مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-24   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د غورک ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل سو .

لودين

د کندهار د غورک ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو به بريد کي ووژل سو .
بريد تيره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ  د سرخ اباد  په سيمه کې هغه وخت تر سره سوی دی ، کله چي امنيه قوماندان محمدشفيق پر يوه بله پوسته باندي د وسله والو طالبانو د بريد د دفاع دپاره د پوليسو مرستي ته روان وو چې د وسله والو طالبانو د کمين سره مخ سو .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې  ، چې په بريد کې امنيه قوماندان وژل سوی او يو ساتونکی يې ټپي سوی دی .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery