مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د نسیمې نیازۍ د افتراء په ځواب کې


لیکنه : د هلمند مدنې فعالان او ځوانان
د (۱۷/۷/۱۳۹۳) په شپه لس بجې ، په ولسي جرګه کي و هلمند ولایت استازې ، پر هلمند مدني ټولنه تورونه پوري کړل ، چي ګڼې هلمند مدني ټولنه د مافیایي کړیو په لاس کي ده او ...
ټولو ته معلومه ده چي هلمند مدني ټولنه چي له تېر شاوخوا شلو میاشتو را په دې خوا يې په هلمند کي مدني هڅه راپیل کړې یوازینۍ موخه يې د ټولني د هر فرد دحقونو دفاع ، د خلکو سره همکاري ، انصاف او ټولنه نیکي لاري ته تغیرول او رهنمايي کول دي.
موږ وینو چي افغانستان کي د فساد له لویو تمویلونکو او رشد ورکوونکو څخه په ولسي جرګه کي د نسیمې نیازۍ په څیر ځیني وکیلان دي هغه چي خښته یې په فساد ایښودل سوې ده او له لومړي سره يې ځان په ناپاکو رایو او نورو فاحشو لارو تر ولسي جرګې پوري رسولي دي.
ټولو ته تر لمر معلومه ده چي له کومي ورځي څخه چي نسیمه نیازۍ د ولس په کور (ولسي جرګه) ننوتلې یوازي يې پام پر خپل کورنۍ ( پلرګنۍ او خسرګنۍ) راټول دی او تر لوړو  څو کیو پوري رسولي دي ، خور یې (جمیله نیازۍ) دښځو چارو رئیسه ، ورور يې د معارف رئیس چي بیا وروسته دفساد په تور له دندي ګوښه سو ، یوه ورځ يې هم د هلمند پر بنسټیزو ستونزو صادقانه ګام نه دی اخیستی ، او بل په هلمند کي د تیري یوې لسیزي را په دې خوا په فساد ککړو کسانو د لیست په سر کي د نسیمې نیازۍ نوم دی چي هلمند کي د غاصبینو ، قاچاق وړونکو او مافیایې کړیو سره یې مستند معلومات د هلمند مدني ټولني په واک کي دي چي په مناسب فرصت کي به یې د عدلي او قضايي ارګانو په واک کي ورکړي.
دا چي نسیمې نیازۍ هلمند کي پر یوه پاک مدني نهاد ولي خپل ناولي لاسونه پاکوي علت يې ښايي دا وي چي دنوي منتخب ولسمشر ډاکتر صاحب اشرف غني احمدزي په رامنځته کېدو سره چي په وینا یې د فساد او مفسیدینو مخنیوی یې په لونړي توبونو کي دي او د کار له لومړي ورځي څخه يې د کابل بانک قضیه بیرته پرانیستل ، هلمند ګي د اغلي نسیمې نیازۍ په شمول په فساد ککړ کسان په وېره کي اچولي دي ، هلمند مدني ټولنه د لمر ټلویزیون تودو خبرو کي د نسیمې نیازۍ د تیري شپې څرګندوني افتراء ، بې بنسټه او بې مسؤلیته ګڼي او په سختو ټکو يې غندي .
هلمند مدني ټولنه چمتو ده چي هره لحظه د خپل شفافیت په اړه ولس ته ځواب ووايي او  خپل ولس ته ډاډ ورکوي چي د فسدینو په رسوا کولو کي به له هري ممکنه چاري او لاري کار اخلي. 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery