مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-18   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکایي الوتکو د سوریې پر یو شمېر نفتي سیمو بمباري کړې ده

احمد فیصل
امریکايي الوتکو د سوریې په ختیځ کې پر هغو نفتي سیمو هوايي بریدونه کړي چې د داعیش تر کنټرول لاندې دي. ویل کېږي په بریدونو کې اته تنه وژل شوي دي. پنټاګون ویلي چې په وروستیو ورځو کې یې بریدونه د داعیش تر کنټرول لاندې سیمو کې د نفتي توکو د تولید او توزیع پر تاسیساتو متمرکز کړي.د داعیش جنګیالیو په سوریې کې یو شمېر هغه سیمې چې د نفتي توکو زېرمې لري ولکه کړې او همدا یې تر ټولو ستره مالي سرچینه ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery