مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د مالیې وزارت: د روان کال تر پایه د مامورینو معاش ورکولی شو

احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د مالیي وزارت د افغانستان د مالي ستونزو په اړه د واشنګټن پسټ ورځپاڼې وروستی راپور رد کړ. واشنګټن پست ویلي چې د افغانستان د مالیې وزارت به د بودجې د کمښت له امله د افغان دولت د مامورینو د سپټمبر د میاشتې معاش هم په ډېره سختۍ برابرې کړې. خو د مالیې وزارت ډاډ ورکوي چې د روان کال ترپایه پورې د ټولو کارکوونکو تنخواګانې ورکولی شي او په راتلونکې کې یې هم د ستونزې اواری ته تدابیر نیولي دي. کارپوهان وایي که د لګښتونو او عوایدو ترمنځ انډول موجود وای، د مالیې وزارت به له دغو ستونزو سره نه و مخ شوی. د ماليې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني وايي له یو لړمالي ستونزو سره مخ دي؛ خو دا ستونزې موقتي دي او په لږه موده کې به اوارې شي. ده ویلي:« موږ په ډاډ سره ویلی شو، چې د روان کال ترپاې پورې د معاشونو په برخه کې کومه ستونزه نه وینو اوراتلونکې کال کې هم منابع لرو او دا ستونزې به حل شي او هغه څه چې واشنګټن پست لیکلي، حقیقت نه لري.» ښاغلي جیلاني وویل، د روانې ستونزې د حل لپاره یي له نړېوالې ټولنې پنځه سوه اوه دیرش میلیونه ډالره غوښتي او تر یوې میاشتې پورې به افغانستان ته ورکړل شي. د دې ترڅنګ جیلاني خبرداری ورکوي چې، که د انتخاباتو لانجه نوره هم اوږده شي، د حکومت د کارکوونکو پرتنخواګانو به منفي اثر وکړي. په دې وروستیو کې د واشنګټن ورځپاڼې د مالیې وزارت د یوه چارواکي له قوله لیکلي چې، د افغانستان د مالیې وزارت له مالي ستونزو سره مخ شوی دی. واشنګټن پسټ د مالیې وزارت د خزاینو د ريیس محمداقا د معلوماتو په اساس ویلي چې د مالیې وزارت د سپتمبرپه میاشت کې د پنځه لکو کارکوونکو تنخواګانې په سختی سره برابرې کړي دي. ورځپاڼې دا هم لیکلي چې افغان حکومت د مالي بحران حساسې مرحلې ته رسیدلی دی. په عین وخت کې د اقتصادي چارو ځیني پوهان، افغان حکومت تورنوي چې د عوایدو منابعو ته یې لازمه پاملرنه نه ده کړې. د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر وايي: « د عوایدو او مصارفاتو ترمنځ باید یو انډول رامنځته شي، دلته که عواید کمېدل خو تجملي مصارف ورسره نه کمېدل، د بودجې کسر باید د همدې لارې له منځه یوړل شي. اوسني حکومت اعتبار بایللی، عمر یي هم پای ته رسیدلی، له راتلونکي حکومته هیله کوو چې د قانون سره اقتصادي چارو ته ډیره پاملرنه وکړي.» د ماليي وزارت په مالي برخه کې د روانو ستونزوعمده لامل انتخاباتي ستونزې ګڼي او وایي چې دغو ستونزو د هېواد پنځه ویشت فیصده عواید کم کړي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery