مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د هسکې مېنې کلینیکونه درمل نه لري

احمدفیصل
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې روغتيايي کلينيکونه هېڅ درمل نه لري او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. دوى زياتوي، ډېرى مهال روغتيايي کلينيکونه د لومړنۍ مرستې لپاره هم درمل نه لري او ولايتي اداره يې هېڅ غم نه خوري. د هسکې مېنې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدعمر غورځنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په کلينيک کې درمل نه شته. نوموړى وايي چې څو ورځې وړاندې ياد کلينيک ته له ناروغ سره تللى و چې له معاينې وروسته ورته ډاکترانو ويل چې درمل په بازار کې واخلي. ده زياته کړه:« ډاکترانو ويل چې له خپلو معاشونو يې هر يوه زر زر افغانۍ سره جمع کړې او د لومړنيو مرستو لپاره يې پرې درمل واخيستل.» د غورځنګ په وينا، مخکې به ډاکترانو ورته يوه بهانه کوله چې د وسله والو له وېرې درمل نه شي راوړى، ځکه دوى ته په لاره کې اجازه نه ورکوي. د هسکې مېنې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى حاجي اسحاق هم ورته خبره کوي او وايي چې په ياده ولسوالۍ کې کلينيکونه شته خو نه يې ډاکتران ماهر دي او نه هم درمل لري. دى وايي: «مخکې خو نا امني وه، موږ هم ګيله نه کوله خو اوس له ولايتي ادارې غواړو چې دلته درمل راولېږي، با تجربه ډاکتران راولېږي څو روغتيايي ستونزې راکمې شي.» د ده په وينا د کلينيکونو ډاکتران کله نا کله پر خپلو پيسو د لومړنيو مرستو لپاره درمل اخلي. د هسکې مېنې ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک يوه ډاکتر د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې دوى درمل نه لري. نوموړى وايي: « زموږ مسووليت همدومره دى چې ناروغ وګورو او تشخيص يې کړو، دا چې درمل نه راوړل کېږي دا نو د مرکز کار دى.» د يادې ولسوالۍ د شپولې په روغتيايي کلينيک کې يوه ناروغه مېرمن هم ګيله کوي چې د درملنې په موخه کلينيک ته راځي خو تر اوسه ورته درمل نه دي ورکړل شوي. نوموړې وايي چې دوى ته يوازې ډاکتر پارچه وليکي او د هماغې له مخې بيا په بازار کې درمل اخلي. هغې زياته کړه: « کله ناکله خو ډاکتران هم نه وي، موږ خو غريب خلک يو بازار ته مو کله وس کېږي، بايد دولت دا مشکل حل کړي.» د هسکې مېنې ولسوال حاجي محمد حسن هم پژواک اژانس ته تاييد کړه چې د يادې ولسوالۍ په روغتيايي کلينيکونو کې ډېرى وخت درمل کم وي. دى وايي چې ياده ستونزه يې مخکې هم شريکه کړې او يو ځل بيا د ننګرهار پر عامې روغتيا رياست غږ کوي چې د يادې ولسوالۍ د روغتيايي کلينيکونو په پياوړتيا کې دې له دوى سره مرسته وکړي. ده زياته کړه: «داسې هم نه ده چې درمل بېخي نشته، خو ډېرى وخت موږ د درملو له کمښت سره مخ کېږو او دا چاره تکرارېږي.» بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب کامه وال پژواک اژانس ته د هسکې مېنې ولسوالۍ د اوسېدونکو او چارواکو ادعاوې رد کړې او زياته يې کړه چې دوى په هرو دوو مياشتو کې يو ځل ټولو ولسواليو ته چې ١٢٠ صحي مرکزونه په کې موجود دي اکمالات کوي. ده زياته کړه: «دا چې کوم ډاکتر په شخصي پيسو دوا اخيستې زه کاملاً ردوم، کېداى شي کوم شخصي مريض ته يې اخيستې وي.» د نوموړي په وينا چې دوى ټولو خلکو ته وړيا درمل ورکوي او ځيني وختونه کېداى شي چې دوا له دوى سره نه وي موجوده نو مريض اړ کېږي چې له بازاره يې واخلي. ډاکتر نجيب وايي: « زموږ درمل دومره ډېر نه وي چې ټولو ته ورسي، هغه ناروغان چې بستر وي موږ هغوى ته ټول درمل ورکوو او کوم چې له بهره راځي نو که کوم قلم درمل کم وي له بازاره يې اخلي.» دى وايي چې د دوى د ارزونې او څارنې څانګې په فعاليت بوختې دي او د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې شتو صحي مراکزو ته درمل رسول کېږي او دوى ترې بېرته څارنه هم کوي. ياده دې وي، د ننګرهار د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي ډېرى وخت په صحي مراکزو کې د درملو له نه شتونه سر ټکوي او وايي چې دوى ته په کلينيکونو کې درمل نه ورکول کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery