مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ټاکنې چا کړکېچنې کړې؟

قاضي محمد حسن حقیار

 
 د افغانستان دولسمشرۍ ددوهم دور ټاکنو داحقیقت نور هم جوت کړ چې په اشغال شوي هېواد کې دموکراسي ،دخپلې خوښې انتخاب ، په ځانګړې توګه دولسمشرټاکنه هسې ځان تېروېستل اوله زاڼو کټوري غوښتل دي ، یرغلګر تل هڅه کوي چې هرچېرې ددوی دخوښې اوددوي دباور وړ کسان واک ته ورسېږي داځکه چې ددوی غوښتنې او ددوی سپارښتنې عملي کړي ،ددوی قومانده ومني ، ددوی ښکېلاکي پروژې تطبیق او له دوی سره مرسته وکړي دابه ډېره خوشباوري یا په بله وینا ساده توب وي چې څوک داومني چې ښکېلاکګر دې چاته اجازه ورکړي چې ځانته پخپله خوښه دخپلوګټوساتندوی ولسمشر اویاپارلمان وټاکي ،زه خو دا منم چې مثلاٌ امریکایانو او ددوی حشرګړودناټوغړیوهیوادونو په افغانستان کې تردرې زرو میلیاردو ډېرډالرولګول او پنځه پنځه نیم زره عسکريې ووژل شول اوبیا دې اجازه ورکړي چې افغانان دې ځانته پخپله خوښه اصیل افغان او دافغانستان او افغانانو دګټو ساتونکی ولسمشر وټاکي،داسې ولسمشر چې نه د امریکایانو هره خبر ومني،نه دې دهغوی ګټې ویتوکړي ،نه يې پرهره روااوناروا سترګې پټې نکړي، بلکې طبعي خبر ده چې داسې څوک غواړې چې دوی ازمویلی وي ، ددوی ګټو ته دخپل هیواد ترګټوډېرژمن او وفاداره وي ،هره خبره يې په ورین تندي ومني اوددوی په اشاره پوه شي .
په افغانستان کې هم ټاکنې ترډېره حده سمبولیکې او نمایشي وې ،امریکایانو غوښتل چې دلته ځان پیاوړی ،بریالی اولاسبری وښیي اونړۍ ته داڅرګنده کړي چې په افغانستان کې ددوی شتون اوهڅو پایله ورکړې ده دادی هرڅه سم دي ، ددوی لخوا افغانانو ته ډالۍ شوي دموکراسي حاکمه ده ، واک په دموکراتیکه بڼه له یومنتخب ولسمشر څخه بل منتحب ولسمشر ته ولېږدول شو .... خو هممهاله يې ترشا نور ې موخې هم لري په بله وینا ،امریکایان غواړي چې په یولاس کې څوهندواڼې ونیسي ،هم نړۍ ته په افغانستان کې امنیتي شرائط ښه او خپل ماموریت بریالی وروښيي ،هم دموکراسي تمثیل او وځلوي ، اوهم دخپلې خوښې کسان او دلاس الې له لاسه ورنکړي .
زه ډاډه یم چې دافغانستان دولسمشرۍ ددوهم دور ټاکنو په بحراني کېدلو اوګمراه کېدلوکې دامریکا لاس یقیني دی .امریکا نه غواړي چې دافغانستان د موجوده سیاست په سطرنج کې یوه دانه هم له لاسه ورکړي ،ځکه چې دواړه اړخونه يې دوستان او دګټوساتندویه دي.
دکړکېچ یواړخ یادتحول اوتداوم دډلې مشر ډاکټراشرف غني احمدزی هغه څوک دی چې دعمرډېره برخه يې په امریکاکې تېره کړې،هملته لوبېدلی ،هملته روزل شوی ،هملته يې دنده اجراکړې، له امریکا يي کاروان سره یوځای دبي ۵۲په زور افغانستان ته راغلی دلته وزیر کړل شو ، له بهرنیانوڅخه افغان دولت ته دمسؤولیت دلېږد پروسه وروسپارل شوه ،دشخصیت جوړونې لپاره يې ټولې کورنۍ اوبهرنۍ رسنۍ په خدمت کې وې ، دامریکایانو لخوا ورته دنړۍ ددوهم متفکرلقب ورکړل شوی،دهمده په وینا، دی به لاټوخېدلی نه وچې خبربه يې په څو کورنیواوبهرنیو رسنیوکې خپورشو،دکابینې کوم غړی چې چېرې سفرکوي نو له اونیو اونیو انتظار وروسته هم الوتکه نشي موندلی خوداڅوکاله شپه اوورځ څوچورلکې دډاکټر غني په خدمت کې وې ،دکمپاین لپاره ورته لسګونه میلیونه ډالرورکړل شول ...
مقابل اړخ خويې دامریکا داحساناتو دومره مرهون دی چې له سیاسي مرګ وروسته ورته همدوی بیا ژوندورکړ،له غارونو اوسمڅويې راووېستل ،نالوستي ،پینچرمینان ،ټوپکسالاران او ملت استفراق کړي يې بېرته دملت پراوږو اوبرخلیک سپاره کړل ،هغوی چې یوبایسکل يې دژوندستره هیله وه نن يې دبي ۵۲ اوبې پيلوټه الوتکو له برکته میلیاردونه ډالر وموندل ،داصلاحاتو اوهمپالنې په نوم دنامتجانسه اچارغړي هغه سست او بې توکله خلک دي چې له کله راهیسې له افغانستان څخه دامریکایانو دوتلو اوازه خپره شوې نوددوی دیوغړي په وینا،اسهال پرې لګېدلی دی او امریکایانو ته زارۍ کوي چې بیايې سیاسي یتیمان نکړي ، ددواړوډلومشران (ډاکټر اشرف غني احمدزی اوډاکټر عبدالله )امریکایانو ته د اډوپه ورکولو او هغوی ته دخدمت په کولوکې له یوبل سره رقابت کوي ،نوڅرګنده ده چې امریکایان یوهم له لاسه نه ورکوي .
امریکا پوهېږي چې دټلوالې دجنګ سالارانوغوندې کرايي ملېشې او داشرف غني غوندې متفکر ، دسپينې ماڼۍ پررازاونیاز اودددوی په اشاره پوه شخص دواړه ورته په دردخوري اوددواړو
 دافغانستان په چاروکې دامریکالاسوهنې اودلته دهغوی نفوذ او زورته په پام سره ډېره سخته ده چې داصلاحاتواوهمپالنې ډله دې دهغوی له خوښې پرته دومره خېزونه ووهي ،دومره دې ټاکنې ، افغانستان ، افغان ولس او دافغانستان سیاست، اقتصاد اوهویت یرغمل کړي .
که له دوی سره دامریکایانوډاډاوخوښه نه وای نوپه یو اخطاريې هرڅه سمولی شول . دالاکومه خبر ده چې بایللی اړخ دې نه دحکومت خبره مني ، نه دټاکنو دکمیسیون ، نه دملګروملتونو داستازو، نه دنړیوالو څارونکیو، نه دکورنیواوبهرنیومدني ټولنو.
رايې دې هم دهمدوي په غوښتنه دهمدې سازمانونو اوکمیسیونونو لخوا څوځله وشمېرل شي ، همدوی دې ددې سازمانونو دمداخلې غوښتنه هم وکړي او بیا دې يې پرېکړه هم نه مني.
جوته خبر ده چې دوی امریکایانو پرشاډبولي دي ،هم دوی ورته مشورې ورکوي او هم دوی ورته بریدونه ټاکي ،داټول ددې لپاره چې په واک او حکومت کې غوښنه برخه ورکړي . عجیبه نه ده چې دټاکنو دواړه خواوې ــ دټاکنودکمیسیون په ویناــ داتومیلیونو افغانانو پرېکړه او تصمیم نه مني خو دجانکیري امر او حکم بې له کوم ولې اوڅرنګه مني داځکه چې دډرامې اوسناریوشاته هم دوی دي.
که داخبراو دجان کیری امر نه وای نو اشرف غني احمدزی خوډاډه دی چې ټاکنې يې ګټلي دي نوبیا ولې حریف اومقابل اړخ ته دنیم حکومت په ورکولو راضي شو؟ ولې يې پرته له دې چې دخپلې ډلې له مشرتابه پلاوي سره مشوره او تفاهم وکړي دجان کیري په غوښتنه ددوی په وینا،دملي یووالي دحکومت طرحه لاسلیک کړه ؟.
یا عبدالله خودعوه کوي چې دټاکنو ګټونکی دی دی نوبیا ولې له اشرف غني څخه واک ، په حکومت کې ګډون اواجرایه رییس ته واکونه غواړي.
خبره ښکاره ده چې تصمیم ددوی په واک کې ندی ،بلکې اصل تصمیم ددنیا په بل کونج یا بله وچه ــ امریکاــ کې نیول کېږي .
نه انتخاباتو ته اهمیت ورکول شو، نه ولس ته ، نه دولس ګټو اونه هم دافغانستان حیثیت ته خو دجان کیری پرېکړه قطعي نص ومنل شو،استدلال پرهماغې کېږي ، حجت هماغه نیول کېږي ، اساسي قانون هماغه شو.
که امریکا غوښتي وای نوملامت اړخ يې یوه ورځ هم تشنج ته نه پرېښوداونه به خبره اوږدېده خو امریکا بهر ته دموکراسۍ تمثیل او فیګور وکړ او دننه يې خپل دواړه پلویان په حکومت کې شریک کړل .
زماباور دی چې داستونزه به ډېرژر حل شي ، ولسمشر به اشرف غني وي خوترکرزي ډېر بېواکه ،نظام به دداسې اچار بڼه خپلوي چې نه به پرې دملي وحدت اطلاق کېږي ، نه به دائتلاف ،نه دسهامي شرکت ... داصلاحاتواوهمپالنې وزیران او اجرایه رییس به دولسمشر اطاعت نه کوي اوخپلې څوکۍ به دامریکا دامراوحکم محصول بولي . جنګ به دوام مومي ،اوسونګ توکي به يې ترډېره حده پښتانه او دغریب اولاد وي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery