دخپریدو نیټه : 2014-10-24 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
ځانمرګي بريد د ژړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وواژه .
لودين
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير په ځانمرګي بريد کي ووژل سو .
بريد نن غرمه مهال د سپين بولدک ولسوالۍ د نوي کلي په سيمه کې سوی دی ، بريد هغه وخت تر سره سو کله ، چي د ژړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير شامحمود د سپين بولدک ولسوالۍ نوي کلي ته تللی وو او پلان يې درلود چې د مخکني تر لاسه سوي راپور پر اساس ځانمرګی بريد ګر ونيسي ، چي سيمي ته تر رسيدو سره سم بريدګر په ځان پوري چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړل او د ملي امنيت مدير يې وواژه .
په پيښه کي د ملي امنيت درې سرتيري ټپيان سوي هم دي ، د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پيښي پخلی کوي ، وسله والو طالبانو د پيښي مسووليت په غاړه اخستی دی ، طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چي په دې پيښه کي يې د ملي امنيت لسو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .