مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند کې، جګړیزو کرښو کې ماشومانو ته درنه مرګ ژوبله اوړي

هلمند مدني ټولنه

له تېرو څومیاشتو راهیسی ددی ولایت په شمالي ولسوالیوکي جګړې ډېرې سوي چی په جګړه کې ښکېلې غاړې ملکي مرګ ژوبلي ته کافي پاملرنه نه کوی.
هغه اسناد او شواهد چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې  ولایت کې دهلمند مدنې ټولنې په لاس راغلي د سنګین، موسی قلعه، کجکي او نوزاد په ولسوالیو کې د دولت دوسلوالو مخالفینوسره د مخامخ او ځمکني ماینونو په ترڅ کې لسګونه ماشومانو او میرمنو ته د سر درانده زیانونه اوښتي.   
د هلمند مدني ټولنې ته یوشمېر ارقام چې ددې ولایت د بشر حقونو خپلواک کیمسیون له لور راټول سوي هغوی کې هم ماشومانو ته دسر درانده زیانونه اوښتي چې شمېره یې له تېرو دریو میاشتو راهیسي شاوخوا (۵۰)  تنکیو ماشومانو ته رسېږي چې د جګړې په لمړۍ کرښه کې وژل سوي او یا هم ژوبل شوي.   
هلمند مدني ټولنه د جګړې په لیکو کې پر ښکیلو دواړو لوریو ږغ کوي چې د ملکي کسانو په ځانګړې توګه د ماشومانو او میرمنو مرګ ژوبلي د مخنیوي په برخه کې دي جدې هڅي وکړي، ترڅو د جګړې په کرښو کې او دې کرښو ته نږدې میشت ملکي وګړو ژوند او د سر خوندیتوب ته پاملرنه وسي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي. 
هلمند مدني ټولنه پرافغان دولت، دبشر حقونو خپلواک کمیسون اونړیوالو ځواکونو باندی ږغ کوي چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي، او یا په خپلو پالیسیو کې دې چارې ته اړین ځای ورکړي. 
داپه داسي حال کې ده، چې ویل کیږي له تېرو څو کلونو راهیسي ملکي تلفات هغه څه دي چې د دولت او خلکو ترمنځ یې واټن  زیات کړی او همدغه واټن د ملکي تلفاتو دمخنیوي په موخه کمېدای شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery