مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د سلفرو یو شمېر کانونه د وسله والو په ولکه کې دي

احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د پژواک اژانس موندنې ښي چې په هېواد کې د سلفر یو شمېر کانونه په نا امنه سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې دي. سلفر هغه کیمیاوي ماده ده، چې په چاودېدونکو توکو کې ترې کار اخیستل کېږي. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي په بدخشان، جوزجان، سمنګان، بامیان او د بلخ د البرز غره په اوږدو کې، د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ او د پروان د لولنج په دره کې د سلفرو د کانونو نښې لیدل شوې دي. د کانونو وزارت ویاند محمد رفیع صدیقي وايي چې تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ډول اقدام نه دی شوی او زېرمې یې نه دي تثبیت شوي. نوموړي زیاته کړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت په پالیسۍ کې د شوې ډلبندۍ له مخې، سلفر په درېیمه درجه کانونو کې قرار لري، چې تر ټولو کوچني کانونه بلل شوي دي. ده وویل: « د کانونو په برخه کې زموږ لومړیتوبونه د ستراتېژۍ او پالیسۍ له مخې ټاکل شوې دي، چې لوی، منځني او کوچني کانونه په برکې نیسي، په همدې اساس د سلفرو زېرمې تر اوسه نه دي سنجول شوې.» د صدیقي په وینا، د سلفرو د کانونو د تثبیت په اړه لومړني کارونه پیل شوي او یو شمېر شرکتونو د هغه استخراج ته لېوالتیا ښودلې، خو تر اوسه دا مسله نهايي شوې نه ده. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، چې په افغانستان کې د سلفرو زېرمې کولای شي، ددغه هېواد اړتیا پوره کړي او ان بهر ته هم صادرېدای شي. د بامیانو ولایت د کانونو رییس انجنیر لعلي وايي: «په دې اړه په بامیانو کې زموږ مطالعات ښيي، چې د سیغان ولسوالۍ په یخشي ګنبد او په یکاولنګ ولسوالۍ کې د سلفرو کانونه شتون لري.» لعلي زیاته کړه، چې په یادو سیمو کې امنیت ټینګ دی او کومه ستونزه نه شته. د سمنګانو ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې، د سلفرو کان د دغه ولایت په «ګوګرد» سیمه کې، چې د اېبک ښار جنوب لوېدیځ ته په ۱۵ کیلو مترۍ کې پرته ده، شتون لري. دغه راز د جوزجان ولایت د کانونو ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې خالص سلفر نه شته بلکې دغه ماده له ګازو سره ګډه شوې او له ګازو سره یو ځای استخراجېږي. د بدخشان د کانونو ریاست معلومات هم په ډاګه کوي چې د یاد ولایت په کران منجان، زېباک، اشکاشم او د یفتل پایین په لاندې برخو کې د سلفر کانونو نښې موندل شوې دي، خو اندازه یې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې. که څه هم د بدخشان امنیتي چارواکي په یادو سیمو کې د امنیت ډاډ ورکوي، خو یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته ویلي، چې د کران او منجان ولسوالۍ هغه سیمې چې کانونه لري، د وسلوالو مخالفینو په ولکه کې دي. په همدې حال کې د بلخ ولایت د کانونو رییس انجینیر داد محمد ځاځی وايي چې په دې ولایت کې یوازې د البرز غرونو په لمنو او په چمتال ولسوالۍ کې د سلفرو کانونه تثبیت شوي دي. د پژواک اژانس د معلوماتو له مخې دغه سیمې نا امنه او د وسلوالو په ولکه کې دي. په ننګرهار ولایت کې د سلفرو کان د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ په شمشپور سیمه کې موقعیت لري چې د کانونو د رییس په وینا د نا امنۍ له امله یې کچه تر اوسه نه ده معلومه شوې. طالبانو په خپله رسمي وېبپاڼه کې د تشکیلاتو د معرفي په برخه کې ویلي چې دوی د کانونو په نوم یوه اداره هم لري او د کانونو هغه سیمې چې د دوی تر ولکې دي، هلته د غیر قانوني او غیر مسلکي کیندنو مخنیوی کوي. وروسته ویل شوي، د کانونو هغه سیمې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي، په مسلکي ډول استخراجېږي او یا هم په قرارداد ورکړل شوي چې دا د طالبانو لپاره یوه ښه عایداتي سرچینه ده. خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې دغه وزارت د کانونو په ځانګړې توګه د سلفرو کانونو د امنیت لپاره پوره چمتو والی لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery