مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ښاروال په فساد ککړ، لعل اغا کاکړ

قاری عبدالحق


که د جلالکوټ ښاریانو ته وویل شي چې ستاسو ښاروال له دندې پیلولو تر دې دمه څه باندې یو ملیارده افغانۍ ستاسو له جیبونو غلا کړي، نو کېدای شي ډېرو ته د تعجب وړ نه وي. اووه کاله کېږي چې جلالت مآب جناب لعل آغا خان کاکړ صېب د جلالکوټ د ښاروال په توګه دنده ترسره کوي. دا چې ښاغلي ښاروال صیب څنګه په دې توانېدلې چې له تېرو اوو کلونو راهیسي خپله څوکۍ وساتي، تر شا یې زخته زیاتې جالبی کیسې دي چې په یو وړ وخت کې به پرې خبرې وکړو. د جلالکوټ د ښاروال غلا ګانې او په فساد کې د جلالکوټ ښاروالۍ ډوبیدل څه پټه خبره نه ده، خو دا چې ښاروال او یا د ښاروالۍ نور مامورین څه ډول او له کومو مدارکو څخه خپل جیبونه ډکوي، تر شا یې ځینې په زړه پورې رازونه او واقعیتونه نغښتي دي. ښاروالۍ د تصدیو بڼه لري. له ښاریانو صنفي، پاکي، صفایي، ټېکسونه، فیسونه او کرایې راټولوي او مکلف دي چې راټول شوي عواید بیرته د ښار په زرغونتیا، رغولو او پاکولو ولګوي. په داسې حال کې چې د جلالکوټ له ښاروالۍ هر څوک خبر دي چې پورته یو کار یې هم نه دی ترسره کړی،  آن یوه ټنګه یې هم مرکزي دولت ته نه لیږي بلکې ټول هغه عواید چې د ښاروالیو لخوا راټولیږي، د ښاروالۍ په بانکي حساب کې جمع کیږي او د ښاغلي ښاروال په لاسلیک له بانک څخه ایستل کیږي. جلالکوټ ښاروالۍ هر کال څه لاندې باندې ۲۰۰ مېلیونه افغانۍ د جلالکوټ له ښاریانو راټولوي او خپل بانکي حساب ته یې لیږدوي. د ښاغلي ښاروال صیب په اووه کلنه دوره کې نږدی ۱.۵ ملیارده ډالر د ښاروالۍ بانکي حساب ته راغلي. ددې تر څنګ په تیرو اوو کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو څو دانې څو-مېلیوني پروژې د جلالکوټ ښار د رغونې لپاره په کار اچولی وی چې له هغې ډلې څخه رمپ اپ، آی سي ایم اې، یو این هبیتات او یو این ډي پي یې د یادولو وړ دي. اوس نو زمونږ پوښتنه دا ده چې د جلالکوټ ښاروالۍ ۱.۵ ملیارد افغانۍ او د ډونرانو ملیونونه ډالره مرسته د ښار په کوم ځاي کې مصرف شوه؟ څومره سړکونه او ویالې پرې پخې شوی؟ څومره پارکونه او پولونه پری ورغول شول؟ جلالکوټ ښار څومره سمسور او اباد شو؟ زموږ چاپیریال څومره پاک او ژوند کولو ته برابر شو؟ څومره اړمنو خلکو ته ځمکې وویشل شوی؟ ښاري نظم څومره رامینځته شو؟ دلته لسګونه سوالیه علامې د سړي ذهن ته راځي چې ځوابول یې څه اسان کار نه دی خو بیا هم په ځینو مواردو یې تم کیږو. دلته ددې یادونه لازمي بولو چې اوسمهال د رمپ اپ، یو این هبیتات او نورو همکارو ادارو پر فساد خبری نه کوو او په دې هم نه غږیږو چې له دغو پروژو څخه د ښاروال او د هغه د ډلې جیبونو ته څومره پیسې راغلي بلکی په دې رڼا اچوو چې ښاروال څه ډول د ښاروالۍ له عوایدو غلا کوي او څه ډول له ښاریانو ناقانونه پیسې راټولوي.
 ۱- جناب جناب لعل آغا کاکړ او د ځمکو غصب قاسم اباد، تور کاڼې ( سیاه سنګ)، شیرزی او د پولیسو ښارګوټي هغه دولتي ښارګوټي دي چې د جناب لعل آغا کاکړ په دوره کې ویشل شوي. خو راشئ وګورئ چې کوم یو یې مستحقو خلکو ته ویشل شوي. په جلالکوټ ښاروالۍ کې د پراخه فساد له امله دغه ټول ښارګوټي یا نیمګړي پاتي دي او یا هم د زورواکانو او ښاروال تر مینځ ویشل شوي. ددې ترڅنګ په جلالکوټ کې په سلګونو جریبه دولتي ځمکه غصب شوی. جلالکوټ ښاروال نه یواځی دا چې مخنیوی یې نه دی کړی بلکې د سر تر وېښتانو په دغه دولتي+شخصي غصب کې ککړ پاتی شوی. په غصب کې د ښاروال د ککړتیا یوه ډیره تازه نمونه یې د بیلګې په توګه درته وړاندی کوم. سپیني ماڼۍ ته مخامخ د حاجي لاهور خان په نامه تازه یوه مېنه په جوړیدو ده. په دغه مېنه کې یوه بسوه ځمکه د ۳۰ زره او ۱۵ زره امریکايي ډالرو په مینځ کې پلورل کیږي. یوه ګلالۍ شپږ بسوه یي نمره چې بیه یې شاوخوا ۱۵۰ زره ډالره کیږي ښاغلي ښاروال صېب ته د رشوت نه بلکې د ډالۍ په توګه ورکړل شوې. رشوت ځکه نه دی چې دغه ځمکه بشپړ قانوني اسناد لري.
۲-  د جلالکوټ ښار پر سړکونو د قیر اچول شاید چې دا خبره درته ویښوونکې وي چې جلالکوټ ښاروالۍ له خپلو عوایدو څخه په تیرو اوو کلونو کې آن یو متر سړک هم نه دی قیر کړی. دلته چې کوم سړکونه قیر شوي، ټول یې د PRT او نورو ډونرانو لخوا قیر شوي. جلالکوټ ښاروالۍ یو لویشت سړک هم له خپلو عوایدو څخه په بشپړ ډول نه دی قیر کړی. هو! ریښتیا چې دروغجن نشم. ښاغلي ښاروال صېب تر خپل کوره پورې یو څو متره سړک په ناقانونه توګه قیر کړی چې باید یادونه یې وشي. ښاغلی ښاروال صېب له ښار څخه د باندې!!! د سره رود ولسوالۍ اړوند، د دوسرکې په سیمه کې اوسیږي چې هلته یې خپل کور ته غزیدلی سړک د ښاروالۍ له عوایدو قیر کړی.
۳-  پر سړکونو د کریړ اچول او که د جلالکوټ ښاروالۍ لنګه غوا پر سړکونو د جغل اچول د جلالکوټ ښاروالۍ لپاره تر لنګي غوا کمه نه ده. د کاغذ پر مخ د جلالکوټ ښار نږدی پر ټولو سړکونو جغل اچول شوی. خو په عمل کې په همدې پلمه مېلیونونه افغانۍ د جناب لعل اغا کاکړ او ملګرو جېبونو ته ورغلي. سره له دې چې پر سړکونو د جغل اچول ډېر ګټور کار نه دی او ښاروالۍ کولی شي پر ځای یې - که څه هم لږ وي- سړک قیر یا کانکریټ کړي. خو جغل اچول له دې امله د ښاروالۍ په لومړیتوب کې ځاي لري چې له دې لارې په ډیرې اسانۍ سره د ښاروالۍ عواید غلا کیدی شي.
۴-  جلالکوټ ښار او پیریاني پولچکونه په تیرو اوو کلونو کې جلالکوټ ښاروالۍ د سلګونو پولچکونو راپور تیر کړی خو آیا په ریښتیا دغه پولچکونه شتون لري؟ ځواب یې په قطعي توګه منفي دی.  پولچکونه یواځې.  د کاغذ په مخ جوړ شوي او پېسې یې د جناب کاکړ جېب ته ورغلي. ددې ترڅنګ په لسګونو هغه پولچکونه چې د مرستندویه ادارو لخوا جوړ شوي، ښاروالۍ په خپل نامه راپور کړي او پیسې یې حیف و میل شوي. د لیکنې له اوږدیدا څخه د مخنیوي په موخه د هغو پراخو غلاګانو له تفصیل څخه صرف نظر کوم چې د وسایطو ترمیم، روغنیاتو، اداري وسایلو او تجهیزاتو، جنرېټرونو او د وسایلو د پیرودنې په برخو کې موجودي دي.
۵-  جلالکوټ ښاروال او خپلسرې ودانۍ خلک فکر کوي چې خپلسرې ودانۍ د جلالکوټ ښاروالۍ لپاره سرخوږی دی خو خبر نه دي چې جناب صیب د خپلسرې ودانۍ په لیدو سره څومره خوشحالیږي. په تیرو اوو کلونو کې په جلالکوټ ښار کې لسګونه لوړپوړې ودانۍ جوړی شوي. خو پوښتنه دا ده چې څومره یې له سټنډرډ سره سمې جوړی شوي؟ د څومره مارکیټونو او کورونو څښتنانو له جلالکوټ ښاروالۍ څخه اجازه اخېستې؟ که جلالکوټ مو لیدلی وي نو ارومرو دغه پوښتنې په خپله ځوابولی شئ. د هرې ودانۍ څښتن له ۱۰ زرو څخه نیولی تر ۵۰ زرو ډالرو رشوت نېغ په نېغه جناب لعل آغا کاکړ ته ورکړي. که د ودانیو څښتنانو ته ګواښ نه پیښیدی، ټول جزیات مې هرو مرو دلته افشاء کول.
۶-  جناب ګل مراد او د یخ ټیکې د جلالکوټ په سخته ګرمۍ کې او بیا په ځانګړي توګه د رمضان په مبارکه میاشت کې یخ تر اکسیجنه کم ارزښت نه لري. ښاروالۍ د یخ پلورونکو لپاره د ښار په بیلابیلو برخو کې ځایونه ټاکي تر څو هلته یخ وپلوري. هیڅوک اجازه نلري چې له ټاکل شوي ځاي څخه پرته په بل ځاي کې د یخ غرفه ولګوي. د یخ ټولې غرفې هر کال ګل مراد ته په ټیکه ورکول کیږي چې ګل مراد یې بیا پخپلو خلکو پلوري چې په ګټه کې ورسره جناب صیب برخه لري.
۷-  جلالکوټ ښاروالي او کراچۍ: که جلالکوټ ته راغلي یاست نو سمه خبره ده چې د لاسي کراچیو او د سړک سر تختونو ازدحام به مو لیدلی وي او کیداي شي چې له ځان څخه مو پوښتلي وي چې آیا جلالکوټ ښاروال لري؟ هو! د سړک پر سر هره کراچۍ او یا تخت چې ستاسې تر سترګو کیږي، جلالکوټ ښاروال ورڅخه پیسې اخیستي. دا یو تش تهمت نه دی. که داسې نه وي نو ولی له دومره ظاهري هلو ځلو سره بیا هم د ښار ټول سړکونه کراچیو نیولي؟ او که د سړک سر هر کراچیوان وغږوئ، په ډیرو خبرو به پوه شئ. د ښاروالۍ د ملکیتونو په اجاره ورکول، قبالې، د ټکسونو راټولول او په لسګونو نور هغه موارد دي چې ښاروال ته د هغې له درکه ملیونونه افغانۍ ناقانونه عاید په لاس ورځي. د همدغو پیسو برکت دی چې جناب ښاروال صیب په دوو میاشتو کې یو ځل د فرانسې، دوبۍ او یا هندوستان چکر وهي او په لکونو حلال ډالر په نایټ کلبونو، قمارخانو او شرابخانو کې مصرفوي. د ملګرو په وینا یې چې جناب صیب د خرابات یوه ژوندۍ نمونه ده. هو! ریښتیا چې هېره مې نه شي له همدې حلالو پیسو څخه یې د خپل ځان لپاره یوه مجلله ماڼۍ په دوه سرکه کې جوړه کړې او په لسګونو نور ملکیتونه د ښار په نورو برخو کې لري. هیره دې نه وي چې جناب ښاروال صیب یو څو مجللې نورې ماڼۍ په کابل ښار کې هم لري. په پاي کې خداي حاضر او ناظر ګڼم چې د دغې لیکنې موخه مې یواځی او یواځی د یو افغان په توګه له یو پراخ فساد څخه د پردې پورته کول او نوي ولسمشر ته ددې پیغام ورکول دي چې:
 ګران ولسمشره!
د خداي لپاره دا ځل جلالکوټ ته یو سم والي او یو سم ښاروال راولیږه. د خداي لپاره نور نو دغه چوروالي راته ښاروالي کړه. جلالکوټیان به درڅخه ډیر منندوي واوسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery