مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د فراه ولايتي شورا چارې درېدلې

احمدفیصل
د ټاکنو د پايلو د څو مياشتني ځنډ له امله د فراه ولايتي شورا ډېر غړي شورا ته نه ځي او له امله يې د دې شورا نږدې ټولې چارې په ټپه درېدلې دي. د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ولسمشرۍ له لومړي پړاو ټاکنو سره يو ځاى د وري په ١٦مه ترسره شوې خو په ټاکنو کې د درغليو د دعوو له امله د ولسمشرۍ ټاکنې له بن بست سره مخ او د دې لامل شوې چې تر اوسه د دواړو ټاکنو وروستۍ پايلې نه دې اعلان شوې. ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې نن او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې په نږدې راتلونکو ورځو کې اعلان شي. د فراه د ولايتي شورا مرستيال عبدالحميد حميد وويل چې د ټاکنو د پايلو ځنډ د ولايتي شورا د کانديدانو او ځينو غړو د بې برخليکۍ لامل شوې دي. د هغه په وينا، د فراه ولايتي شورا له نهوغړو چې دوې يې ښځې دي، يواځې دوه يا درې وکيلان شورا ته ځي او نور غيرحاضر دي. ده زياته کړه: "د شورا وروستۍ پايلې نه دې معلومې، په همدې خاطر هغه پخواني وکيلان چې د ټاکنو په لومړيو پايلو کې بريالي نه دي اعلان، ځانونه ناکام بولي او شورا ته نه راځي او وروستۍ پايلې اعلان نه دي، چې نوي وکيلان معلوم شي." د حميد په وينا، اوس د شورا له غړو دى ، عبدالستار رحيمي او ځينې ورځې شهلا ابوبکر خپلې دندې ته حاضرېږي او دغه درې واړه د ټاکنو په لومړنيو پايلو کې بريالي اعلان شوي دي. د ده په وينا، د دې شورا پاتې شپږ غړي چې د لومړنيو پايلو له مخې بريالي نه دي اعلان شوي، شورا ته نه ورځي. د فراه ولايتي شورا ته د پنځو ښځو په ګډون دېرشو تنو ځانونه کانديد کړي وو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery