مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشره پر چاپلوسانو د سلطان محمود چل وکړه!


وایی چی د سلطان محمود په دربار کی د نورو دربریانو په خوا کی لټان هم ساتل کیدل، خو تعداد یی له یوی ورځی څخه  بلی ورځی ته لکه د پخوانی ولسمشر  کرزی صاحب د مشاورینو په شان چی تعداد یی   ۱۵۰ ته رسیده  ، د سلطان  محمود لټان هم ډیریدل. خو دغه حالت سلطان هم په تنګ کړ نو یی له یوه هوښیار وزیر څخه د لټانو په مهار کولو کی مشوره وغوښتله او دنده یی ورکړه چی اصلی لټان معلوم کړی او دا نور چی هسی ډوډۍ خوری رخصت یی کړی.
هوښیار وزیر  پاچا یا سلطان ته ډاډ ورکړ او ژمنه یی وکړه چی اصلی لټان به معلوموی او دا نور ډوډۍ خواره چی لټان ندی رخصت به یی کړی.
مشاور وزیر صاحب ټول لټان په یوه محوته کی راټول کړل او خواوشا یی لرګی راچاپیر ورپسی یی پری  تیل او اور یی ورته کړ، کله چی اور رانږدی کیده لټانو هم خپلی کمپلی ټک وهلی یو، یو پورته کیده  وتښتیدل چی بلاحره دوه لټان پاتی شول او اور هم دوی ته ورورسید. پدی وخت کی یو له دغه دوو لټانواواز کړ چی د خدای لپاره وسووم، پدی څنګ کی اصلی او حقیقی لټ د خپل ملګری لټ ته وویل چی زما لپاره هم یو اواز کړه چی وسوم.
نو ولسمشر ته به زموږ مشوره دا وی چی که کولای شی  لومړۍ د دهغی پوهی تجروبی له مخی چی یی لری  د چاپلوسانو شمیر راکم کړی، دوهم دا چی د ډیرو مشاویرینو د نیول څخه ډډه وکړی . ستاسو زده کړو،کار او تجروبو ته په کتو زما په ګمان  ډیره اړتیا هم نشته چی په هر برخه کی د مشاورین ولری .
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۴/اکتوبر/۱۴
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery