دخپریدو نیټه : 2014-10-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
صنعتکاران: حکومت دې د فعالیت شرایط راته برابر کړي
احمد فیصل
حکومت بايد د افغان صنعتکارانو لپاره ښې کاري زمينې برابرې کړي.
دغه څرګندونې د تلې په ٢٦مه، يو شمېر افغان پانګه والو په ننګرهار ولايت کې د افغانستان صنايعو د ودې په يوه ورځني کنفرانس کې وکړې.
هغوى وويل، په هېواد کې پر دولتي ادارو د غير مسلکي کسانو ګومارنې، ناامني، اداري فساد او د برېښنا کموالى هغه ستونزې دي، چې د صنايعو د پرمختګ مخه يې نيولې ده.
په ننګرهار کې د صنعتکارانو د ټولنې مرستيال قاسم يوسفي، په دې کنفرانس کې وويل، دولت د صنايعو پر وړاندې غير مسلکي چلند کوي، چې له امله يې د پرمختګ مخه نيول شوې ده.
نوموړی وايي، په ننګرهار کې د صنعتکارانو ټولنې، ولسمشر ته د صنعت د ودې لپاره داسې تګلاره جوړه کړې، چې په پلي کېدو به يې په هېواد کې صنعت ډېره وده وکړي.
بلخوا د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) مرستيال محمد ابراهېم شمس وايي چې په هېواد کې د صنعت د پرمختګ لپاره بايد صنعتکارانو ته ځمکه ورکړل شي.
د سوداګړۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي بيا وويل، په ننګرهار کې يې د دغې ګډې ناستې موخه دا وه، څو څنګه کولاى شي په هېواد کې صنعت ته وده ورکړي.
ده وويل، دغه تګلاره چې په ننګرهار کې د صنعتکارانو له لوري جوړه شوې، ولسمشر ته به وړاندې شي.