مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ټاکنیز کړکېچ په ننګرهار کې سوداګري ۶۰ سلنه زیانمنه کړې

احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
په ننګرهار کې سوداګر او د سوداګرۍ خونه وايي چې ټاکنيزې لانجې د دوى پر سوداګرۍ ٦٠ سلنه منفي اغېزه کړې ده . دوى وايي چې په هېواد کې د ټاکنيزې لانجې اوږدېدل د دوى پر سوداګرۍ نېغ په نېغه منفي اغېزه لري او دوى يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د ننګرهار د سوداګرۍ خوني رييس او د علي بابا شرکت مشر حاجي عتيق وايي تر دې مهاله د دوى پر سوداګرۍ ټاکنيزې لانجې ٦٠ سلنه منفي اغېزه کړی او يو شمېر سوداګرو زيانونه هم ليدلي دي. د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي ویلي: « افغانستان يو داسې هېواد دى چې ټول توليدات يې له بهره راځي، اوس هم سوداګر چې په بهر کې يې مالونه شته دي افغانستان ته يې نه راوړي، ځکه سوداګر ويريږي.» د ده په خبره په خاص ډول ننګرهار او په کل کې په ټول هېواد کې هغه زېرمې چې سوداګرو له بهرنيو هېوادونو څخه په واردو شويو توکو ډک کړې وې، اوس ختم شوي او سوداګر نور په دې خاطر مالونه نه راوړي چې سرمايه يې ضايع نه شي. ده پر دواړو نوماندانو غږ وکړ، چې که په خپل منځ کې هر ډول سياسي جوړ جاړى کوي، ودې کړي خو نور دې ياده ستونزه نه اوږدوي او که چېرې لانجه اوږده شي نو هېواد به له يو لوى اقتصادي بحران سره هم مخ شي. ده زياته کړه: « په ټولې نړۍ کې چې پرمختګ رامنځته کيږي، په صادراتو رامنځته کيږي نه په وارداتو، موږ ډېر کم توليدات لرو او اوس د دغو توليداتو د صادراتو په برخه کې هم مشکلات پېدا شوي دي.» په ننګرهار کې مېشت يو بل سوداګر ډاکټر مخلص هم ورته خبره کوي او وايي چې ټاکنيزې لانجې د دوى پر سوداګرۍ منفي اغېزه کړې ده. نوموړى وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې د دوى د سوداګرۍ بازار را سوړ شوى او دوى نور سوداګرۍ ته په دې خاطر زړه نه ښه کوي، چې د هېواد پر حالاتو مطمين نه دي. ډاکتر مخلص وويل: « موږ چې اوسنۍ وضع ګورو نو خداى مه کړه چې هېواد يوځل بيا د جګړې پر مرکز ونه ګرځي، نو سوداګر مجبور دي چې خپله سوداګري راکمزورې کړي.» دى وايي په دې وروستيو کې يو شمېر فابريکې هم فعاله شوي، خو د ټاکنيزې لانجې د اوږدېدو له امله د فابريکو چارې هم ټکنۍ شوې دي. د حاجي منصور په نامه يوه بل سوداګر هم وايي چې ټاکنيزې لانجې يې پر سوداګرۍ ډېرې بدې اغيزې کړي او نور بايد نوماندان افغان ولس ته زيان ونه رسوي. نوموړى وايي که څه هم ياد دواړه نوماندان په معنوي لحاظ دافغان ولس رايو ته زيان رسوي، ورسره په خوا کې ياد ولس ته ستر اقتصادي زيانونه هم ور اړوي او نور دې له دې چارو تېر شي. ده زياته کړه:« بيې لوړې شوي، زموږ سوداګري له نيمايي زياته راکمه شوې، د هېواد امنيتي وضعيت په بد حال دى، اخر تر کومه.» دى د ولسمشرۍ پر دواړو نوماندانو غږ کوي چې نور دې له لانجو تېر شي او سياسي جوړ جاړي ته دې ورسيږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery