مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کور خپل ساته همسایه غل مه نیسه! (دوهمه برخه)



ولی د ثور انقلاب په افغانستان کی په یوه لویه فاجعه بدل شو؟ زموږ د تیر بحث ورستی جمله وه. د وعدی سره سم راځو خپل بحث ته  دوام ورکو او پر  هغه عواملو باندی رڼا اچوو چی ثور  انقلاب ماتی وخوړله.
لکه چی په تیر بحث کی یی هم یادونه وشوه او تجروبو هم ثابته کړی ده چی د هر بدلون یا انقلاب لپاره دوه شیان ډیر مهم دی چی یو یی د بدلون اړتیا ده او بل د ولس پوهوی یا  د ولس د اذهانو روښانه کول دی( اینی او ذهنی شرایط).
 کیدلای شی چی د ۱۳۵۷ ه .ش کال ترمخه به په افغانستان کی یو ژور بدلون  ته اړتیا وه چی راشی تر ځو بیسوادی،بیکاری غوربت، په ټولنه کی نامساوات یا ټولنیز عدلت او نوری ستونزو  ته د ښی راتلونکی په مخه بدلون ورکړی.  خو د ولس اذهان نه وو جوړ شوی او ولس  د یو ژور بدلون  د راوړلو لپاره نه وو  اماده شوی. نه یوازی چی عام ولس نه وو پوهول شوی بلکی پخپله د دیموکراتیک ګوند ډیري  عړی هم په ډیرو شیانو نه پوهیدل او د علمیت سویه یی هم  ټیټه وه . د مثال په ډول کله چی په ۱۳۵۷ ه.ش کال کی  د ثور انقلاب وشو نو د دیموکراتیک ګوند مشر نورمحمد تره کی سر په سر داسی فرمانونه راوباسل چی د هغو تطبیق کول په یوه اسلامی او عننوی ټولنه کی  لکه د افغانستان ګرانه وه چی دومره په اسانی سره لکه دیمکراتانو چی فکر کړی وو  هضم شی او ولس یی ومنی.
 ورپسی د فرمانونو تدبیق کول وو چی د دیموکراتیک ګوند  ځینو عړیو په ډیره ناوړه ، خاشن او زشت برخورد سره   غوښتل تدبیق یی  کړی. د مثال په ډول یو فرمان د ښځو د ولور په بارکی صادر شوی  وو چی ۳۱۰ افغانۍ یی  د ولور نرخ ټاکل  شوی وو، ځینی کسان د همدغه فرمان پر اساس لاړل د نورو خلکو له کورونو یی خپلی ناویی په زور راوباسلی او هغه ولور چی له فرمان تر مخه د دواړو خواو تر منځ پری هوکړه شوی وه تر پښو لاندی کړ.یا مثلآ د ځمکو د اصلاحاتو په هکله فرمان وو چی ځینو د دیموکرات ګوند عړیو د چا چی لږه زیاته ځمکه وه نورو ته چی ځمکی یی نه لرلی او یا یی تر فرمان له مخه په همهغه ځمکه کی کار کاوه هفوی ته وویشلی. همداسی یی نور فرمانونه در واخله.
بل مهمه خبره د دیموکراتیک ګوند په منځ کی یعنی د خلق او پر چم تر منځ ژور اختلاف وو کله چی د ثور انقلاب وشو  او خلقیانو د قدرت واګی په لاس کی واخیستل نو یو تعداد پرچمیان یی زندانی، ځینی یی فراری او څوک یی مړه کړل، ورپسی د خلقیانو تر منځ هم اختلاف راغی امین پورته شو ترکی یی له منځه یوړ ږرپسی  امین بیا په خپلو خلقیانو پسی راوخیسته  ډیری خلقیان چی د ترکی پلویانو وو  د پرچمیانو په سرنویشت اخته کړل چی پدغه عمل سره امین نه یوازی خپل مټ مات کړخلقیان او پرچمیان یی خپه کړل بلکی شورویان  یی هم له ځانه خوابدی کړل. هغه وو چی روسانو ببرک په ټانګونو بدرګه کړ تر کابل یی راورسوه او په تخت یی کشناوه او امین یی له منځه یوړ.
نو کله چی شورویان افغانستان ته راغلل یو تعداد افغانان خو له له وړاندی  د ترکی فرمانونو   او د  ځینو  خلقیانو ناوړه چلن  چی د یو تعداد  افغانانو سره یی کړی وو او  ناراضه کړی  یی وو فراری شوی وو  او دا پاتی نور فراریان د روسانو له راتګ او د افغانستان اشغالول وو چی غرونو ته پورته شول خو ببرک په غرونو کی هم پری نه ښودل جنګی الوتکی یی پسی پورته کړی کلی او بانډی یی  بمبار کړی،  د ځمکه له لاری روسانو د افغانانو کورونه، فصلونه، او کروندی د خاورو سره خاوری کړی او په زرګونو   بی ګناه افغانان یی په شهادت ورسول، نو ځکه  افغانانو پاکستان او ایران ته مخه کړه په میلینونو افغانانو په یادو شویو هیوادونو کی مهاجر شول، چی له همدغی ورخی راپدی خوا اسلام اباد ته غوا لنګه شوه او  تر ننه پوری یی لوشی.
بل خوا د افغانستان اډماتی دښمن آی اس آی  لا له پخوا په کمین کی ناست وو او یو تعداد د مجاهیدنو مشران ان لا د محمد طاهرشاه په وخت کی پاکستان ته تللی وو او آی اس آی  د افغانستان پر ضد روزل تنخواوی یی ورته حواله کړی وی، کورونه یی ورکړی وو تر څو یی د افغانستان په مقابل کی وجنګوی. نو کله چی په میلیونونو افغانانو په پاکستان کی پنا واخیسته آی اس آی د افغانستان په مقابل کی د مستقیمی جګړی لپاره ډګرته راودنګل او د افغانستان په ورانول یی پیل وکړ او تر نن ورځی پوری یی د افغانستان ورانولو او د افغان ولس په له منځه وړلو کی  هر نوم، چل او نیرنګ کارولای تر څو افغانستان د تباهی کندی ته وروغورځوی.
بل خوا کله چی شورویانو افغانستان یرغل کړ فکر کیده  چی روسان عواړی ګرمو اوبو ته یعنی د هند سمندر ته ځان رسول عواړی  چی دا کار غربیانو نه شو زغملی او په خوا کی  کالونه ، کالونه  لا له وړاندی  د شوروی اتحاد  او غربیانو ( کمونیزم او امپریالیزم) ترمنځ  سړه جګړه روانه وه  غرب ته یو ښه چانس په لاس ورغی چی د پاکستان ورپسی د آی اس آی او په اخیری سرحد کی د مجاهیدنو تر شا ودریږی،  وسله، پیسی او تبلغات یی په کار واچول او هغه کومکونه چی د غرب لخوا د مجاهیدینو لپاره ورکول کیدل لږه اندازه به مجاهیدینو ته رسیدل نور به ټول آی اس آی ځانته ساتل همهغه د غرب  د کومکونو له بر کته پاکستان اوس د اټوم بم خاوند  هم دی. دا نو  هغه وخت دی چی د ثور انقلاب نور مات شوی دی او کومه جګړه چی د دیموکراتانو  او د افغان  مجاهیدینو تر منځ پیل شوه  په حقیقت کی د پخوانی شوروی او امریکا تر منځ جګړه وه دواړه خواوو افغانانو  یعنی  مجاهیدینو او  دیموکراتانو له واک او اختیار څخه وتلی او دواړوه خواوی افغانان لکه د سون توکی استعمال کیدل، دواړه خواو ته افغانان په شهادت رسیدل او ګټی یی د پاکستان آی اس آی ورپسی غربیانو او شورویانو ته رسیدلی.چی بلاخره شورویانو  ماتی وخوړه او غربیانو د افغان مجاهیدنو په وینو کمونیزم له منځه یووړ. اوس هم دومره.
 په راتلونکی کی بحث کی به د افغانستان په جګړه او د مجاهیدنو په ماتی بحث ولرو.
بیا هم یادونه کوم چی ستاسو ګوتنیونه،نظر او وړاندیز موږ ته د قدر وړ دی که تاسو هم په بحث کی راګډ شی نو بی ګټی به نه وی.
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل
۲۰۱۴/اکتوبر/۱۲
 
 
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery