مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په شمالي ولایاتو کی د پښتنو او ګوجرو سره ظلمونه‎

میرویس شینواری


په شمالي ولایتو کندز،تخار او بدخشان کی د پښتنو او ګوجرو عام وژنه روانه ده د هغه ولایتونو-والیان،د ملی اردو او پولیسو قوماندانان،د ملی امنیت ریسان او اربکیان پښتانه او ګوجر په یو او بل نوم وژني،شکنجه کوي یی ،ځوروي یی،پر کورونو ورننوځي او د ښځو په مخ کی یی بی عزتي کوي او د ښځو بی عزتي یی هم کوي او د خپلو کورونو څخه یی ویستلو ته یی اړ کوي چه دا حالت همدا اوس جریان لري خو کرزي او دهغه فاسدو چارواکو پری غوږونه کاڼه کړی او سترګی یی پری ړندی کړیدی. دا څنګه ریس جمهور دی چه په مملکت کی یی خپلو چارواکو داسی حال جوړ کړیدی او دی د خیر په غونډی ناست دی او تماشه کوي صرف خپلی چپن او قره قل ته خوشحاله دي. که چیرته همدا حالت روان وي په افغانستان کی به هم د عراق په شان د داعش ډله پیداشي،په عراق کس د شیعه ګانو د ظلم له کبله چه د اقلیت سنیانو سره یی کاوه داعش پیداشو خو په افغانستان کی او په ځانګړی توګه په شمال کی به د پښتنو او نورو اقلیتونو سره د ظلم او ناروا له امله داسی ډله پیداکیږي چه بیا به یی هیچا ته د حل لار نه وي معلومه.مونږ د پښتنو په ټولو ولایتونو کی اقلیتونه لرو او ټول پښتانه ورته ډیر په عزت ګوري ځکه چه دوی زمونږ وروڼه ملیتونه دي خو په شمال کی د پښتنو سره داسی بد چلن د زغم نه دي.دوه دری ورځي مخکی د همدی ولایتونو څخه یوی سپین سری ښځي د ولسی جرګی د یو وکیل په خوله دا پیغام راستولی وو او د وکیل صاحب څخه یی غوښتنه کړیوه چه د تاویزیون له لاری زمونږ دا د ویر څخه ډک فریاد د بی حسه چارواکو تر غوږو ورسوي او ویلی یی وو د پاک الله ج په خاطر مونږ ددغه ولایاتو کندز،تخار او بدخشان د چارواکو د ظلم څخه خلاص کړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery