مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

له افغان- تاجک نفتي حوزې استخراج پیلېږي

احمدفیصل
ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د افغان-تاجک نفتي حوزې د استخراج بهیر پیل شي. هغو دریو نړیوالو شرکتونو چې د افغان-تاجک نفتي حوزې د نفتو او ګازو د استخراج ګټونکي پېژندل شوي، پرون یې په بلخ کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې خپل دفترونه پرانېستل. په دغه مراسمو کې پر حکومتي چارواکو سربېره، ملي سوداګرو او د یو شمېر هېوادونو سیاسي استازو هم برخه اخیستې وه. د افغان تاجک د نفتو او ګازو حوزه، د هېواد په شمال او شمال ختيځه برخه کې له تخار څخه تر جوزجان ولايت پورې پرته ده، چې د نفتو ۱۲ بلاکونه په کې تثبیت شوي دي. دغه حوزه په ۱۹۵۸ ميلادي کال کې کشف شوه او شاوخوا درې کاله وړاندې د ټراسايز په نوم د کاناډا د نفت او ګازو کمپنۍ د يوې سروې په ترڅ کې په ٣١ زره کيلو متره مربع مساحت کې د دې حوزې ١٢ بلاکونه مشخص کړل. د دې حوزې د استخراج داوطلبۍ ته شلو کمپنيو وړانديزونه ورکړي وو، چې له ډلې د ترکش پټروليم ترکۍ کمپنۍ، ډرګن اېل د متحده عربي امارتو کمنپۍ او غضنفر ګروپ افغاني کمپنۍ ګټونکې اعلان شوې. د افغانستان حکومت له دغه دریو کمپنیو سره د افغان-تاجک نفتي حوزې د دوو بلاکونو د استخراج تړون د ۱۳۹۲ کال د تلې په ۱۶ مه لاسلیک کړ. د تړون له مخې به دغه کمپنۍ په لومړنیو پنځو کلونو کې يو اعشاريه شپږ ميليارد امريکايي ډالره پانګونه وکړي او په ۱۲ کلونو کې به دغه کچه ١٢ ميليارد ډالرو ته ورسيږي. د کانونو او پټرولیم وزارت د یاد تړون تر لاسلیک وروسته ویلي وو، چې د دغې حوزې د بلاکونو د نفتو او ګازو استخراج به د دريو تر پنځو کلونو په موده کې پيل شي. د ترکش پټرولیم شرکت مشر علي دیمیریر پرون په بلخ کې د دفتر د پرانیستې په مراسمو کې وویل:« موږ لومړی د مزار شریف او صندوقلي په دوو بلاکونو کې د دوو سوو میلیونو ډالره په ارزښت پانګونه کوو، چې په راتلونکې کې به دغه رقم نور هم لوړ شي.» په یاده غونډه کې د متحده عربي اماراتو د نفتو د استخراجوونکي شرکت مشر ابراهیم ایدوبیکي په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې ستر خنډ د امنیت نشتوالی وباله او زیاته یې کړه، که افغان حکومت امنیت خوندي کړي، نو ډېر شمېر نړیوال شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي. د بلخ د والي مرستیال چې په یادو مراسمو کې یې ګډون کړی و، په دې ولایت کې د نړیوالو پانګوالو او شرکتونو د امنیت په اړه ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې افغان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د نړیوالو پانګوالو او شرکتونو امنیت خوندي کړي. نوموړي د نفتو د استخراج له یادو شرکتونو مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې پانګونې ته زړه ښه کړی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، افغان-تجېک نفتي حوزه د سيمې په کچه د نفتو او ګازو یوه بډایه حوزه ده چې یوازې په دوو بلاکونو کې یې ۵۱۴ ميليون بېرله نفت او ۹۱ ميليارد متر مکعب طبيعي ګاز موجود دی. ټاکل شوې، چې له يادې حوزې څخه تر لاسه کېدونکي نفت او ګاز به لومړى د افغانستان اړتيا پوره کوي او اضافي به یې بهر ته صادرېږي. د کانونو وزارت وايي، چې د افغان-تاجک نفتي حوزې د دوو بلاکونو د استخراج په پيل کې به زرو کسانو ته د کار زمنيه برابره شي او وروسته به دغه کچه ١٢ زرو تنو ته لوړه شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery