دخپریدو نیټه : 2014-09-21 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ډاکتر اشرف غني احمدزی د افغانستان نوی ولسمشر شو
سید سلام
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له اعلان سره سم ډاکتر اشرف غني احمدزی د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو وروستۍ پایلې له یوه اوږده ځنډه وروسته نن اعلان شوې. دټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ډاکتر یوسف نورستاني نن د یوه خبرې کنفرانس په ترڅ کې ډاکتر اشرف غني احمدزی د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړ.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایو سلنه ونه ښوده خو د پژواک اژانس له لوري ترلاسه شوي کره معلومات څرګندوي چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو د رايو د بياڅېړنې په پايله کې اشرف غني احمدزى د ۵۵،۲۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بريالى نوماند دى او عبدالله عبدالله د ۴۴،۷۳رايو په خپلولو او د ۱۰،۴۳ سلنې په توپير دويمې رايې اخيستې دي.د دغو معلوماتو له مخې چې د ټاکنو په کمېسيون کې د يوې موثقې سرچينې له لوري ورکړل شوي، د ټولو رايو له ډلې ټولټال ٧١٢٠٥٨٥ رايې معتبرې پېژندل شوې دي.له دې منځه اشرف غني احمدزي، ٣٩٣٥٥٦٧ رايې او ډاکټر عبدالله ٣١٨٥٠١٨ رايې خپلې کړې چې ٧٥٠٥٤٩ رايې د دواړو تر منځ توپير څرګندوي.د ټاکنو کمیسیون له اعلان سره سم عبداالله عبدالله د ملي حکومت د اجرایوي ریس په توګه اعلان شو.