مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-17   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

پاکستان پدې حساسو شرايطوکي موږ ددو ستۍ په نوم تر خوږ گوته نسي .

حبيب الله غمخور
دافغانستان نوې دولتی مشرتابه دپاکستانی کرغېړنو لوبو پر وړاندي بايد له سياسي هوښياری نه کار واخلی . اوس پاکستانی چارواکي دڅولسيزونه پخوا په دود خپلو نوکرانوته دلويولارودپلونو دورانولو هدايت کړئ . دبېلگې په توگه همدا اوس مې په دله ايزورسنيوکي ولوستل چې چي داپاکستانی جنرالانوپه هدايت وسله والو طالبانو د کابل – کندهار په لویه لار کې د زابل ولایت یو مهم پُل په چاودېدونکو موادو الوزولی دی. دپاکستان لمړی وزير نوازشريف اوجمهور رئيس ئې وروسته له هغه چې ډاکتر اشرف غني احمدزی دافغانستان دولسمشر په توگه وټاکل سو په خپلو پېغامونو اودلوړی دمراسيمو په وينا ووکي دډاکتر اشرف غنی احمدزی سره په افغانستان کي دسولي اوثبات را وستلوپه هڅوکي دهرډول ملاتړاعلان وکړې . دوي په خپلو دروغجنو اودوه مخو خبرو کي په افغانستان کي دسولي اوثبات راوستوسره علاقه وښودل او په خپلو ويناوکي يې کوښښ کاوه موږ پدې ډاډه کړئ چې نور به لجاجت نه کوي . اوس ئې گورو چې دا ټولي خبری او وعدې دتل پشان دروغ وختلې ، دمرستی او همکاری په عوض یې هغه دمرحوم داودخان دحاکميت دلمړیو ورځوپه دود خپلو لاسپوڅو طالبانوته دلويو لارودپلونو دورانولو امر کړی اودابي وطنه دپاکستانی جنرالانو امر لکه چي دوي ورته ويلی ټکي په ټکي پلي کوی اودخپل هيواد دلويو لارو پلونه ورانوی . که پرې لارو دامريکا اويابل هيواد ترانسپورتي وسايل تېږېږي ،نو همدا وسايل په پاکستان او سعودی عربستان کي هم دهغوي پر لويو لارو تېرېږې .ولي پاکستانی جن رالان خپلو دغو نوکرانوته داسلام آباد ،کراچي ،ل:اهورپنډی اونورو ښارونو اويادعربستان په ټول هيوادکي دلوي لارودپلونو دورانو هدايت دجهاد په نوم نه ورکوی ؟؟؟؟ پاکستان نه غواړی په افغانستان کي يو باثباته دولتی جوړښت دخپل هيواد برخليک ټاکلو په هکله ملي گامونه اوچت کړی . دوي لکه چي کرزی دخپل حاکميت په ورستيو ورځوکي اعتراف وکړ په افغانستان کي يو خوار وځواکۍ اولاسپوڅۍ رژيم غواړي . دادپاکستانی چارواکو نوې پاليسی نده ،بلکې دخپل پيدايښت له لمړۍ ورځې پدې لعنتی لوبه اخته دی . موږ نه يوازي داچي پر هر افغانانوږغ کوو چې ددې لعنتي پاکستانی جنرالانو دامر پر ځاي کولونه ډډه وکړي ،له امريکا او اروپايي ټولنې نه په کلکه غواړو او پوښتنه کوو؟ چي دا زموږ اوستاسو ترمنځ ددې امنيتی تړونو لاسليک پايلي همدا سوې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ پدې هيله چې زموږ دا بهرني سيالان او انډيوالان دافغان ولس دې سوال ته دنړيوالو منل سوو اصولوپر بنياد مثبت جواب ووايي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery