پداسی حال کی چی عبدالله په وار وار له خپلو لنډغرو وغوښتل چی مجددی صاحب ته وخت ورکړی تر څو پخوانی جهادی مشر خپله غمشریکی د دوی سره شریکه کړی، پاتی د نه وی چی یوه ورځ وړاندی عمدغه عبدالله له همدغه خپلو لنډغرو غوښتی وو چی د مسعود د مړینی ورځی د احترام د وکړی، خو بیا هم د عبدالله خبرتیاوو ته هیڅ یوه غوږ کشی نه ښود او لکه د همیش په ډول ټولو پلویانویی د لنډغرۍ په ثبوت یوه ښه پخه ټپه ووهله او هغه چا چی د دغه ډلی په لنډغرۍ باندی یی شک درلود هم قانع شول.
اوس لومړۍ پوښتنه داسی پیدا کیږی چی ایا ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ وړتیا او کفایت لری چی نوموړی یی دعوا لری؟ او دوهمه پووښتنه دا پیدا کیږی چی ایا دا کمی یا تشه په عبدالله کی ده او که د هغه په ټیم کی؟
 زما په ګمان که د تیری ورځی پیښه او هغه عمل چی د لوی جرګی په خیمه یا کیږدۍ کی د عبدالله په حضور کی د هغه د روشانفکره طبقی لنډغرو لخوا تر سره شو که له لوانیانو او ماشومانو یی هم وپوښتی نو به ووایی چی عبدالله د ولسمشرۍ خو لا پریږده چی د ډیر کوچنی مدیریت وړتیا هم نه لری چی له عدی یی ووزی.دا ځکه چی عبدالله خپل سل تر یونیم سل روشانفکره لنډغر چی په یوه خیمه کی راټول شوی وو کنترول نه شوای کړل نو هغه د کوڅه ډبو په زرهاوو لنډغران به څنګه تر کنټرول لاندی راولی.
بل خو چی بیا موږ د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله هغه وینا ته وګورو چی یوه ورځ وړاندی یی د احمدشاه مسعود د مړینی دیارلسم تلین له لمانځلو په یو مطبوعاتی کنفرانس کی خپلو پلویانو ته کړی وه او ویلی یی وو چی (( ټاکنی نه منم خو د افغانستان ارامی راته مهمه ده)) همدارنګه یی د خپلو خبرو په جریان کی افغان ولس ته ډاډ ورکړ چی په هیڅ صورت به تاوتریخوالی ته مخه نه کړی،د توجه وړ ده.
زه پر د اند یم چی کله افغانانو د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله همدغه جمله (ټاکنی نه منم خو د ولس یا هیواد ارامی راته مهمه ده) اوریدلی وی ، کیدلای شی چی د هغه په اړه یی په فکر او ګمان کی لږ تغیر راغلی وی.
زما په اند که موږ د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله تیر تاریخ د یوڅه وخت لپار په نظر کی ونه نیسو او د افغانستان هغه ټولو ناحوالو ته چی دا ولس نږدی څلویښت کاله ورسره لاس او ګریوان دی متوجی شو او ګورو چی زموږ هیواد او ولس د څومره سختو چلینجونو سره لاس او ګریوان دی، او پر دی فکر وکړو چی زموږ لپاره څه شی ضرور دی چی باید تر سره یی کړو تر څو لدی غمیزی راووزو ،بی انصافی به وی که موږ د عبدالله عبدالله د وینا همدغه جمله چی ویلی دی (( ټاکنی نه منم خو د افغانستان ثبات را ته مهم دی)). له نظره وغورځو.همدارنګه د ډاکټر صاحب همدغه وینا د ستایلو وړ ده او موږ باور لرو چی د ۱۳۹۳ ه. ش کال د ولسمشرۍ ټاکنو وروستی پیلی چی سبا یا بله ورځ اعلانیږی هم ومنی.
په نتجه کی ویلای شو چی ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله باید خپل ټیم اوس په ټوله معنی پیژندلی وی چی رښتیا لنډغران دی، همدغه یی وخت دی چی خپله لار ترینه جدا کړی او د هغه چا په خوا کی ودریږی چی هغوی هم د هیواد او ولس ارامی عواړی.همدارنګه باید ډاکټر صاحب عبدالله پدی پوهه شوی وی چی شاوخوایی ټول لړمان او ماران راچاپیر دی، د لوی جرګی په خیمه کی خو یی تر اوسه دوه ټکه( لومړۍ د کرزی په عکسونو په لغتو ختل دوهم وار د مجددی توهینول) درکړل او ستاسو حیثیت یی په روانی لحاظ د خاورو سره خاوری کړ، لری نده چی دا ماران او لړمان د په فزیکی لحاظ محوه نکړی.
مننه
 ډاکټر ګل مرجان منګل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery