مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان په زړه کې د اسلام د مبین دین خلاف د ګستاخي کولو جرئت!!!

 

استاد انجنیر نورالله خان احمدزی

له کابل څخه یو اخبار چې په انګریزي ژبه خپریږي او نوم یې Express  دي، دغه اخبار په ۴۵۱ ګڼه کې یو مضمون خپور کړی  او عنوان یې دی: The Islam of Taliban and ISIS د مضمون لیکوال  A.J.Ahwar نومیږي.

په یاد مضمون کې د اسلام د مقدس دین خلاف ډیر څه لیکل شوي او زموږ مقدساتو ته ډېر سپکاوی شوی، لیکوال د الله سبحانه وتعالی، قرآن کریم او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله ډېرې ناوړه خبرې لیکلي او داسې برېښي چې دا کس یا ذهني ناروغ دی او یا هم له اسلام څخه بلکل بې خبره دی له نورو تحریفاتو سره  حتی د توحید کلمه یې هم غلطه لیکلې.

یو ځای لیکي: که څه هم زما قلم د داسې لیکنو څخه عاجز دی خو وایم چې ( نقل قول کفر کفر نباشد) او هم وایم چې (خاکم به دهن) .لیکوال ثابته کړې چه له ده څخه مسیر ورک دی او حتی پدې نه پوهیږي کوم مضمون چې دی لیکي موښه یې څه ده او څنګه وکولی شي خپل فاسد نظر پر نورو تحمیل کړي او له بلې خوا خپلو بادارانو ته وښیي چې دادی وخت مساعد دی او دوی کولی شي چې د اسلام خلاف په ښکاره هم کمپاین وکړي، دوی فکر کوي چې د دوی مخه نور څوک نشي نیولی -  د لیکوال لیکنه زما د خبرو تائید لپاره کافي دلیل دی.


لیکونکی لیکي:ـ  (د طالبانو او ISIS داعش) په بیرغونو لیکل شوي چې الله یو دی او حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) یواځنی پیغمبر دی یو الله  او یو پیغمبر دی، دا ډېره  په زړه پورې  خبره ده چې که څوک اسلام راوړي نو دا به مني چې یو خدای شتون لري او نور خدایان منتفی دي، هر مسلمان عقیده لري چې د مسیح، پلار  او میري د خدای په صورت کې د منلو وړ نه دي یواځې د مسلمانانو خدای موجود دی. نو واضح شوه چه بیا خو تفاهم ته اړتیا نشته د نورو عقایدو نه منل او انکار د بې امنئ او په نړۍ کې د تبعیض سبب ګرځي چې دا یو غیر انساني طرز تفکر دی مسلمانان وایي چې هر چاته هر چیرې د اسلام لار پرانستې ده خو کله چې مسلمان بل دین غوره کړي نو د مسلمانانو له نظره دا کار د منلو نه دی.

دغه کس دومره فاسد او له ناپوهي ډک استدلال وړاندې کړی چې هیڅ علمي او تحقیقي اړخ نلري، دی فکر کوي چې دا سپین او تور بیرغونه یوازې د طالبانو او داعش ګوند پورې اړوند دي او بل دا چې وایي الله یو دی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی پیغمبر دی او پیغمبر یو دی دا په هیڅ صورت او هیچا ندي ویلي چې یوازې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پيغمبر دی او نور پیغمبران نه ول او نشته خبره داده چې د مسلمانانو  عقیده او الهي ارشادات دادي چې دی آخري پيغمبر دی یو مرفوع حدیث دی: انا خاتم النبین لانبی بعدی دلته دی خپله فرمایي چه زه آخري پيغمبر یم او د نورو پيغمبرانو نفي هیڅکله نده شوې چه لده څخه مخته نور پيغمبران نه ول دا هم د لیکوال جهالت او له اسلام څخه پوره ناپوهي او ناسم  استدلال په ګوتو کوي.  دارنګه په قرآن کریم کې الله سبحانه وتعالی فرمایي: وما محمد إلا رسول قد خلت من قبله الرسل دلته هم دا په ګوتو کوي چې له حضور صلی الله علیه وسلم څخه مخکې نور پيغمبران هم ول او تېر شویدي. بل د لیکوال هم دا شک دی چې له یو خدای څخه نور خدایان هم شته چې دا ډول خبرې کفار مکه او مشرکینو به هم کولې، هغوی به ویل چې خدایان ډېر دي چې عمومي نظر یې داسې وو چې د هرڅه د ګټې تاوان لمر شپه او ورځ باران او هرڅه یې بېل بېل خدای منلو او هغه هم دبت په بڼه چې پخپلو لاسونو او خاورو څخه جوړ شویو بتانو ته به یې خدایان ویل چې اوس ټوله نړۍ دا مني چې بت یا له خاورو څخه جوړشوي بتانو ته خدایان ویل دا ستر جهالت او دا هیڅکله د مځکې او آسمان او مخلوقاتو په پيدایښت او چلولو نه خبر دي او نه پوهیږي بلکه هسې یو شکل او بې روح شی دی چې دوی خپله جوړ کړیدي نو لیکوال صاحب د کفار مکه او مشرکینو څخه متاثره ښکاري او فکر کوي چې دی هم د ۱۴ سوه کالو پخوانی او د جهالت په وخت کې ژوند تیروي خو خبر ندی چې دده دا ډول نظر هم دین ردوي او هم یې ساینس ردوي. قرآن کریم پدې اړه فرمایي: لو كان فيهما آلهة إلا الله لفسدتا کچیرته له یو رب یا الله څخه نور خدایان وای نو په مځکه او آسمان کې به فساد وو هرڅه به خراب او ګډوډ ول یو خدای به یو څه ویل او بل به بل څه ویل، یو به ویل زه لمر له مشرق څخه راپورته کوم او بل به ویل چې له مغرب څخه یې راپورت کوم، یو به ویل چې باران کوم او بل به ویل چې نه ږلی یا واوره  وروم دارنګه په لکونو مسایل او شیان دې چې که د الله تعالی څخه بغیر نور خدایان وای نو داسې ستونزې به پيشې شوې وی او دا نړۍ به ډېر مخته لمنځه تللې وای.

لیکوال دومره بې خبره دی چې حتی د حضرت عیسی علیه السلام او بي بي مریم په هکله هم معلومات نلري، اصل کې د حضرت عیسی علیه الاسلام په وخت کې ټولو منله چې دی د الله تعالی بنده او رسول دی لکه چې فرمایي: إِ نَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَىٰ مَرْيَمَوَرُوحٌ مِّنْهُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۖ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ ۚ

مسيحيان خو په لوی خدای ج  عقيده لري ځکه اهل کتاب دې ولې له خدای ج  سره شريک نيسي عیسی (زوی) او روح القدوس (جبريل) له هغه سره شريکوي اوپه دې مسئله کې ټول مسيحيان په يونظر نه دي بلکې د دوی د کليساوو ترمنځ اختلاف دی (الموسوعة الميسر ص ۵۰۳) يوه فرقه يې په دې عقيده ده چې مسيح علیه السلام  انسان دی اوبله ډله يې بياوايي :پلار،زوی اوروح القدوس له دريو مختلفو شکلونو يې خدای ترسيم کړي ظاهراًً خلکو ته خدای يادوي ولې په اصل کې يې له خدای نه هدف پلار،زوی اوروح القدوس دی ؟

زوی (مسيح) له خدای (پلار) اودروح القدوس (جبريل ) په توګه د مريمې بدن ته انتقال شوی دی او د ښځې په څيرڅرګند چې وروسته عیسی علیه السلام  ترې پيداشوی دی .العياذ باالله

يوه بله ډله يې وايي زوی د پلار په څير ازلي نه دی بلکه مخلوق دی د نورو مخلوقاتو په څيراو دپلار نه په لاندې درجه کې وي چې دپلار د اوامرو تابع وي .بله ډله يې چې د نيقيه ټولنې په نوم په ۳۲۵ ميلادي اود قسطنطينيه ناسته په کال د ۳۸۱ ميلادي کې دا تصويب کړه چې زوی اوروح القدوس په الوهيت کې له پلار سره مساوي دي زوی په ازل کې له پلاره څخه پيداشوی دی او روح القدوس له پلارڅخه څرګند اوځليدلی دی  .د طليطله په نوم يوې بلې ډلې په  ۵۸۹ ميلادي کال کې داتصويب کړه چې روح القدوس له زوی څخه منځ ته راغلی دی  (خصائصه التصور الاسلامي ص 31)

په لنډه توګه ویلی شوي:

الف : دشرق او غرب کليساوې په يوه نظر نه دي بلکې دوی په خپل منځ کې اختلافات لري چې ترننه دوام لري .

ب : ددی دين تغير او تحريف د دوی په خپل لاس کې دی خود تحريف او تغير لپاره کومه واحده مرجع اوځای هم نه لري .

ج : دوی په خدای ج  ايمان لري ولی په تثليت هم ايمان لري چې تثليت مخکې بيان شو چې هريوځانته خصوصیت لري يوله بله فرق لري خو دوی يې دری واړه يو اصل يو جوهر بولي   په قوت کې يې هم برابر بولي دا يوعجيبه حيرانکونکی نظريه ده !!

که عاقل انسان په دې عقايدو کې ښه فکر او سوچ وکړي درې ذات عقيده لري اوهر يو بيل بيل ځنګړتياوې او خصوصيات لري چې يوله بله فرق لري اودوحدانيت مسئله هسې يوه دعوی ده چې هيڅ صحيح وضاحت نه لري ځکه هغوی وايي : دری اصله يو دی لکه ۱+۱+۱=۱ چې هيڅ عاقل دا نشي قبلولای .لنډ داچې هغوی دعوی د دريو خدايانو لري او ديوه خدای تر پوښښ لاندې يې خلکو ته وړاندې کوي او وايي : (مونږ د يوه خدای لمانځنه کوو ) د خلکوسترګو ته خاورې ورشندي . نو دلته هم د لیکوال لیکنه په هیڅ صورت حتی نه د اسلام له اساساتو سره اړخ لګوي او نه د عیسویانو عقیده چې مخکې ذکر شوه. بل داچې لیکوال ولې یوازې د حضرت عیسی علیه السلام ځانګړې یادونه کړې او لې یې د نورو پيغمبرانو نامې او یادونې ندي کړي دلته هم څرګندیږي چې داکس عیسویانو ته خدمت کړی او د یوې پروژې تر اثر لاندې کار کوي خو خبر ندی چې د ده دا ډول عقیده خپله عیسویانو او د هغوی مشرانو لا ډېره پخوا رد کړېده.

دی وایي چې که څوک له اسلام څخه بل دین غوره کړي نو دا کار د مسلمانانو لپاره د منلو وړ ندی  اصل کې داکس دومره خبره دی چې دا د یو کس شخصي نظر ندی بلکه دا د قرآن او د اسلام تعالی وینا ده چې: وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ . بل داچې که موږ تاریخ ته نظر واچوو آیا د حضرت عیسی السلام په وخت کې دا کار شونی وو چې یو څوک یا د هغه امتي د حضرت موسی یا بل پيغمبر دین ومني؟ دارنګه موږ په دنیوي مثالونو کې هم وینو که یو څوک د یو هیواد تابعیت ولري آی کولی شي چې ووایي زه په هند کې اوسم خو قانون د افغانستان عملي کوم دا به هیڅ یو هندو یا د هند وګړۍ ورسره ونه مني نو د پیغمبرانو مثال هم داسې دی چې ځینو ته صحیفې او ځینو ته کتابونه ورکړل شوي چې آخر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی او نبوت پر هغه ختم شوی نور پيغمبران نه راځي. موږ داسې هم وایو چې کله یو نوی پروګرام راځي که هغه د ټکنالوجي په میدان کې وي یا بل خو هغه پخوانی شی لکه همدا د کمپیوټر مثال کله چې نوې مایکروسافټ وینډو راغله هغه پخوانۍ وینډو نور څوک نه کاروي یا هغه نور پروګرامونه چې اوس یې خلک نوم هم نه پيژني البته په ریکارډ یا نوټ کې یې وایي خو عملي کار ځنې خلک نه اخلي، نو زما موښه هم داده چه پخواني ټول پیغمبران پر حق ول خو عمل یا شریعت چې چلیږي هغه د آخرني پيغمبر دی او دا خلک چې عیسویان دي یا نورو ادیانو والا دوی باید د اسلام د دین مطابق ژوند کړي او اسلام یوازې زموږ یا د عربانو ندی بلکه دا یو نړیوال دین دی په دغه دین باندې اروپایان، امریکایان، هندوان چینایان، روسان او هر هغه څوک داخلېدلی شي چې اسلام ومني او ورته ژمن وي، هو هغه ادیان چې منسوخ او لمنځه تللي دي او حتی په هغو پخوانیو کتابونو کې ډیر تحریفونه هم شوي او پلویان یې په یو نظر ندي چې کوم انجیل یا د هغوی کتاب دمنلو وړ دی او کوم یو نه خو لله الحمد لکه څنګه چې الله تعالی د قرآن د ساتلو خپله سپارښتنه کړې تر ۱۴ سوه کالو راهیسې دا کتاب محفوظ او دا یوه معجزه هم ده چې په دغه کتاب کې هیچا ګوتې ندي وهلي او نه یې څوک توان لري چې یو آیت بدل کړي. د قرآن په اړه حتی د امریکا، اروپا، اسټرالیا، هند، چین، روس او نورو هیوادونو ساینسپوهان اقرار کوي چې دا کتاب یو مکمل او د حتی د ساینس ژپه یې بولي، د اسلام  د حقانیت په اړه یو څو ویناوې ستاسو مخته ذکر کوم:

Nepolean Bonaparte – Quoted in Christian Cherfils BONAPARTE ET ISLAM (PARIS  1914)

“I hope the time is not far off when I shall be able to unite all the wise and educated men of all the countries and establish a uniform regime based on the principles of Qur'an which alone are true and which alone can lead men to happiness.”

 

Montgomery Watt, Mohammad at Mecca, Oxford 1953, p. 52:

"His readiness to undergo persecutions for his beliefs, the high moral character of the men who believed in him and looked up to him as leader, and the greatness of his ultimate achievement – all argue his fundamental integrity. To suppose Muhammad an impostor raises more problems than it solves. Moreover, none of the great figures of history is so poorly appreciated in the West as Muhammad."

 

George Bernard Shaw - The Genuine Islam Vol.No.8, 1936.

“I believe if a man like him were to assume the dictatorship of the modern world he would succeed in solving its problems in a way that would bring much needed peace and happiness.
 I have studied him - the man and in my opinion is far from being an anti–Christ. He must be called the Savior of Humanity. I have prophesied about the faith of Mohammad that it would be acceptable the Europe of tomorrow as it is beginning to be acceptable to the Europe of today.”

 

بل ځای لیکي:  چه محمد (صلی الله علیه وسلم) ویلی تاسو مسلمانان آزاد یاست چې زنا کاران، قاتلان او مرتدین ووژنئ.
اهوار لیکي: دا ډول کړه وړه چې طالبان او داعش (ISIS) یې کوي دا ددوی اسلامی عقیده او د دوی د خدای او پیغمبر دستورات دي.

دلته هم لیکوال په پوره توګه له اسلام څخه ناسم او غلط استدلال یې کړی، اسلام هیڅکله بغیر له محکمې پر چا د مجرم حکم نکوي، نن سبا په ټوله نړۍ کې د اسلامي قوانینو پر وړاندې بل هیڅ قانون  نشته چې مقابله ورسره وکړي په اسلامي قوانینو کې جامعیت ده، عدل او انصاف ده او د هیچا حق پکې تر پښو لاندې کیږي نه البته په نورو قوانینو کې تل د مظلومانو حقوق ترپښو لاندې شوي چې همدا اروپا امریکا او نوره نړۍ یې شاهده ده او یو ښه مثال یې د همدا پرمختللې امریکا خبره ده چې په شپاړسمه سلیزه بیا تر اتلسمه سلیزې پورې دوی له تور پوستو سره څه ونکړل او څومر تور پوستي هلته ووژل شول او د هغوی حقوق لا تراوسه هم په پورته ډول ندي ورکړل شوي، اروپا روس او امریکا مستعمرې جوړې کړې وې او خلک یې د خپل غلامان جوړ کړي چې تاریخ د دغو پيښو ګواه ده او لدې څخه هیڅوک سترګې نشي پټولی. په اسلام کې چې یو کس جرم کړي د هغه جرم بدله به ورته رسیږي او دا د نړۍ په ټولو هیوادونو کې دي تاسو وګورئ امریکا د اسامه په پلمه زموږ نږدې څلور لکه افغانان شهیدان نکړل، د هغوی دښمني خو له اسامه سره وه افغان ملت څه ګناه کړې وه چه هغوی دا کار وکړ خو دا لیکوال به په ټول تاریخ د اسلام کې ثابته نکړي چې مسلمانانو دې داسې کور کار کړي  یا داسې ظلم چه روسانو او امریکایانو له مظلومو افغانانو سره وکړ، دا غلام لیکوال ولې د هغو ظالمانو خلاف څه ونه لیکل چې د یو کس په بدل کې یې په لکونو خلک ووژل او د نړۍ په تاریخ کې چې څومره ډیرې وژنې ترسره شوي هغه په نړیوالو جګړو کې د همدغو کفارو په لاس ترسره شوي چې د هغوی شمیر ملیونو خلکو ته رسي خو لله الحمد اسلام له داسې ناوړه کړنو څخه پوره په امن او روڼ تاریخ ترشا لري.

د قتل مسئله هم داسې ده چې د جرم مطابق به هغه قاتل یا وژونکي ته سزا اورول کیږي او بل اسلام کې قصاص دی چې دا کار د نړۍ په سطحه ډیرو هیوادونو له اسلام څخه زده کړي او د اسلام دا قانون یې پوره باوري او د عدل یو سمبول په توګه منلی. اسلام په ناحقه قتل یا وژنه غندي او الله تعالی فرمایي:

ياأيها الذين آمنوا كتب عليكم القصاص في القتلى الحر بالحر والعبد بالعبد والأنثى بالأنثى فمن عفي له من أخيه شيء فاتباع بالمعروف وأداء إليه بإحسان ذلك .. دلته پوره وضاحت دی حتی که یو څوک قاتل وبښي هم بښلی یې شي او د ادا یا پور خبره هم پکې شته. همدارنګه د مرتد په اړه اسلام داسې وایي: جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مَنْ بدَّلَ دِينَهُ فَاقْتُلُوهُ  (صحيح البخاري رقم (2854 (3/1098)  څوک چې مرتد شي هغه ووژنئ . چې دا حکم د مسلمانانو نائب او حاکم ته دی نه عامو مسلمانانو ته .

عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه، قَال: قال: رسول الله صلى الله عليه وسلم (لا يحل دم امرئ مسلم يشهد أن لا إله إلا الله وأني رسول الله إلا بإحدى ثلاث النفس بالنفس والثيب الزاني والمفارق لدينه التارك للجماعة) [(صحيح البخاري (6/2521) و صحيح مسلم (3/1302)

د هغه مسلمان وينه حلاله نه ده چې شاهدي ورکړي په دې باندې چې نشته لائق د عبادت مګر الله دی او محمد صلی الله عليه وسلم د هغه رسول دی مګر په دريو حالاتو کې نفس په نفس (قصاص ) ، واده واله زاني ، او مرتد چې د مسلمانانو ډله پريږدي او کافر شي خو د مرتد په اړه به لومړی پوره تحقيق تر سره کيږي چې په څه کافر شوي دي په ځنو حالاتو کې لکه جهل ، تأويل ،اکراه او خطا په صورت کې به هغه معذور ګڼل کيږي :

اول جهل : کيدای شي يو کس د الله تعالی په حکمونو پوه نه وي په يوه کفري ټولنه کې استوګن وي يا د بې علمه او جاهلو خلکو په منيځ اسيدلی وي او داسې مسلمانان ډير شته چې هغه د جهل او ناپوهي په ټولنو کې اوسيږي نو په داسې کس باندې د مرتد او قتل حکم ډير سخت وي بلکي پوره تحقيق غواړي .

دوهم تأويل د شرعي احکامو : داسې چې يو کس د الله تعالی احکام داسې تفسير کړي چې مراد ترينه شرعه نه وي لکه اهل بدعت کوم چې تأويل کوي لکه مرجئة ډله ، معتزله ډله او خوارج .

دريم اکراه او مجبوريت : داسې چې پر کوم کس باندې ظالم مسلط شي او د غذاب څخه د خلاصون په نيت په ژبه باندې څه د کفر کلمات ووايي مګر زړه يې په ايمان مطمئن وي .

څلورم خطاء : داسې چې يو کس سهواً په بې فکری سره د کفر کلمات ووايي نه قصداً

لنډه داچې مرتد به نه وژل کيږي مګر هغه ته به درې ورځي وخت ورکول کيږي ( د جمهورو علماؤ په نزد ) که دا ارتداد يې د شبهاتو له وجې وي هغه ته به د شبهاتو لري کولو ، توبه ايستلو او بيرته اسلام ته را ګرځيدلو د پاره دلائل وړاندي شي او دعوت به ورکول کيږي که يې قبول کړ ښه او که پر خپل کفر کلک ولاړ وو نو بيا يې حکم داسې دی لکه د حربي کافر او بيا دا مرتد تر اصلي کافر نه د اسلام او مسلمانانو د پاره ډير خطرناک دی .

لکه معاذ ابن جبل چې وايي چې کله زه رسول الله صلی الله عليه وسلم يمن ته ليږلم نو را ته ويې فرمايل : :” أيما رجل ارتد عن الاسلام فادعه، فإن عاد، وإلا فاضرب عنقه ( هر څوک چې مرتد شو نو هغه دوباره اسلام ته دعوت کړه که يې اسلام قبول نه کړ نو بيا يې مری ورباندې کټ کړه ) .

د مرتد په مسئله کې ډير احتياط په کار دی په کوم مسلمان باندې په ناحقه د کفر تاپه لګول سخته ګناه ده رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إذا كفر الرجل أخاه، فقد باء بها أحدهما – رواه مسلم  (هر چا چې خپل مسلمان ورو په کفر باندې متهم کړ يقيناً يو د هغوی به په هغه باندې اخته کيږي او د هغه ګناه د هغوی نه د يو کس په غاړه کيږي )

همدارنګه فرمايي : من شهد أن لا إله إلا الله، واستقبل قبلتنا، وصلى صلاتنا، وأكل ذبيحتنا، فهو المسلم- رواه بخاري 

(هر چا چې شاهدې ورکړه چې بغير له الله بل معبود بر حق نشته او زمونږ قبلې ته يې مخ کړ او زمونږ لمونځ يې وکړ او زمونږ په شان يې ذبح وکړ زمونږ ذبح يې وخوړله پس هغه مسلمان دی) .  


اهوار لیکی: زه غواړم چه د دوی خدای سره خبرې وکړم ته څه ډول خدای یې؟  آیا ذهني  نازوغه یې؟  ته دعوه لرې چه د هر څه پیدا کوونکی یم او اوس بیا په قهر یې چه خپله بادشاهي ورانه کړې آیا ته دا منلی شی چې بې ګناه خلک ووژل شي  آیا ته په دې راضي یې؟

لیکوال څه فکر کوې چې د نړۍ ۱۹۰ هیوادونه د هر څه لپاره وضعي قوانين جوړولی او لرلی شي خو هغه خدای چې دا اوه مځکې او اوه آسمانونه یې پیداکړي او دا ټ،ل کائتات یې پيداکړي هغه باید قوانین ونلري او دپرېکړه حق ورسره نه وي چې هم مخلوق د هغه او هم یې حق د پرېکړې ورسره نه وي. که په ټولې نړۍ کې یو داسې هیواد را په ګوتو کړي چې هلته جرم معاف دی او هیڅ قانون نشته نو مهرباني دې وکړي خو چې په نړۍ کې دا شی نشته نو د الله لپاره د داسې شی لیکل یا هغه ته مشوره ورکول دا د یو عاقل او پوه انسان کار کېدای شي؟

الله تعالی فرمایي: وما ربك بظلام للعبيد همدرانګه بل ځای فرمایي: إن الله لا يظلم مثقال ذرة. دا خبره واضحه ده چې الله تعالی ظلم نکوي او حتی د ذره په کچه هم ظلم نکوي، هغه کلي او هغه ځایونه چې الله تعالی وران کړي د هغوی په هلکه خپله الله تعالی فرمایي: وَ کَذلِکَ نُهلِکَ القُری وَ هِیَ ظالِمَۀٌ --  چې دا خلک ظالمان ول او ظلمونه به یې کول یو بل به یې وژل او د انسانیت په چوکاټ کې به یې ژوند نه تیرولو او حتی د وخت پيغمبران به یې شهیدان کړل، هیڅ قانون او هیڅ اصولو ته یې غاړه نه ایښودله، اوس که الله تعالی چاته سزا ورکوي دا  د هغه خدای خپله پرېکړه او خوښه یې ده او هغه علیم ذات دی موږ او بل هیڅوک هغه ته مشوره نشي ورکولی او نه د کائناتو په تدبیر سم پوهیږو او نه ځنې سم خبر یو.  خو چې دا کس په قرآن او الهي ارشاداتو نه پوهیږي اوس نو ګناه د چا ده!!!

اهوار لیکی چه لیکونکي او فیلسوفان به دغې پایلې ته ورسیږي چې ته (خدای) زمونږ  د انسانیت لپاره ښه نه یې!

لیکوال پدې خبر ندی چې فیلسوفان او نور مخلوق چا پیداکړی او آیا له فرعون څخه به بل ظالم کس پيداشي او د نمرود پشان ظالم به راشي او که بیا هم څوک داسې کس پيداشي چې د تیر په څیر کړنلاره غوره کړي نو آیا دوی به له الله تعالی سره مقابله وکړای شي! د خدای تعالی عذاب ډېر سخت دی لکه چې فرمایي: انّ عذابی لشدید نو د الله تعالی په مقابل کې بل څوک نه طاقت لري او نه بل صانع شته، که داکس لږ هم فکر وکړي چې دی وایي موږ الله تعالی ته اړتیا نلرو نو بیا دا مرګ او ناخوالې طوفانونه، زلزلې، باران، مځکې ښویدنې او نورې ناخوالې به څنګه دفع کوي او آیا انسان به ددې توان ولري چې نور کائنات پيداکړي او کائنات پخپل فکر او عقل وچلوي، که څوک یو معمولي شی نشي پيداکولی او هغه د هیڅ شي توان نلري نو دی څنګه د الله تعالی په هکله داسې خبرې کوي چې هیڅ ګټه نلري، آیا دا مځکه د الله تعالی نده، دا آسمان د الله تعالی نده، دا کائنات د الله تعالی ندي، همدا شپه او ورځ او د کائناتو ټولې کړنې  د هغه ستر رب تعالی په لاس کې دي هیڅوک د دې توان نلري چې پخپل سر باران ووروي او پخپل سر لمر ډوب کړي او پخپل سر یو فصل یا څه را زرغون کړي دا ټول او ټول د الله تعالی په امر او تطبیق سره روان دي. هیڅ ژوی او ژوندي سر نشته چې د هغه نفس او روح  بغیر د الله تعالی له امر څخه پرته ترسره شي، هیڅوک د خپل نفس واک نلري او دا نفس چې اخلو دا هم د الله تعالی په امر چلیږي زه نه پوهیږم چه دغه بې خبره او بې علمه لیکوال کوم داسې څرک لیدلی چې موږ الله تعالی ته اړتیا نلرو او هغه یا د هغه ملحدینو ملګرو کوم داسې نوې دنیا پيداکړې چې موږ هغه ووینو او ووایو چې رښتیا هم نه مځکې ته اړتیا شته اونه آسمان ته بلکه د ملحدینو او نه منونکو دنیا ته باید ولاړ شو خو داسې څه مو ندي لیدلي او نه دوی د یو مچ په اندازه مخلوق پيداکولی شي او نه به یې پيداکړي.

لیکونی لیکي: تا ویلي چه ما د لوط ټول قوم تباه کړی (سورة لوط قرآن) ځکه دوی لواطت کولو.

لواطت چې په غربي ډيموکراسۍ کې ورته همجنس بازي وايي د حيوانيت څخه پست او د فطرت خلاف عمل او سخته عظيمه ګناه ده چې جناب رسول صلی الله عليه وسلم د خپل امت په باره کې د دغه ګناه په وجه وېرېدلی دی يعنې څلوارلس سوه کاله پخوا يې دا انديشنه کړي ده چې زما امت به په دغه پست او د فطرت خلاف عمل اخته کيږي لکه چې فرمايي :(إن أخوف ما أخاف على أمتي من عمل قوم لوط) (ابن ماجه او ترمذي ) .

يعنې : زه چې د خپل امت په باره کې له هغه څخه زيات ويرېږم لواطت دی .

دا فاحش عمل عظيم فساد دی چې د لوط عليه السلام قوم ورباندې مبتلاء ؤ چې ددې فاحش عمل په وجه په سخت عذاب سره تباه شول . چې قرآنکريم يې داسې بيان کوي : قَالُواْ يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُواْ إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ ، فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ (هود ۸۰-۸۲ ) .

ژباړه :[[ (استازو ) وويل : ای لوطه بې شکه چې مونږ ستا د رب استازي يو . دوی هيڅکله پر تا نه برلاسي کيږي . نو د شپې په يوې برخه کې خپله کورنۍ (له دې ښاره ) اوباسه او ستاسې يو کس دې هم شا ته نه ګورئ ، پرته ستا له ښځې څخه چې دې ته هم هماغه عذاب رسيدونکی دی چې دوی ته رسيږي . بې شکه چې د دوی د تباهۍ لپاره سهار وخت ټاکل شوی دی . آيا سبا يې نژدې نه دی ؟

نو کله چې زمونږ فرمان راغی ، د هغوی (کورونه ) مو پر بل مخ نسکور کړل او پر دوی مو د پخو خټو د تيږو باران واوراوه ]].

رسول الله صلی الله عليکم وسلم فرمايي :مَنْ وَجَدْتُمُوهُ يَعْمَلُ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ فَاقْتُلُوا الْفَاعِلَ وَالْمَفْعُولَ بِهِ (وأبو داود – 4462) (ابن ماجه -2561 ) .

ژباړه : که مو څوک پيدا کړل په عمل د قوم لوط ( لواطت ) نو فاعل او مفعول دواړه قتل کړئ .

همدارنګه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لَعَنَ اللَّهُ مَنْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ ، لَعَنَ اللَّهُ مَنْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ ، ثَلاثًا ) احمد 2915) .

ژباړه : د الله لعنت دې وي پر هغه چا چې د قوم لوط عمل (لواطت ) کوي ، د الله لعنت دې وي پر هغه چا چې د قوم لوط عمل (لواطت ) کوي ، دری ځله يې دا کليمات تکرار کړل .

نو دا عمل د انسانیت له اصولو خلاف عمل دی او هیڅ ګټه یې نشته، اسلام د ښځو او سړیو لپاره قوانین مقرر کړي او داهم معلوم دي چې ښځې شته او خلک یې په شرعي نکاح لاسته راوړلی شي، د بل خلاف کار کول او داسې کار چې د شرم او بې حیایي او یو حیواني عمل دی هغه اسلام منع کړی، زه له لیکوال څخه پوښتنه کوم چې تاسو او خپل ضمیر آیا ته خپله او ستاسو د کورنۍ کوم غړی به دېته چمتو شي چې بل کس ورسره لواطت وکړي او آیا دغه کارته تاسو زړه ښه کولی شئ؟ باوري یم چې دا لیکوال به دغه ناوړه کار ته زړه ښه نکړي خو چې همدا کار الله تعالی منع کړی او هغو خلکو ته یې سزا ورکړې او مقرره کړې نو ده ته یې څه تکلیف رسي؟؟؟ که خلک لواطلت ته مخه کړي نو نسلونه به ختم شي، ښځې به همداسې ناستې وي نوی نسل به نه وي، هلته لیکوال صاحب وایي چې موږ مدنیت غواړو او ښه ژوند غواړو بیا دلته د لواطت پلوی دی، دا کس خو خپله خبره پخپله ردوي یو ځای یوه خبره  د استدلال په توګه وړاندې کوي او بل ځای بیا خپله خبره ردوي... دا کس بلکل یو ذهني ناروغ او یا په قصداً او دپردیو په اشاره داسې بې معنی او بې مفهومه خبرې کوي. هلته دا نصاف خبره کوي او وایي چې موږ مخلوق خپلو کې سره جوړیږو خو دلته د ښځو ټول حق حقوق تر پښو لاندې کوي، آیا ښځې د لیکوال په باور یو مخلوق ندی، هلته د ښځو حقوق او غږونه پورته کوي خو بیا دلته په لواطت باندې قایل او د ښځو له حقوقو څخه سترګې پټوي.

که له نورو عیبونو او سزا ګانو څخه تیر شو نو په دنیا کې هم د لواطت کوونکي لپاره دا سزا بس ده چې د طاعون ( چې معاصر فقهاء يې اډز بولي ) مرض باندې مبتلاء کيدل ، او په داسې مرضونو مبتلاء کيدل چې په پخوا وخت کې نه وي تير شوي .بل د لوطي او زنا کار عمر کم وي  .

هو یوه کړکۍ هم شته چې دا کسان ځنې ګټه پورته کړي هغه توبه ده: د کومې ګناه نه چې توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي اوبيا دې هغه عمل جايري نه ساتي . په ګناه پښېمانه کېدل او شرمنده ګي ښکاره کول  او  دريم داچې د راتلونکي لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چې بيا به دا ګناه نه کوم.

 

لیکوال بل ځای لیکي:  تا مسلمانانو ته ویلي چې یهود او نصری د مسلمانانو دښمنان دي او په دې شکل نړۍ د تل لپاره په ټوټو ویشل شوې که تا (خدای) داسې په قرآن کې ندي ویلي نو بیا ولې غلی یې؟ 

لیکوال باید یو آیت وړاندې کړی وای چې الله تعالی داسې فرمایلي خو داکس فکر کوم چې د قرآن په یو آیت هم نه پوهیږي، قرآن کې راغلي: وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ. دلته هم داسې څه نه په سترګو کیږي چې لیکوال ځنې استدلال کړیدی. یهود او نصارای خپلو کې هم یو دبل دښمنان دي موږ ولیدل چې تیرو جګړو کې همدغو یهودیانو څومره عیسویان ووژل او همدارنګه بیا عیسویانو څومره یهودیان ووژل، لیکوال حتی تاریخ هم ندی لوستی او حتی هغه کتابونه یې هم ندي لوستي چې یهودو عیسویانو او هغوی یهودو پرخلاف لیکلي بل داچې الله تعالی مسلمانانو ته داسې وایي چې هر هغه څوک چې زما د کتاب او سنت رسول خلاف وکړي هغه زما مخالفین دي که هغه یهود وي که بل هرڅوک وي، یوازې یو قوم او یوه ډله یې نده په ګوتو کړې، فکر کوم چې لیکوال په ځینو ځایو کې له ملحدینو سره خواخوږي ښيي او په آخر کې ټول عیسویانو او یهودیانو سره خواخوږی شوی. دلته هم لیکوال د تذبذب ښکار شوی او نه پوهیږي چې خپله لیکنه په کوم شي تعبیر کړي آخر هم ورڅخه دلیل ورک شي او داسې یوه کلمه ولیکي چې خپله هم پرې سم نه پوهیږي چې آخر ده څه ولیکل.

لیکونکی لیکي: که ته طالبان او داعش نه خوښوې نو بیا ولې دوی پریږدې چې ستاسو وینا تحریف کړي ځکه په اصطلاح ستا په مقدس کتاب کې تا په وضاحت ویلي ته تر هر څه ستر قوت یې او ته هر څه ، هر وخت بدلولای شی اوس کومه خبره رښتیا ده؟

دلته هم دی نه پوهیږي چې یوازې دا طالبان او داعش ندي، ای کاش ده لیکلی وای چې امریکایانو په عراق افغانستان  لیبیا او نور ځایو کې څومره ظلمونه وکړل، روسانو په افغانستا کې څومره ظلمونه وکړل او ولې الله تعالی هلاک یا تباه نکړل! بیا هم که لیکوال په قرآن او سنت سم پوهېدای نو داسې خبره یې نه لیکله، هغه باید اصل شی لیکلی وای د نړۍ تېر او اوسنی تاریخ یې کتلی وای، د فرعون نمرود څخه نیولې تر اوسنۍ نړۍ یې تاریخ او حقایق لیکلی وای چې چا څومره ظلمونه کړي چا ډېر او چا لږ ظلمونه کړي خو متاسفانه لده څخه هرڅه هیر شوي یوازې طالبان او داعش یې لیکلي خو د طالبانو او داعش دښمنان یې هیڅ ندي ذکر کړي. الله تعالی هر ظالم ته مهلت ورکوي لکه چې فرمایي: وَأُمْلِی لَهُمْ إِنَّ کَیْدِی مَتِینٌ. زه مهلت ورکوم بېشکه زما تدبیر متین او پوخ دی دارنګه نور آیتونه هم شته چې الله تعالی خپل مخلوق ته د توبې د ایستلو فرصت ورکوي او ژر یې نه نیسي. که الله تعالی خپله مخلوقات په هرڅه راونیسي یا یې مړه کړي نو دا ټوله نړۍ به لا ډیره مخته ختمه وه او هیڅ ژوندي خلک یا مخلوقات به نه ول خو دا د الله تعالی خپل حکمت دی او هغه پردې ښه پوه دی. آخر داچې طالبان او که داعش یا نورې جهادي ډلې دي دوی د خپلو حقونو د لاسته راوړلو پخاطر پورته شوي او دوی مظلوم واقع شوي دوی امریکا یا ناټو باندې تیرۍ ندی کړی بلکه دا ناټو او نور کفار دي چې پر دوی تیرۍ کوي او وژني یې، موږ دا نه وایو چې که څوک بېګناه افغانان وژني هغه ښه خلک دي یا هغوی مجاهدین دي ناحقه وژنې اسلام کې منع دي که هغه هرڅوک ترسره کوي زموږ په اند دا خلک مردود دي او موږ دا ډول کړنې غندو که دا په هر نوم او هرې بڼې وي.


لیکونکی لیکي: د طفولیت څخه مې چه څه لیدلي په دې یې نه یم اړ کړی چې ستا (خدای) ته احترام ولرم. ته ښه مدیریت نشې کولای. هغه لیکي: حقیقت دا دی چې خدای د انسانانو په قصه کې نه دی هغه (خدای) ته مهمه نه ده چې عبادت یې وکړئ او یا نه! دا اوس زړې او تنګوونکې کیسې دي.

خدای مخلوق آزاد پیداکړی او دایې هم فرمایلي: وماخلقت الجن والانس الا لیعبدون  اوس که څوک یې عبادت کوي او که یې نکوي خدای تعالی انسان او خپل مخلوق ته سمه لاره ښوولې او هم یې ورته ویلي چې په کږه لاره به نه ځې اوس که څوک سمه لار خوښوي نو دا کس به د انعام لاندې راځي او که څوک حق نه منی او ناسمه لاره خوښوي نو طبیعي ده چې لاره به ورکوي او کندې ته به غورځي لکه د  دنیا مثال هم د که څوک له سم سړک څخه منحرف یا کږیږي نو داکس به کندې ته غورځي او موټر یا سوارلي به لمنځه وړي داسې مثال د دین هم ده نو لیکوال خپله په لوی لاس ځان د هلاکت کندې ته غورځولی نو اوس پر ده خو څوک ملامت ندي او خپله یې ځان برباد کړی. دی چې کله وایي خدای تعالی زموږ په قصه کې ندی خو پدې اعتراف نکوي چې دا ټول کائنات او دا ټول رزق موږ ته څوک راکوي، دا اوبه خوراک او دا ښه بدن او غړي موږ ته چا راکړي، که له دغه منحرف لیکوال څخه همدا نن الله تعالی یو لاس یا یوه پښه واخلې آیا دی به ددې عوض ومومي؟ آیا دی به د خپل بدن یو غړی پيداکړي او پدې به وتوانیږي چې هم هغسې فعالیت وکړي لکه څنګه یې چې د روغتیا یا سالم بدن په حالت کې کولو؟  داسې ټول کائنات وګڼه نو زه اوس نه پوهیږم چې دا کس ولې دا نړۍ نه ویني، ولې په کائناتو باندې غور نکوي او ولې دا فکر نکوي چې الله تعالی دا هرڅه زموږ د ګټې لپاره پيداکړي لکه چې فرمایي: وما من دابة في الأرض إلا على الله رزقها ويعلم مستقرها ومستودعها كل في كتاب مبين. نو دا هرڅه  الله تعالی پیداکړي هغه ورته رزق ورکوي تدبیر یې په لاس کې ده او د هرچا په ژوند او مېشت باندې ښه خبر دی داسې په لسګونو نور آیتونه دي چې ورته مطالب پکې ذکر شوي او دا په ګوتو کوي چې دا مځکه آسمان او هرڅه الله تعالی د انسانانو د ګټې لپاره پیداکړي.

لیکونکی لیکي: موږ بې له خدایه هم سم یو ځکه خدای په دنیا کې جګړې پای ته نه رسوي.

که داکس لږ فکر وکړي چې جګړې موږ کوو او که نعوذبالله دا جګړې الله تعالی کوي! دی خپله دلته پخپل ځان باندې نیوکه کوي کله چې ته سم یې نو بیا پر الله تعالی ولې نیوکه کوې او ولې جګړې بیا کوې، کله چې ته دومره امید لرې چې جګړې هغه ستر خدای بندولی شي نو بیا د هغه په مقابل کې ستا دا لیکنه بلکل بې بنسټه او بې معنی ا و ستا پرخلاف ثبوت دی چې هلته وایې دا هرڅه الله تعالی کوي بیا بل ځای وایې چې موږ  خدای ته اړتیا نلرو ، اوس دلته سوال پیداکیږي چې لیکوال خو خدای منلی او دایې هم ویلي چې موږ ورته اړتیا نلرو نو چه کله یو څوک یو شی ومني پدې پوه شي چې دا هرڅه الله تعالی پیداکړي هم دي نو بیا مخالفت یا وروسته لدې انکار د څه شي په معنی؟؟؟ لیکوال کله د الله تعالی وجود مني او کله د هغه له وجود څخه منکریږي، کله وایي دا د مسلمانانو خدای او کله یې د ټولې نړۍ خدای مني، اوس لده څخه پوښتنه کوو چې آیا تاسو د الله تعالی څخه بل بدل لرئ؟ آیا داسې څوک شته چې د هغه ستر خدای په مقابل کې ودریږي؟ آیا داسې کوم طاقت پيژنې چې تا لیدلی وي او نورې نړۍ نه وي لیدلی او له خدای تعالی سره مقابله کولی شي؟

هغه داسې خدای دی چې کله یو شي ته وفرمایي چې شه نو هغه کیږي لکه چې فرمایي: إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيئًا أَنْ يقُولَ لَهُ كُنْ فَيكُونُ.

لیکوال په آخر کی لیکي: زه له ټولو انسانانو آرزو لرم چې د انسانیت له خدمت څخه بل هیڅ  شی او چت نشته. د جنت، پیغمبر او خدای لپاره د خلکو وژل د هیڅ لپاره وژل دی.

دلته هم لیکوال زهر شیندلي او داسې کلمات یې ذکر کړي چې له هیڅ سالم العقل انسان څخه با توقع څوک ونکړای شي، هو د انسانیت خدمت د الله له اساساتو څخه دي او د اسلام په تعلیماتو کې د انسان خدمت ډیر اجر لري، په اسلام کې د یو مسلمان پر بل پنځه حقوق دي دارنګه نور حقوق هم شته لکه د ګاونډیو حقوق، د ښځې او میړه حقوق، د مور او پلار حقوق، د استادانو حقوق، د مشرانو حقوق دکشرانو حقوق، د کونډو او یتیمانو حقوق او داسې شعبه به نه وي چې اسلام ورته حقوق نه ورکړي یا ورته قایل نه وي.  د مخلوق د خدمت مفهوم د الله د رضا له پاره د هغه د مخلوق خدمت کول او له هغه سره نيکي او ښېګڼه کول. د الله تعالی په مخلوق کې د انسانانو تر څنګ ژوي او الوتونکي هم شامل دي. له دې ټولو سره له کوم توپير او بدلې پرته ښېګڼې کولو ته د مخلوق خدمت وايي. خدمت بايد يوازې د خدمت د جذبې له مخې وي، او باید د کومې ځانګړې موخې، ځان ښودنې او نوم غوښتنې په نيت نه وي. په اسلام کې د نورو دينونو په خلاف د مخلوق د خدمت دائره له کوم ځانګړي فرد، قوم يا مذهب پورې محدوده نه ده. اسلام له هر انسان سره د مرستې، ښېګڼې او همدردۍ کولو امر کوي. د قران کريم لارښوونه ده چې: «اَحْسِنْ کَمَا اَحْسَنَ اللهُ اِلَيْکَ»

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وينا له مخې ټول مخلوق د الله کورنۍ ده او د هغه په نزد تر ټولو غوره هغه مخلوق دی چې د هغه له کورنۍ سره نيکي وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي «هر چېرې چې ځئ، په زړه کې د خدای وېره ساتئ، که کومه بدي در څخه وشوه، يو داسې نېک کار وکړئ چې هغه بدي له مينځه يوسي».

بیا وایي چې د پيغمبر او خدای لپاره د چا وژل د هیڅ وژل دي دلته هم لیکوال پدې خبر ندی چې هیڅوک بل کس ددې لپاره نه وژني چې شخصي دښمني ورسره ولري البته موږ د اسلام په دایره کې خبره کوو، اسلام کې جهاد ددې لپاره ندی چې موږ یا مسلمانان هیڅ په هیڅ پر چا تیرۍ وکړي او هغه ووژني اسلام کې د جهاد اصول او آداب معلوم دي، قال الله تعالى : (وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ) البقرة /190 .او د الله جل جلا له  په لار کې د هغو کسانو سره جګړه وکړئ چې له تاسې سره جګړه کوي خو له حد څخه مه تېرېږئ ، بې شکه چې الله جل جلا له  هغه کسان نه خوښوي چې له حده اوړي .بل ځای فرمایي: قال الله تعالى : ( وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ) الحج/40 .که الله جل جلا له  خلک يو د بل په وسيله دفع نه کړي نو ټول هغه ځايونه به ونړېږي چې د الله جل جلا له نوم پکې ډير ياديږي الله به هرومرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې ( د الله د دين ) مرسته کوي ، الله ډير ځواکمن او برلاسی دی .کفر سراسر فسق او فجور خپروي نو د دوی موجوديت د خلکو د فساد سبب ګرځي ځکه دوی د اسلامې شريعت خلاف اعمال تر سره کوي ، سود ، زنا ، شراب ، فاحش او فاضله اخلاق رواجوي او منکراتو ته وده او پراختيا ورکوي ، نو د جهاد مشروعيت ددې لپاره دی چې د مځکې له مخ څخه فساد او منکرات ورک او خلک د الله جل جلا له  دين ته تسليم شي او په دنیا کې سوله او امن وي.

زه دغه بې خبره او د اسلام ضد لیکوال ته په ګوتو کوم چې د الله تعالی په نزد باندې د قبول وړ دين اسلام دی لکه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلۡإِسۡلَٰمُ﴾ [آل عمران: 19]. ژباړه: «بیشکه صحیح او قبول دین د الله عزَّوَجَلَّ په وړاندی یواځی د اسلام مقدّس دین دې». د اسلام څخه بغير ټول اديان باطل دي لکه چې فرمایي: ﴿وَمَن يَبۡتَغِ غَيۡرَ ٱلۡإِسۡلَٰمِ دِينٗا فَلَن يُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٨٥﴾ [آل عمران: 85]. ژباړه: «او هغه څوک چه لټوي د اسلام مقدس دین څخه پرته بل دین، نو هیڅکله به ورڅخه ونه منل شي، او حال دا چه داسی بنده به په آخرت کښی له تاوانیانو څخه وي». نو اسلام د امت سوکالي، خوشحالي، د بشریت د بقا او فلاح، د بشریت لارښود او ټولو ستونزو او کشالو د هوارولو دین دی او څوک چې له اسلام څخه بل دین یا بله لاره لټوي هغه به الله تعالی ته د منلو وړ نده او داسې کسان چې له اسلام څخه بله لاره لټوي دوی به په آخرت کې تاوانیاتو څخه ګڼل کیږي.

په آخر کې له ټولو درنو مسلمانانو علماوو او مجاهدینو څخه هیله کوم چې پرېنږدي دا ډول خلک زموږ په اسلامي ټولنه کې ننوځي او داسې منفي لیکنې او تبلیغات وکړي چې د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی پکې شوی وی، موږ وینو چې یو څه وخت مخکې او اوس هم ځینې کړۍ د عیسویت لپاره تبلیغ کوي، ځینې نور بیا فواحشو او نورو ناروا کارو ته لمن وهي او غواړي زموږ اسلامي ټولنه په بل مسیر روانه کړي، دا زموږ  د ټولو مسئولیت دی چې د اسلام د دفاع پخاطر خپل غږ پورته کړو، که هغه قلمي مبارزه وي که لاریون وي که کوم کنفرانس وي که میډیا له لارې وي او که بله مؤثره لاره وي چې د دا ډول باطلو خلکو مخه ونیسو او د نورو منفي لیکنو، کارونو او د کفري حلقو مخه ونیسو ترڅو هیڅوک زموږ ټولنه بې دیني او بې حیایي خواته سوق نکړي. خو متاسفانه د علماوو شورا هم غلې ناسته ده، هغه خلک چې کابل کې ناست دي او د مجاهد نوم یې پر ځان ایښی او ځان د جهاد وارث هم ګڼي هغوی دغو ټولو ناخوالو ته غلي ناست دي او هیڅ نه وایي، له استاد سیاف څخه مې دا هیله ده چې خپله غږ پورته کړي که د طالبانو او مجاهدینو د اعدام او وژلو خبره کولی شې نو د دغه مرتد احرار او نورو مرتدو خلکو په اړه ولې غلی ناست یې، یوازې سیاف نه بلکه ټول هغه خلک چې ځانته علماء وایي او ځان د جهاد ټیکه دار معرفي کوي باید د دا ډول کړنو مخه ونسي، که د څوکۍ او منصب لپاره د کابل لارو او کوڅو ته خلک د جهاد او مجاهد په نوم را ایستل کیږي او نورو خلکو باندې د کافر او کمونست مهر لګول کیږي آیا د احرار جرم او ارتداد له تاسو څخه پټ دی د هغه دا ډول کړنه تاسو ته د منلو وړ ده؟  تاسو به مسلمانانو ته څه څواب ورکړئ چې هلته د جهاد د ټیکه داري دعوه لرئ او بلخوا بیا د اسلام د دفاع پخاطر هیڅ کولو ته چمتو نه یاست. که الله مکړه موږ  ټول غلي کینو، نو بیا د الله تعالی نیول ډېر سخت دي او له موږ ټولو څخه به په ورځ د قیامت پوښتنه کیږي چې ولې مو زما د دین ملاتړ او دفاع نکوله، یا الله ته موږ د دنیا او آخرت له شرمنده ګي وساتې او په صراط مستقیم مو روان کړې. وما علينا إلا البلاغ المبين

 

 


 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery