مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني د لوی کندهار له یو شمېرمشرانو سره وکتل

احمد فیصل
ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د کندهار، ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې پرون شپه په ارګ کې ترسره شوه، د کندهار، ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو مشرانو په تېرو شلو ورځو کې د ولسمشر احمدزي له خوا ترسره شوي کارونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې دوی د خپل ولسمشر له اقداماتو څخه ملاتړ کوي او په قوي هوډ د هغه ترڅنګ ولاړ دي. ولسمشر محمد اشرف غني په تېرو ټاکنو کې د کندهار، ارزګان، هلمند او زابل د خلکو له پراخ ګډون څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې د دغو ولایتونو خلکو په تېره یوه لسیزه کې ډیرې قربانۍ ورکړي او ګڼ شمېر مشران او دیني عالمان یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا شهیدان شوي دي. نوموړي وویل چې افغانان باید یو او بل ومني او د اتفاق او اتحاد له لارې خپل هېواد آباد کړي. ولسمشر ټینګار کړی، چې له ملي یووالي پرته د دې خاورې ساتل ګران کار دی، ټول افغانان باید په هېوادکې د سولې د ټینګښت لپاره سره یو موټی شي او اجازه ور نه کړي چې د پردیو په لاس د افغانانو وینه تویه شي. د احمدزي وویل: « د سولې له ټینګښت پرته په هېواد کې اقتصادي پرمختګ ناشونی دی له دې امله زموږ هڅه دا ده چې له هرڅه وړاندې په هېواد کې سوله ټینګه کړو او که په دې لاره کې زما سر هم لاړ شي ورته حاضریم.»
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery