دخپریدو نیټه : 2014-10-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ډاکتر عبدالله: راتلونکي پنځه کاله به د خلکو د خدمت لپاره وي
احمد فیصل
د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز نظام پر سمون د ټينګار تر څنګ وويل چې راتلونکي پنځه کلونه به د خلکو د ژوند د سوکالۍ لپاره د زحمت او هڅو کلونه وي.
عبدالله پرون د بلخ ولايت له يو شمېر مشرانو سره په خپل کور کې په ليدنه کې وويل چې خلکو د خپلو حقونو اعاده، د قانون حاکميت، خدمات، سالمه اداره او له فساد سره مبارزه غواړي او د نوي حکومت پيل به په ځانګړي ډول د خلکو د برخليک په ټاکنه کې ستر ګام وي.
د حکومت اجرايي رييس وويل چې په راتلونکو پنځو کلونو کې جدي کارونه شته چې د زحمتونو په قبلولو سره بايد ترسره شي او د خلکو د ارام او غوره ژوند لپاره اړتيا ده چې هغوى هم د حکومت له مشرتابه ملاتړ وکړي.
ډاکټرعبدالله زياته کړه: ((د خلکو په ژوند کې تر ټولو مهمه مسئله امنيت دى، د وزګارتيا له منځه وړل، د ځوانانو حق دى، د ښځو او خلکو د حقونو خوندي کول دي چې خلک يې غوښتنه کوي.))
نوموړى وويل چې افغانستان د خپل سياسي تاريخ په نوي پړاو کې دى، د ملي يووالي حکومت جوړښت د خلکو د هيلو په پوره کولو کې يو ستر ګام دى او دا لومړى ځل دى چې يو حکومت د رايه ورکوونکو په رايه جوړېږي.
نوموړي د ټاکنيز نظام پر سمون د ټينګار تر څنګ وويل چې د ولسوالۍ شوراګانو او پارلمان ټاکنې به ډېر ژر ترسره شي، دوى به د ټاکنيز نظام سمون ته زمينه مساعده کړي او د ټاکنو قانون په اصلاح سره به راتلونکې ټاکنې په قانومندانه توګه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله د يو شمېر نورو ولايتونو له مشرانو سره ليدنه او خبرې وکړې.