مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا، ملګروملتونو، او ناټو د ملي وحدت د حکومت جوړېدو هرکلی وکړ

احمدفیصل
ملګرو ملتونو، د ناټو سازمان، پاکستان، د امريکا د بهرنيو چارو وزير، په کابل کې د امريکا او برېتانيا سفيرانو په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت د جوړېدو هرکلى وکړ. د غبرګولي په ٢٤مه د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې ترسره شوې، خو په ټاکنو کې د درغليو د دعوو له امله له بُن بست سره مخ شوې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر (يوناما) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت له جوړېدو څخه هرکلى کوي. سرچينې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي يان کوبيش له قوله ويلي:« په تېرو څو مياشتو کې په افغانستان کې بى باوريو په امنيتي او اقتصادي برخو بدې اغېزې کړې وې، خو اوس هغه وخت رسېدلى، چې د ملي يووالي حکومت د جوړېدو هوکړه ليک پلى شي.» په خبرپاڼه کې، ملګرو ملتونو د افغانستان راتلونکي حکومت ته د مرستې ډاډ هم ورکړى دى. د ناټو سازمان هم د دې پرېکړې هرکلى کړى دى. د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن په يوه بيانيه کې ويلي چې له ګڼ شمېر ننګونو سره سره، دغو کانديدانو وکولى شول يوې پرېکړې ته ورسېږي چې دا د افغانستان د راتلونکي لپاره ګټور دى. نوموړي دواړه کانديدان هڅولي چې د مهمو سياسي چارواکو په توګه خپلو سياسي همکاريو ته ادامه ورکړي. ده هيله څرګنده کړې چې له دغه تړون سره به په دغه هېواد کې ټاکنيزه پروسه هم په ښه توګه بشپړه شي او نوى حکومت به له ناټو او امريکا سره امنيتي تړونونه لاسليک کړي. د راسموسن په وينا، پر دغو تړونونو لاسليک کول د افغانستان د راتلونکي او ثبات لپاره ډېر اړين دي. دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې پاکستان په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت له جوړېدو څخه هرکلى کوي. په خبرپاڼه کې ويل شوي، پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې امنيت تامين، يووالى ټينګ او سوله رامنځ ته شي. دغه راز په دې اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هم يوه خبرپاڼه خپره کړې ده. په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ کانديدانو خپلو خلکو ته د احترام او د سياسي واک د سوله ييز لېږد په موخه د ملي يووالي حکومت پر جوړېدو هوکړه وکړه. سرچينې زياته کړې، ټاکنې د کار پاى نه، بلکې د کار پيل دى او د افغانستان خلک بايد ډېر زيار وباسي څو د ټاکنو په پروسه کې ښېګڼې رامنځ ته کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، د نوي ولسمشر د لوړې مراسم، د اجرايي رييس ګومارل او د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون لاسليک به له افغانستان سره د ناټو او امريکا د نوو مرستو دروازه پرانيزي. دغه په راز په کابل کې د امريکا سفير جيمز کننګهم هم پر دغه تړون خوښي څرګنده کړې ده. په ياده خبرپاڼه کې د امريکا د سفير له خولې ويل شوي چې دواړو کانديدانو د سياسي چارواکو په توګه په حقيقي توګه خپله وړتيا وښوده او تر دې وروسته به دواړه د سياسي مقابلې پر ځاى ګډې همکارۍ ته ادامه ورکوي. په کابل کې د برېتانيا سفير هم د ملي يووالي حکومت د جوړېدو هرکلى کړى دى. د دغه سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي يووالي حکومت د سياسي واک د سوله ييز لېږد لپاره زمينه برابروي او په دې برخه کې برېتانيا له افغانستان سره همکاري کوي. سرچينې د برېتانيا له لوري له افغانستان سره د دغه هېواد پر مرستو ټينګار کړى او ويل شوي چې برېتانيا غواړي د افغانستان له راتلونکي حکومت سره همکاري وکړي څو د افغانستان خلک د سولې په فضا کې ژوند وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery