مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-18   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مودي: د افغانستان پخوانی ولسمشر به د تل لپاره د هند ځانګړی ملګری پاتې شي

احمد فیصل
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي وايي پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی به د تل لپاره د هند ځانګړی ملګری پاتې شي. مودي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي هڅې ستایلې دي. ده ویلي چې ولسمشر کرزي په خپل هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې دي. مودي کرزی له دې کبله هم ستایلی چې په افغانستان کې یې د لومړي ځل لپاره په سوله ییز ډول د سیاسي واک د لېږد لپاره زمینه برابره کړه. لومړي وزیر له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په تلفوني خبرو کې زیاته کړې: « ولسمشر حامد کرزي په سختو شرایطو کې په بریالیتوب افغانستان د سولې، پرمختګ او ثبات پر لار برابر کړ او د هغه کړنې د هېرولو نه دي.» کرزي هم د دغو تلفوني خبرو پر مهال ویلي چې دی له هند سره اړیکو ته جدي لېوالتیا لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery