مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پاکستاني پولیس له افغان چلوونکو غیرې قانوني پیسې اخلي

احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
افغان سوداګر او چلوونکي وايي د پاکستاني پولیسو له لوري د بډو اخیستو له کبله تر پزې راغلي دي. دوی چې تازه مېوې د پاکستان کراچۍ او واګې بندر ته لېږدوي ادعا کوي چې د پاکستان پر لارو د پولیسو نږدې هره پوسته له دوی څخه رشوت اخلي. طلوع نیوز ته رسېدلي تصویرونه ښيي چې د پاکستان پولیس د افغان سوداګرو له موټرو پیسې اخلي او کوم موټر چې د پیسو له ورکړې انکار ورکړي په ورځو ورځو درول کېږي. پاکستان ته مېوې لېږدونکو موټرو چلونکي پاکستاني پولیسو ته د بډو ورکړې ته چمتو دي او هڅه کوي هغوی ته لږ رشوت ورکړ؛ خو په ډېری مواردو کې پولیس لږ پیسې نه مني او هڅه کوي ډېرې پیسې ترلاسه کړي. د جان اغا په نوم یو چلوونکی وايي: « موږ له تورخم څخه تر دې ځایه پنځه ویشت زره کلدارې ورکوو او څو ساعته مو دروي هم. تاسې فکر وکړئ که موږ انګور بار کړي وي، په دومره وخت کې له منځه ځي.» د ابراهیم په نوم یوه بل چلوونکي ویلي: « ډېرې پیسې ورکوو؛ خو پر دې سربېره مو هم څو ساعته دروي. تر څو چې د تګ اجازه ترلاسه کوو پولیس، ترافیک او هر څوک له موږ څخه پیسې اخلي.» افغان سوداګر هم وايي چې پاکستان هر کال د مېوې د حاصل په فصل کې پر مېوو تعرفه لوړوي او د پاکستان پولیس له موټرو څخه ناقانونه پیسې اخلي. د نجم الدین په نوم یوه سوداګر ویلي: « له هر افغان سره ډېر ظلم کوي، هر څوک موږ دروي او پیسې غواړي، څه وکړو چاره نه شته، ځکه حکومت هم زموږ غم نه خوري.» د خیبر پښتونخوا ایالت د سوداګرۍ خونه هم د پولیسو له لوري په غیرې قانوني ډول د پیسو اخیستل مني. د دې خونې مشر زاهدالله وايي: « موږ پوهېږو چې په دې وروستیو کې پر لاره پوستې ډېرې شوې او شکایتونه رارسېږي. دا وقعا د دواړو هېوادونو د چلوونکو او سوداګرو پر وړاندې لوی ظلم دی او دغه کار پر سوداګرۍ ډېر بد اغېز کوي.» په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د سوداګرۍ اتشه وايي چې د دې ستونزې د حل په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي. میرویس یوسفزي ویلي: « تر اوسه موږ ته ډېر شکایت نه دی شوی او که دغه ستونزه له موږ سره شریکه کړي، موږ د خپلو سوداګرو او چلوونکو په خدمت کې یو او د پاکستان له حکومت سره به خبرې وکړو.»
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery