مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ټاکنو د څار بنسټ: کمېسیون باید د پارلماني ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو او مرکزونو لېستونه چمتو کړي

احمد فیصل
د انتخاباتو د څار ادارې او د مدني ټولنو ځیني بنسټونه د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره د رایې ورکونکو لیستونه برابر او د رایې ورکوونې مرکزونه مشخص کړي. د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وایي، که د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لورې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لستونه برابر او د رایې ورکوونې مرکزونه مشخص شي، نو د دغو انتخاباتو پنځوس فیصده مشروعیت به تضمین شي. د دغه بنسټ مشر نعیم ایوب زاده د تېرو ټاکنو یوه عمده ستونزه د رایې ورکوونکو د لستونو نه موجودیت په ګوته کړ. ده وویل: « د رایې ورکوونکو لست د انتخاباتو د شفافیت لپاره ډېر مهم دی، په دې توګه موږ کولای شو چې د انتخاباتو پنځوس سلنه شفافیت تضمین کړو. که چیرې لست نه وي، زموږ، کمېسیون او رایې ورکوونکی لپاره به ستونزې ډیر وي. هیله لرو چې پارلماني انتخاباتو پورې د رایې ورکوونکو یو مشخص لست ولرو.» ښاغلي ایوب زاده وايي، د انتخاباتو کمېسیون مکلف دی هر څومره ژر چې ممکن وي، د رایې ورکوونکو لست د ولسي جرګې تر راتلونکو انتخاباتو پورې برابر کړي. د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټيفا په دې اړه یوه اعلامیه هم صادره کړه او د ملي وحدت له حکومته یې وغوښتل چې د خپلو ژمنو په اساس په انتخاباتي نظام کې باید جدي اصلاحات رامنځ ته کړي. اعلامیه کې راغلي که په انتخاباتي بنسټونو کې د پام وړ او بنیادي بدلونونه رانه شي په افغانستان کې به د شفافو انتخاباتو ترسره کېدل ستونزمن وي. خو د انتخاباتي نظام د اصلاح غوښتنه په داسې حال کې کیږي؛ چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو تیرانتخابات په میاشتو میاشتو وغځیدل او تر اوسه هم د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو وروستۍ نتیجه نه ده معلومه. په عین حال کې د افغانستان د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور وايي په کمېسیون کې هم په دې اړه خبرې روانې دي چې پر شرایطو برابر د رایې ورکوونکو لستونه راتلونکو انتخاباتو ته آماده کړي. ده وویل: « هغه مورد چې د انتخاباتو کمېسیون یې په اړه تل بحث لري هغه د الکترونکي تذکرو وېش او د رایې ورکوونکو د لستونو برابرول دي چې باید ترتیب او په دې برخه کې اقدامات وشي.» د شفافو انتخاباتو بنسټ د ملي وحدت له حکومت څخه غواړي؛ څو ټول خلکو ته د الکترونیکي تذکرو ویش پیل کړي. دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجرایي رییس عبدالله عبدالله د انتخاباتو په سیسټم کې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار کړی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery