مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سناتورانو د کاندیدانو ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ

احمدفیصل
د مشرانو جرګې ځينو غړو د کانديدانو تر منځ د ملي يووالي پر حکومت له هوکړې هر کلى وکړ او هيله يې وښوده چې دغه حکومت په هېواد کې روانو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي. د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې، خو په ټاکنو کې د درغليو د دعوو له امله له بن بست سره مخ شوې او په پاى کې نن دواړه کانديدان (اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله) د ملي يووالي پر حکومت سره سلا شول او هوکړه يې لاسليک کړه. په مشرانو جرګه کې د هرات استازي احمد جاوېد رووف پرون د دې جرګې په غونډه کې وويل چې د ملي يووالي حکومت جوړول د افغانستان د ډېرو خلکو هيله وه. د هغه په اند، د دغه حکومت په جوړېدو سره به په هېواد کې يووالى ټينګ شي او امنيتي او اقتصادي ستونزې په تر ډېره حل شي. په ياده جرګه کې د خوست استازې انارکلي هنريار هيله وښوده چې د ملي يووالي حکومت وکولاى شي ډېر ژر په هېواد کې امنيت ټينګ شي او سوله تامين کړي، ځکه چې امنيت او سوله د افغانستان د خلکو له لومړيتوبونو څخه دي. هغې زياته کړه: « د ملي يووالي حکومت بايد د خپل نوم په څېر په هېواد کې ملي يووالى رامنځته کړي.» هنريار وايي چې راتلونکی حکومت بايد د تېرو شاوخوا ١٣ کلونو لاسته راوړنې وساتي او د هغو ستونزو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي چې په دې څه باندې يوه لسيزې کې يې په هېواد کې شتون درلود. په ياده جرګه کې د تخار استازي محمديونس تخاري پر دې باور دى چې د ملي يووالي حکومت کولاى شي په هېواد کې روان ناورين ته د پاې ټکى کېږدي. هغه زياته کړه:« زه باور لرم چې د دغه حکومت په جوړېدو سره به نور په هېواد کې ستونزې دومره ډېرې نه وي.» د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل چې د هېواد سياسي او جهادي مشرانو د دواړو کانديدانو تر منځ د ملي يووالي حکومت په جوړولو کې رغنده رول لوبولى دى. ده وويل، د مشرانو جرګې د رييس په توګه له دواړو کانديدانو هيله لري چې د ملي يووالي حکومت تر جوړېدو وروسته په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery