مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د اساسی قانون لاسونه اوپښی خو یی مات کړل!


ډاکټر صاحب اشرف غنی د ملی وحدت پر نوم باندی د جوړ شوی حکومت پر بنسټ تر اوسه ټول قانون ندی مات کړی، خو د قانون لاسونه او پښی یی مات کړل.کله که لویه جرګه راوغوښتل شی او اجرایوی ریاست پر صدارت واړوی نو د افغانستان اساسی قانون به په مکمله توګه مات شی.خو داسی تمه نه کیږی چی د ډاکټر صاحب اشرف غنی او عبدالله تر منځ به جکومت تر لوی جرګی ورسیږی.
وایی ابۍ مړه شوه تبه یی پری شوه معلومیږی چی ډاکټرانو صاحبانو (اشرف غنی او عبدالله) د ملی وحدت په نوم باندی د حکومت د جوړولو پر سر وروسته له نږدی نیم کا له موافقه وکړه. دا پداسی حال کی ده چی د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو له لومړۍ دور څخه تر اوسه پوری د افغانستان شتمنۍ ته نه جبران کیدونکی زیان واوښت او اخیر هم په یوه داسی حکومت باندی جوړجاړۍ وشو چی دنړۍ د سیاست په تاریخ کی یی تر اوسه پوری ساری ندی لیدل شوی او نه به ولیدل شی.یو هیواد دوه ولسمشران. زما په اند به دا نوی د ډاکټرانو حکومت د کرزی له حکومت څخه هم ضعیف او بی کفایته وی، دا ځکه چی کرزی خو چا ته سند نه وو ورکړی ، ولی ډاکټر صاحب اشرف غنی خو سم سند ورکړ او هر څوک به په خپل سر وی، فساد، ژبه، سمت ،مذهب او تنظثم به معیار وی اهل کار باور وکړی چی څوک یی د خیرک ادی هم ونه بولی. دوعا به کوو چی الله د خیر کړی خو ډیر دوام یی راته مشکل ښکاری چی نوموړی حکومت به وړاندی ولاړ شی.
بله مهمه خبره ( اشرف غنی او عبدالله په خپله موافقتنامه کی ژمنه کړی چی د موافقتنامی پر سر اختلاف به خارجیان تفسیروی) دا چی ډاکتر صاحبانو بیا د موافقتنامی څخه د سرغړونی د تفسیر واک خارجیانو ته ورکړی دی پر نوی حکومت د ضعیفی بل لوی عامل او پدی سره به خارجیانو ته د مداخلی او لاس وهنی ښه شرایط برابر وی هغوی به هر وخت د خپل ځان په ګټه نه د افغانستان د ملی ګټو پخاطر پریکړی وکړی یا په بل عبارت خارجیان به د موافقتنامی په سر اختلاف د ځان په ګټه تفسیروی. پاتی د نه وی چی په ځانګړی ډول امریکایان چی کومی مخی او هدفونه لری دا یوازی او یوازی د افغانانو د بی اتفاقی په صورت کی تر لاسه کولای شی، نو ځکه یی په موافقت نامه کی همدغه ماده ځای پر ځای کړی ده.پدی سره نه یوازی د افغانستان حقوقی نهادونه تر پوښتنی لاندی راځی بلکی د امریکا مخی او هدفونه چی په افغانستان او سیمه کی یی لری په اسانی سره د ملی وحدت تر نوم لاندی د حکومت په مټو پر مخ یوسی، چی په نتجه کی به بیا هم افغان خاوره د جګړی ډګر وی.
زما په اند به د ډاکټر صاحب اشرف غنی او عبدالله تر منځ دا نوی حکومت چی د ملی وحدت په نوم به منځ ته راشی ګرانه وی چی پر مخ ولاړ شی. دا ځکه چی د عبدالله شاوخوا داسی اشخاص او افراد راټول شوی دی چی د هغوی اصلاح کول به د اشرف غنی لپار ډیر مشکل وی دا ځکه ډاکټر اشرف غنی په یوه اکاډومیک محیط کی روزل شوی دی قانون ماتونه، رشوت او په دنده کی بی غوری به ورته سخته وی چی قبوله یی کړی. بل خوا عبدالله او ملګری یی تازه د جګړی له ډګر څخه د تش په نوم د سیاستوالو په بڼه میدان ته راوتلی او تراوسه یی قانون ټوپک، انرشی ، چور، غله قتل او پر ملی او شخصی شمنیو خیټه اچول وو او دی. همدارنګه عبدالله او ډلی یی تر اوسه پوری د غنیمت، چور او دامریکا څخه د نغددو ډالرو اخیستل د همدغه ټیم اکثرآ غړی شتمن کړی دی یا په بله وینا عبدالله او ډلی یی په نامشروع ډول شتمنۍ پیدا کړی دی او عواړی به چی خپله شتمنی نه یوازی وساتی بلکی لا نوره یی ډیره کړی خو که قانون وی باید سوال او ځواب وی نو عبدالله او ډله به یی څنګه قانون ته سر ټیټ کړی؟ نو ایا دغه دوه متضادی خواوی سره یو ځای او د یو ټیم په صفت کار کولای شی ؟ نه هیڅ کله نه. نو ویلی شو چی د دواړو مشرانو تر منځ به هر وحت او هره لحظه ټکر پیدا کیږی. خلاصه یی دا چی دا به د بوزکشۍ لوبه وی چی د اشرف غنی او عبدالله تر منځ به شروع شی.
نو موږ د ډاکټر صاحب اشرف غنی او عبدالله تر منځ د ملی وحدت تر عنوان لاندی حکومت باندی ډیر باوری نه یو چی عمر به یی زیات وی. کیدلای شی چی ډیر ژر ړنګ شی. که بیا هم نوموړی حکومت دوام کوی، نو د ولس لپاره به ښی پیلی ونه لری او هغه دا چی غریبان به لا نیستمن شی، ځکه ناوشروع شتمن به شته له کومه پر لاس راوړی. همدارنګه به په هیواد کی د پردیو ګټه جګړه روانه وی او مظلوم افغانان به پکشی ږژل کیږی.
اوس باید موږ انتظار وباسو چی دا دبسکشۍ(بوزکشۍ) لوبه چی ډاکټر اشرف غنی د عبدالله سره د لوبی ډګر ته راووتل څومره دوام کوی؟ لکه چی وړاندی هم یادونه وشوه دا به ګرانه وی چی دا لوبه به تر پای پوری دوام وکړی.
دوهم تر هغه چی دا لوبه پای ته رسیږی افغان ولس به په لوبه کی د بسکشۍ د خوسی حیثیت یا رول ولری او د نوموړیو دوو ریس جمهورانو لخوا به شوک با شوک یا بارچه پار چه شی. نو موږ به دا سوال کوو چی دا لوبه د خدای پاک ژر تر ژره پای ته ورسوی چی افغان ولس د بوزکشۍ د خوسی له رول څخه خلاص شی.
په اخر کی به افغان ولس ته زما پیغام دا وی چی هوډ له لاسه ورنکړی تر څو د جګړه مارانو ، غلو، رشوتخوانو او په پردیو خرڅ شویو هیواد او ولس خخلاص کړو.
د یوه اباد او سرلوړی افغانستان په هیله!
مننه
 ډاکټر ګل مرجان منګل
 ۲۰۱۴/سیبتمبر/۲۰

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery