مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوله : خندونه او فرصتونه

دوکتور م ، عثمان تره کي


بالاخره د بهرنیانو د لاسوهنو ، سیاسی فشارونو ، ګواښونو او د  پردې ترشآ د معاملو په پایله کې  د تاکنو  د توطئې سیاسي محصول د جوړجاړي په بنه چه په سختي ورته د واکمني « نوې فصل ! »  ویلي شو د افغانستان کړکیچنې سیاسي بازار ته وړاندې شو: حکومت د بن د غوندې د ګدونوالو یعنې د  جنګي  دلو تپلو تر منځ  وویشل شو. د تاریخ په تکراریدو سره د بهرنیو او کورنیو جنګ سالارانو په منګلو کی  یرغمل شوې  سوله ، سیاسي ثبات او  د قانون واکمني ته دا چانس ورپه برخه نشو چه  زموږ اوږد مهال ناورین ته د پای تکې کیږدي.
 د  اوسني ادارې په وړاندې ستر چلنج سوله ده. د سولې په نښتوالې سره د تیر په څیر ، اقتصادي وده ستونزې سره مخ  او بهرني مرستي د جګړې خوراک کیږي. 
پدې کې هیڅ شک نشته چه نوې مقرر شوې ولسمشر پخواني ولسمشر غوندې سولې ته لیوالتیا لري. خو لمړي باید ځان پدې باندې پوه کړو  چه آیا هغې چا سره چه دیارلس کلنه جګړه په افغانانو باندې تپلې د سولې اراده شته ؟
د سولې په وړاندې کورنيو ستونزو او فرصتونه:
الف. کورنيو ستونزو :
۱ ـ  د کابل ادارې په راتلونکې ترکیب کې د مخکني ادارې د  توپک والاو احتمالي غړیتوب چه يې د سولې په ضد بربنده دریز درلود ، سولې ته ستر ګواښ شمیرل کیږي.
۲ ـ د  نظام اجرائي صلاحیتونه  په دوو برخو ویشل یعنې ولسمشر ته تشریفاتي واک او اجرائیه رئیس ته واقعي اتوریته وربښل د سولې په وړاندې بل چلنج ګنلي شو: چلنج هغه وخت خطرناکه بنه غوره کوي چه د اجرائیه رئیس احتمالي نوماند او د ځینو امنیتي دندو مسئولینو د جمعیت ، نظار شورا او ملي جنبش د هغو جګړه مارانو نه وتاکل شي  چه  په دیارلس کال کې د بهرنیانو په ملاتړ د جګړې د اور په بل ساتلو کې د  یرغلګرو د آزمون نه بریالي وتلې دي.
 د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره  چه بهرنیان د جګړه مارانو سره د سولې او سیاسي ثبات په وړاندې ګد  دریز لري ، توپک سالاران  د وسله وال مقاومت سره د اوږدمهاله دشمني په وجهه  د  بهرنیو قوتونو په واسطه د سولې د  پروسې  د سبوتاژ  په مقصد په نظر کې نیول شوې دي.
۳ ـ د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د ولسمشرانو او پاچاهانو میرمن افغانان او مسلمانان و. زموږ په دودیزه تولنه کې  د دولتي مشرانو په  کورني کې افغاني ـ اسلامي  تجانس مشرتابه ته  اسلامي ـ افغاني هویت وربښل او  په واکمنانو باندې د ولس باور تینګول.
د موضوع په شرعي اړخ باندې تبصره دیني علماو ته پریږدو. د خپل صلاحیت په پیږندلو سره دا سوال مطرح کوو چه  آیا د  دیموکراسي  جنګي ماشین دومره پیاوړتیا موندلې   چه خلکو ته د یوه سیاسي « بدعت » د منلو ذهني چمتووالې ورکړي ؟ . راتلونکې ته انتظار باسو. خو په بیړه دوه تکې تام پام اړو:
ـ  د توپک استعمال باورونه او ذهنیتونه رادیکالیزه او بنستیزه کوي.
ـ  دیرش کاله مخکې اَن د بهرنیو چارو په وزارت  کې د استخدام یو  بنستیز شرط  د افغان الاصل میرمن سره واده وه.
۴ ـ  پهلوان دوستم د نوې حکومت دوهمه لوړپورې کس ، د اتکل ۴۰۰۰  طالب جنګي اسیرانو قاتل هیڅکله نه غواړي چه د  « غیب خزانې »  نه شکار شوې غنیمت ( چوکي ) د سولې قرباني کړي. دي  پدې برخه کې د اړتیاو  په صورت کې  د سولې په وړاندې  د « اجرائیه شورآ »  د رئیس سره ګد دریز نیسې.
۵ ـ  د تاریخ په شهادت افغانانو د هغو بهرنیانو په وړاندې چه یونیفورم او توپک سره سمبال د دوي ښارونو ، کلیو او باندو ته د یوه  لاسپوسې حکومت د ملاتړ په موخه  ورننوتلې ، تل مقاومت ښودلې دي. ولس دولتي او حکومتي نوې سروالانو ته د بهرنيو استخباراتو او تبلیغاتو تصنعي جوړ شوې او ګمارل شوې مخلوقات ( « مشران ! » )  په سترګه ګوري. دوي نه د ولس په اراده بلکې د  « جان کیري » او « جمزکننګهم » له خوآ خونړي لوبې ته ورګد شوې. دواړه جنګي ماموریت لري. انتصابي ولسمشر د تحلیف نه لږ وروسته په داګه وویل چه که وسله والو مخالفینو زموږ حکومت سره مخالفت وکړي ، دوي سره جنګیږو. په ملي امنیت اداره کې « حنیف اتمر » ( د شورویانو د یرغل نه راهیسې  په وینې څښلو معتاد ) ګمارل مخالفینو ته د جګړې د دوام پیغام ځان سره لري.
انتصابي نوې حکومت ستراتژیک تړون په بیړه  بې له کوم قید او شرط څخه لاسلیک کړ. هغه شرطونه چه کرزي ایښې و د سیاسي زعامت د معاملې په سر باندې  د پامه وغورځول شول. دا واقعآ د چوکي په خاطر د بیګناه افغانانو د ژوند سره رذیلانه  لوبه  او د افغانستان د ولس د برخه لیک سره ستر خیانت دي. افغانان د خپل ملي ګتو د دفاع په دریز باندې ، د خپلو شرایطو په چوکات کې د هره بهرني دولت سره معامله کولي شي. خو هغه تړون چه د ګمارل شوې یو مزدور باج او پاداش وي په لګډ وهي.
په هر حال ! د ګمارل شوېو « مشرانو ! » په وړاندې  د وسله والو مخالفینو حساسیت چه په واقعیت کې د تولنې د حساسیت یوه برخه ده او زموږ  د  ملي تاریخ په اوږدو کې د آزادي حماسې رازیږولې ، د سولې په اړه بل خند ګنل کیږي.
ب. بهرنیو ستونزو: د اشغال په موده کې  د افغانستان نه  د نړیوال نظامې ائتلاف ( ن ، ن ، ا )  په واسطه د سیالو هیوادونو په وړاندې د « سوتې » په حیث ګته پورته شوې دي:
  په ختیزه اروپا کې کله چه  لویدیزوال  د اوکراین د لانجې په سر باندې د روسانو سره د مقابلې نه بیوسه کیږي د افغانستان د خاورې نه مرکزي آسیا خواته د ملیشیايي جګړې د لارې د سیاسي اسلام او د نشه یي توکو د خپریدو ګواښونو په  ګوته کوي تر څو چه  د روسانو پام مرکزي آسیا خوا ته راواړوي.
داسې نښې نښانې راڅرګندې شوې چه په پیل کې « داعش »  د لویدیزوالو د ستراتژیکو مقصدونو  د تآمین د پاره رازیږیدل شوې وو. خو اوس د کنترول نه وتلې د چتک پرمختک په حال لویدیزوالو ته  د خطر نه دک په یوه  جنګي ځواک بدلې شوې دي. پاکستان او افغانستان په عقیدوي او لوژستیکي لحاظ  د داعش د نفوذو د پراختیا د پاره « فاضله مدینه » جوړوي. پاکستاني طالبان داعش سره خپل پیوستون اعلان کړ.  د داعش د خطر مخنیوي او احتمالآ هغه د ستراتژيک لاسوند په توګه کارول ، ( ن ، ن ، ا ) دیته اړ باسي چه د ناوړو پیښو په وړاندې د چمتووالې په موخه د افغانستان په چارو کې ښکیل اوسي. د افغانستان به د ننه کې کنترول شوې جګړې ته چه تل د جنګي جنایتونو سره مل دي  دوام ورکړي.
ب. فرصتونه :
د وسله والو مخالفینو په پیاوړې جنګي دریز کې  د بهرنیو ځواکونو په وړاندې  د دوي په وروستي اختریزې پیغام کې  یو څه انعطاف لیدل کیږي. په پیغام کې  په داګه شوې  چه باید په راتلونکې مثبت بدلون کې د بهرنیانو ګټو خوندي ساتلو ته پام واړول شي.
د تاکنو درامه او د دولت په مشرتابه کې بدلون د سولې کمزورې زمینه برابروي ، پدې شرط باندې چه « منصوب »  ولسمشر د تولو هغه صلاحیتونو نه ګته پورته کړي چه اساسي قانون ورته بښلې دي.
یوه ځواکمنه واکمني چه ولسمشر د اعلې قوماندان او د قانون د واکمني د ساتندوي په حیث  د سولې د دشمنانو سره د امنیتي اورګانونو ( مشروع خشونت )  او قضایي بنستونو د صلاحیتونو په ګته اخیستنې سره چلند وکړي د سولې لاره خلاصولي شي. د دغه مقصد د پاره باید د اساسي قانون اوسني بښپړتیا وساتل شي . د پارلماني نظام د جوړیدو تر پلمې لاندې د اساسي قانون اوسني چوکات ماتول د اساسي قانون نه « انتحاري بم » جوړول په معني تعبیرولي شو.
دلته د سولې کورني امکانات د بهرنیو سیاستونو سره په تکر کې راځي. د بهرنیانو له خواه افغاني لورې ته دومره واک نه ورکول کیږي  چه  د ( ن ، ن ، ا ) په منګولو کې یرغمل شوې سوله وژغوري.
امریکا د دې د پاره چه د تاکنو په پایله کې  د سولې نوښت افغان  نوي حکومت لاس ته ونلویږي په  څو اقداماتو لاس پورې کړ :
 ۱ ـ د قطر د سولې پروسه په تپه  ودرول.
۲ ـ نوې منصوب حکومت د ستراتژیک تړون په لاسلیک محکوم کړ. 
۳ ـ په راتلونکې نوې ائتلافي حکومت کې  ګمارل شوېو جګړه مارانو  د ولسمشر د معاون   او  د  « اجرائیه رئیس ! ؟ » تر چتر لاندې د حکومت د کمزورې کولو او د  جګړې د اور د  بل  ساتلو په موخه  ورداخل  کړ.
د مخالفینو سره سوله دا ایجابول چه د سیاسي بندیانو خلاصون د حکومت د کاري اجندا په سر کې ځاي نیولې واي. ګمارل شوې ولسمشر  د  یو شمیر سیاسي بندیانو د خوشې کولو د لارې  جګړې بل اړخ ته د سولې پیغام استولې واې. خو اصلي خبره دا ده چه د منصوب ولسمشر احساسات او جذبات نوموړې  د واقعیتونو نه لرې ساتلې . دي د قدرت په تخیلي دنیا کې ځانته پاچایي جوړوي:
څو ورځې مخکې منصوب ولسمشر په یوه بیسارې او د قدر وړ  اقدام د بندیانو په منځ کې د خلاصون د هیلې د رازیږولو په مقصد  د پلچرخي بندیانو سره وکتل. مبالغه آمیزه جذبه د « زه یم زمري پدې نړي زما اتل نښته »  په بنه د  «  پارانویاک »  تر حده پورې د دې لامل شوې چه انتصابي  ولسمشر پدې باندې پوه نشي چه  د بندیانو اصلي  واک لرونکې  امریکا ده نه د کابل زاړه او نوې اداره. صبائي  د پلچرخي د لیدو کتو  نه وروسته د امریکا شارژدافیر او د ناتو قوماندان د منصوب ولسمشر سره   « تنبیهي غونده » درلودل چه په ترڅ کې یې یقینآ  نوموړې ته د   « حد پیږندنې » توصیه وشو.
په لندو !
ـ د اشغال په حالت کې سوله او جګړه د اشغالګرو په واک کې ده . دوي  د خپل ستراتژیکو موخو د تآمین په مقصد حکومت  جوړوي او  ورته دنده تاکي.
 د جوړ جاړي نه رامنځته شوې اوسني حکومت ته جنګي ماموریت ورکړ شوې دي.
ـ  د سولې او جګړې په اړوند د جوړجاړي په بنست د اجرائیه رئیس د چوکي د جوړیدو له کبله د اوسني منصوب ولسمشر صلاحیتونه د پخواني ولسمشر په پرتله په کافي اندازه لږه شوې ده : ولسمشر تشریفاتي او اجرائیه رئیس د جګړې په برخه کې  د امریکا د سفارت تر مستقیم قومانده لاندې به عملي او اجرايي صلاحیتونه ولري.
ـ  دواړه د  دولتي مقامونو د ترلاسه کولو له کبله د « جان کیري » د ملاتړې پوروړې دي. دوي اخلاقي مکلفیت لري چه د افغانستان د ګتو د قرباني په بدل خپل پور ( دَین ) ادآ کړي. د امریکا د ستراتژیک اړتیآ د لاسوند په حیث جګړې دوام  ته  پام راواړوي. 
ـ  وسله وال مقاومت په څوارلسو کلونو جګړه کې په یوه پیاوړې سیاسي ، تولنیز او جنګي ځواک بدل شويدي. په نظام کې د مقاومت تداخل د قواوو اندول د مرکزي واکمني په ګته را اړوي. په سیمه ایزو سترتژیکو پروګرامونو کې د افغاني اړخ ګتې ورداخلوي .  ( ن ، ن ، ا ) ته ستونزې رازیږوي.  « دیکتاد »  ته د پاي تکې کیږدي. دغه واقعیت ( ن ، ن ، ا ) دیته اړ باسي چه  د سولې پروسه حاشيي ته وتمبوي او په افغانستان کې د ګمارل شوې جنګي مزدورانو د لارې حکومت وچلوي.
خو دغه واقعیت هم باید په ګوته شي چه په اوسني تپل شوې غیر عادلانه جګړه کي  سوله د شعار او سوالګري په بدل  کې نه ترلاسه کیږي. په تآسف سره چه موږ د سولې په خاطر د دفاعي جګړې دوام  او لازیاتې قرباني ته اړ کیږو.
ـ  اړینه ده چه منصوب ولسمشر د سولې د داعیې د تحقق په مقصد ، پرتو خندونو سره سره  خپل بخت ويې آزمايي.
د ناکامي په صورت کې  بې له ځنده د  خپل حکومت ( په واقعیت کې د جنګي دلو تپلو تولنه )     استعفآ جان کیري ته وړاندې کړي.
 په اوسنیو شرایطو کې د  پردیو په ملاتړ په قدرت پاتې کیدل نه یوازې چا ته فضیلت نه وربښي بلکې ( ن ، ن ، ا )  ته  د  پښتنو د عام وږنې د تداوم  امکانات برابروي. نیمګړې قومي ژنوساید چه د کرزي د واکمني نه پاتې شوې د نوې منصوب ولسمشر  په لاس  بشپړې کیږي. پدې برخه کې  باید د « ګلم جمع » تصفیوي رول د یاده ونباسو. اجرائیه رئیس خو خپل مقام يوازې د جګړې د لمبو د بل ساتلو  د لارې تینګولي شي. دي په افغانستان کې  د امریکا د جنګي ماموریت د لمړنیو معتمدینو څخه دي.
ـ  افغانستان تر هغه وخته پورې چه د خپلو کورنیو امکاناتو نه په استفادې سره  خودکفايي پړاو ته رسیږي بهرنيو مرستو ته حیاتي اړتیا لري. باید د یرغلګرو قوتونو سره دفاعي جګړه د  اوږد مهاله دشمني په ستراتژي چه د راتلونکې همکاري د  پُلې د ورانیدو لامل وګرځي بدلې نشي.
«  پایان »
فرانسه
۱۵/۱۰/ ۲۰۱۴

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery