مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

انتخابات که آنټي خوابات؟

حیات پیاوړی

بالاخره بېګاه شپه د ملي وحدت د حکومت لپاره د یو څلور مخیزه تړون متن تیار او جوړ جاړی پرې و شو چې نور جزئیات به يې وروسته را څرګند شي. دا تړن به ډیر ژر د دواړو نوماندانو ډاکتر اشرف غني احمدزی او ډاکتر عبدالله تر منځ لاس لیک شي. د خبرونو له مخې ظاهرا داسې ښکاري چې د دولت او حکومت قضايي او امنیتي پوسټونه به د دواړو نوماندانو تر منځ په برابر ډول ویشل شي. خو دا چې کومه څوکۍ به د چوکیو په چور کښې چا ته په ونډ کښې رسیږي، دا به د ډیر چڼو وهلو او کش و ګیر څخه وروسته معلومه شي چې چا ته څومره او کومې چوکۍ رسیږي. دا چې د جوړ جاړی چارې به څنګه پر مخ لاړې شي او څنګه به د عمل جامه واغوندي، نژدې راتلونکی کښې به هر څه لا ښه روښانه کړي او د هیوادوالو و مخې ته کیښودل شي. 
په هر حال زه خپل نظر له دوستانو سره په لاندې ډول شریکوم:
لمړی) ما انتخاباتو ته ځکه انټي خوابات (د خوبونکو تښتونکي یا نا آرامونکي) وویل چې د ټاکنو د تیاریو او بیا دې دوه پړاوه ټاکنو دومره وخت و نیو چې د خلکو خوبونه يې نا آرامه کړي ول، چې د عامو خلکو ترمنځ ورته د بسوګۍ واده و ویل شو او د ټوکو او مسخرو لپاره یوه ډیره ښه بهانه ترې جوړه شوه. د ټاکنو دې نا شفاف بهیر نه یوازې د خلکو خوبونه نا آرامه کړي ول، بلکه د خلکو په کاروبار، امنیت او د ژوند په نورو ټولو اړخونويې منفي اغیزه کړې وه او حتی په حکومتي ادارو کښې يې ټولې چارې په ټپه درولې وي.
دوهم) د ملي وحدت حکومت د تعریف په چوکاټ کښې داسې یو دولت ته د ملي دولت حکومت نه شو ویلای، بلکه هماغه د سهامي شرکت حکومت ور ته ویلای شو چې یو کاندید او پلویانو يې تل پر وړاندې کلک غبرګون ښوده او ویل به يې چې دا کار کول د هیواد د اساسي قانون تر پښو لاندې کول دي او دوی به هرګز داسې یو  کار ونه کړي چې په پایله کښې د افغانستان اساسي قانون او د ولس رایوته اهمیت ور نه کول شي. نن ګورو چې د شخصي او ګروهي ګټو د ساتلو او لاسته راوړولو په خاطر هم د ولس د رايو اهمیت او هم د هیواد اساسي قانون د دواړو کاندیدانو د قدرت حرص د جنګي آسونو د پښو تر سومانو لاندې شول. دې یوه اړخ خو هغه ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کړل چې د هغه ساتلو په شعار يې له ولس او په ځانګړي ډول د ځوانانو رايې خپلې کړې (کی هوا تیرا وعده- د اردو ژبې یو شعر).  سل ځل افسوس د ولس په قربانۍ او زمونږ د جذباتي ځوانانو په حال! د حکومتونو د تعریف له مخې د ملي وحدت حکومت هغه حکومت ته ویل کیږي چې په اضطراري او کړکیچن حالت کښې تشکیلیږي او د بحران او کړکیچ ټول ذیدخله اړخونو ته پکښې مناسبه ونډه ورکول او مناسبې ګټې يې پکښې خوندي کیږي. له شک پرته د ټاکنو بهیر کړکیچن او بحراني وه، خو اصلي بحران خو په هیواد  کښې د سولې او نا سالمې ادارې شتون دی او د ټاکنو دا بهیر د دې دواړو تر سیوري لاندې په نیمګړي او ناقص ډول پر مخ لاړ. مونږ هغه وخت سالمې ټاکنې درلودای شو چې سوله، ټیکاو او په نسبي توګه یوه سالمه اداره شتون ولري. ګورو چې له یو لورې د دغه ملي حکومت په ترکیب کښې د بحران یو اصلي او مهم اړخ چې د مسلح آپوزسیون څخه عبارت دی، ځای نه دی ورکول شوی او یو ځل بیا هم د تیر په څیر له نظره غورځول شي.  دا چاره په خپل وار د جګړې دوام او زیاتولي ته لاره هواروي. د مسلح آپوزیسیون له ګډون پرته په هیواد کښې سوله نه شي رامنځته کیدای او چې سوله نه وي هیڅ نشته. دا یوه ستره اشتباه او غلطي ده او د اشتباه تکرار جرم ګڼل کیږي. داسې یوه سهوه هغه وخت ترسره شوه کله چې دیارلس کاله وړاندې د جرمني د بن په ښار کښې یو جنګي اړخ ته په هر څه کښې ونډه ورکول شوه، او بل اړخ ترې په چورلټ ډول محروم کړای شو. دا هم د یادونې وړ ده چې د دې حکومت په ترکیب کښې به ټول هماغه عناصر شامل وي چې نه یوازې يې دا تیر دیارلس کاله يې په هیواد کښې د یوې سالمې ادارې د جوړیدو هيڅ کوښښ نه دی کړی، بلکه د یوې سالمې، عادلې، کارپوهې او د ولس د رښتونې استازې ادارې او نظام جوړولو په لاره کښې د خپلو شخصي ګټو د تامین په خاطر ستر خنډ پاته شوي دي او تل يې ملي ګټې او غوښتنې تر پښو لاندې کړې دي. د هرې سیاسي ارادې لرونکي ډلې ته دوه مهمې دندې په وړاندې پرتې دي. یو د یو مناسب سیاسي نظام چوکاټ او بل د د نظام د چارو د سمون او پر مخ وړلو د صادقو او مسلکي خلکو ګمارل چې د ‌ذکر شوي ملي وحدت حکومت او د هغه د مرکبه قواو څخه دا هیله یو خوب او خیال دی.
دا چې له دې وروسته به څه کیږي، کار پوهانو په دې اند دي چې دا ملي حکومت به یو ډیر کمزوری حکومت وی، چې په هیواد کښې به د سولې او یوې سالمې ادارې په رامنځته کولو چې سخته اړتیا ورته شتون لري بریالی نه شي. لمړی به د دې ملي حکومت ټول وخت په دې تیریږي چې څوک د چا له خوا په کومه څوکۍ مقرر شي، هر اړخ به د خپلې خوښې د کس ملاتړ او هغه بل اړخ به يې پر وړاندې مخالفت کوي. ټول وخت به په همدې کیسو تیر شي او د ښه نظام جوړونې او نورې اقتصادي او پرمخیتیاي چارې به کیدای شي نه یوازې په خپل ځای او په ټپه ولاړې پاته شي بلکه لا نورې به هم شاته ولاړې شي. ځکه لمړی خو دا چې د حکومت مرکبه قواو یوه لویه برخه په انکشافي پلان باور نه لري او دوهم ډله به ورته  څوک پرې نه ږدي او ور ته به وزګار نه شي. په اداره کښې وران ویجاړ حالت به هیڅ بدلون و نه مومي او لا به د یو ډول بې برخلیک حالت سره مخ شي. د ملي وحدت حکومت شریکان به په خپلو منځونو کښې د قدرت د ویش په سیالۍ دومره بوخت وي چې هیڅ کار ته به وزګار او یا به يې پام هم ور ته نه شي. د هیواد موجود نا امنه حالت به لا نور هم ترینګلی او حتی له کنټرول څخه بهر شي او سوله چې د افغانانو تر ټولو لمړۍ اړتیا، هیله او آرزو ده، د افغانانو له خیاله ووځي او د افغانانو خوبونه به لا نور هم نا آرام شي.
د کتونکو په بارو دا ډول یو کمزوری حکومت به د لوېدیځوالو لپاره تر یو لاسي متحد حکومت ځکه ښه وي چې د کرزي د وروستۍ دورې په شان به د لوېدیځوالو په وړاندې د بغاوت جراآت نه لري. بله دا چې کله چې اپوزیسیون او آپوزیسیون دواړه په حکومت کښې را شریک شي نو کرزي به له موقع څخه په استفاده یو ځل بیا د امریکا د هوايي بمباریو او د افغانانو پر کورونو د یرغلونو په وړاندې د مخالفت ږغ پورته کړي او د بل سیاسي آپوزیسیون نشتون په صورت کښې به کرزی میدان شغالي وګوري او په دغه وسیله به ځان د ولس خواخوږی معرفي کړي. که نور وطندوسته افغانان د یو اصلي، رښتينې ملي آپوزیسیون په رامنځته کولو بریالي نه شي او خپل ځای و نه نیسي، نو له شک پرته به کرزی له دې خلا ګټه پورته کړي. په دې صورت کښې به د هیواد پوزیسون (حاکمیت) او آپوزیسون (د حاکمیت سیاسي مخالف) د یوې سکې دوه مخه وي.
خوښه د کلي د ملک ده چې څه فیصله کوي، ځکه د وارد شوې ولسواکۍ انجام همداسې وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery