مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د استانبول د لړۍ څلورمه غونډه په چين کې جوړېږي

احمد فیصل
په کابل کې د استانبول لړۍ د څلورمې ناستې د تر سره کېدو د چمتووالي په موخه يوه غونډه تر سره شوه. په دغه ناسته کې چې د لړم په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو او د اسيا زړه د يو شمېر هېوادونو د سفيرانو په ګډون د بهرنيو چارو په وزارت کې تر سره شوه؛ د استانبول لړۍ د څلورمې ناستې د جوړښتونو او مسودې په اړه بحث او خبرې وشوې. د ولسمشر د ځانګړي پلاوي غړي حکمت خليل کرزي، چې په دې ناسته کې يې د افغان دولت استازيتوب کاوه، د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې ټاکل شوې د استانبول د لړۍ څلورمه ناسته د روان زېږديز کال د اکتوبر په ٣٠ مه او ٣١ مه نېټه په چين کې تر سره شي. د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال سراج الدين سراج، د غونډې موخه د استانبول لړۍ د څلورمې ناستې پر جوړښتونو او مسودې خبرې اترې او بحث وبلله. هغه زياته کړه، له دې وړاندې چې پر دغې مسودې خبرې وشي، ياده مسوده د اسيا زړه له ټولو هېوادونو سره شريکه شوې ده. هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې د وړمې ورځې غونډه تر ډېره بريده پر سيمه ييزو همکاريو باندې ولاړه ده. د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د وياند د مرستيال په وينا، ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني احمدزى د چين د ولسمشر په بلنه راتلونکې اونۍ ياد هېواد ته سفر وکړي. نوموړي، د دې خبرې په څرګندولو سره چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو مشران پر اقتصادي او امنيتي موضوعاتو خبرې وکړي؛ زياته کړه چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه ليکونه هم لاسليک شي. د يادې سرچينې په وينا، افغان ولسمشر به د استانبول لړۍ د څلورمې ناستې د پرانېستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي. د استانبول لومړۍ ناسته، د ٢٠١١ زېږديز کال په نومبر مياشت کې په ترکيه کې تر سره شوه، په دغه ناسته کې د سياسي، سيمه ييزو او افغانستان پورې د اړونده مسايلو په اړه د سيمې هېوادونو تر منځ خبرې اترې وشوې. د استانبول په ناسته کې، د افغانستان او ترکيې په ګډ ابتکار د "استانبول لړۍ" په نوم يوه پروسه رامنځته شوه او د دغې لړۍ جوړېدل، د اسيا زړه هېوادونو لپاره د سيمه ييزو همکاريو لپاره د مرستې د يوې نوې کړکۍ پرانيسته بلل کېږي. د ويلو ده، چې د استانبول په لړۍ کې ٤٥ هېوادونه او سازمانونه شامل دي، چې امريکا، اروپايي ټولنه، يو شمېر اروپايي هېوادونه او د ملګرو ملتونو سازمان د يادې لړۍ عمده ملاتړ کوونکي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery