مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پوتين لاسونه د عبدالله عبدالله پر اوږو باندي

انجنیر دلاور حبیبی

پوتین د یوکراین دسیاسی کړکيچ بدل د امریکی او اروپایانو نه په افغانستان کی د عبدالله عبدالله او دده دټیم اصلاحات او همګرایی پواسطه اخلي . د ټولټاکنو د رائيو شمیرلو نتیجه چی د لمړۍ ورځی ، عبدالله عبدالله ته دده بایلل جوته شوي وو. خو ، سیاسی کړکیچ عبدالله او د دوي بهرنیو دوستانو ( پوتين او ايراني اخوندانو) را مینځ ته کړو. عبدالله عبدالله او دوستانو ئي نه یوازی ټولټاکنی و نه منلي بلکه د ملل متحد او نړیوالو ناظرینو د موجودیت غوښتنه ئي د درستو رائيو په شمیرلو کی هم یو شرط کښیښود.

د عبدالله عبدالله له خوا د جوړ شوي کړکیچ د حل لپاره د متحده ایلاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیری کابل ته راغي او د اشرف غنی او ډاکتر عبدالله تر مینځ ئي د افغانستان د اساسی قانون په نظر کی نیولو سره د یو ملی ګډ حکومت تړون لاسلیک کړ . خو دغه تړون زما په اند مار ماهي ته ورته دي . د مار ماهي سر د مار د سر پشان او لكي ۍ د ماهي د لكي پشان وي . داکټر غنی  (بريالي) ماهی نیولی او داکټر عبدالله (بايلونكي) مار نیولي دی .

هر چا چی دغه تړون لیکلی وی ، د لاسلیک په وخت کی عبدالله ته ئي د مارماهی سر او غنی ته ئي د مارهی لکۍ ور ښودلی ده .

موافقه ليك وايي : د إجرائي دفتر مشر( صدراعظم) د أساسي قانون پر اساس د ولسمشر له خوا تعين شى . يعني صدراعظم د ولسمشر تر لاس لاندي وي . اشرف غڼى ته د مار ماهي لکۍ شوه . او په بل ځاي کي ليکل شوي چي د اجرايي رئيس او  ولسمشر مساوي قدرت لري او دا مار ماهي سر شو او عبدالله ته ئي ور و ښود .

د بن په لمړی کنفرانس کی د نظار شورا(روسانو ملیشه) د ولسمشرۍ په څوکۍ ډیر ټینګار کاوه . خو د بوش - چینی اداري په واشینګټن کی غوث ځواب ور کړ او ولسمشر بوش خپل ملګری پوتین ته په ټیلیفون کی وویل چي دوستان دي﴿ شمال ټلواله﴾ پوه کړه او هغه هم په ډیره چټکۍ سره ؟ پوتین د ایران اخوند ته په ښکاره ډول وویل چی ، شمال ټلواله دي د افغانستان د ولسمشرۍ پر سر ټینګار نکوي .

د ایران د اخوندانو پیغام سمدلاسه د بن په کنفرانس کی ایراني نماینده ته ورسید . ایرانی اخوند د شمال ټلوالی ته  په غوړونو کی وویل چی برهان الدین ربانی د ولسمشرۍ نه ختم شو .

دټولټاکنو اوسني کړکیچ په افغانستان کی یوازی د عبدالله عبدالله له خوا ندي جوړ شوي ، بلکه مسکو او تهران د پردی شاته د عبدالله عبدالله نه چی ټولټاکنی ئي بایللي دي ، په کلکه ملاتړ کوی.

پوتین او تهران له یوی خوا د طالبانو دوهمه پلا راتګ نشی ذغملی او دبلي خوا غواړي امریکا او ناتو دواړو ته د اصلاحاتو او همګرایانو دټيم په وسیله چی مشر ئي عبدالله عبدالله دی کړکیچ را مینځ ته کړي.

او که چیری واشینګټن او مسکو سره نژدي همکاری، لکه څنګه ئي چی په 2001 کال کی د طالبانو د حکومت د ړنګیدونه وروسته درلوده د افغانستان ټولټاکني به دومره نه اوږدیدی . افغانستان یو ځل بیا د مسکو او واشینګټن تر مینځ د جنګ ډګر و ګرزیدو.

د شوروي اتحاد او امریکی تر مینځ تیر شوي سوړ جنګ په شلمي پیړۍ کي او د روسیی او امریکی سوړ جنګ په یوویشتمي پیړۍ کی یو له بل نه دومره توپیر لري ، چه د شلمي پیړۍ د دواړو سترو قدرتونو تر مینځ جګړه د شوروي اتحاد د پيش قدمۍ مخنوی د هند سمندر ګرمو اوبو نه او د فارس خليج نه ؤ . خو د افغانستان اوسني کړىچ د   روسيي او واشينگټن تر مينځ ، روسيه غواړي چى د ناټو د محاصري لاندي را نشي .

عبدالله عبدالله او د دده اصلاحاتو او همګرائي ټیم ، چی د کاغذي زمریانو پشان غوریږي . دا د لوی خان (پوتین) لاسونه ددوي په اوږو ایښودلي شویدي ، خو عبدالله عبدالله او پلویان ئي د هر یو نه زیات د امریکي د  B-2 الوتکو د بمونو طاقت او زور لیدلی دي ، چی څومره ژوري او پراخه ساحي ویجاړولي شي .

که عبدالله عبدالله هوښیار وي، د پوتین لاسونه باید د خپلو اوږو نه لیري او د اشرف غنی لاسونه پورته کړي . هم خورما او هم ثواب ، هم د اجرائي دفتر رئيس او هم عزت ، پدي شرط چی اساسی قانون ته درناوی و کړي او د قانون حلاف یو قدم هم وانخلی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery