دخپریدو نیټه : 2014-10-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د هند لومړي وزير له حامد کرزي سره ټيلېفوني خبرې کړې
احمد فیصل
د هندوستان لومړي وزير نريندار مودي د افغانستان له مخکني ولسمشر حامد کرزي سره ټيلېفوني خبرې کړې او په سوله ييزه توګه د واک د لېږد په اړه يې ورته مبارکي ورکړې ده.
د هندوستان د لومړي وزير له دفتره د تلې په ٢٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ټيلېفوني اړيکې وړمه ورځ نيول شوې دي او نريندرا مودي حامد کرزي ته د نوي ملي وحدت د حکومت جوړېدو مبارکي هم ورکړې ده.
نريندرا مودي ويلي چې په افغانستان کې دغه کار د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مېړانې، پوهې او سياسي بصيرت پرته نه شواى ترسره کېداى.
هغه ويلي چې د حامد کرزي په مشرۍ افغانستان په کم وخت کې ډېر پرمختګونه کړي او يو پرمختللى او ډيموکرات افغانستان يې رامنځته کړى دى.
د نوموړي په وينا، کرزي دغه ټول کارونه په ډېرو سختو شرايطو کې ترسره کړي او د هغه خدمتونه به تل ياد ساتي.
لومړي وزير د هندوستان او افغانستان تر منځ د اړيکو په پياوړي کولو او پراختيا کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي رول هم ستايلى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په سوله، امنيت او بيارغونه کې د هندوستان د رول ستاينه او مننه کړې ده.