مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په بګرام کې یو روسی بندي د محاکمې لپاره امریکا ته بیول کېږي

احمد فیصل
امریکايي چارواکي وايي چې هغه روسی د محاکمې لپاره متحدو ایالتونو ته بیايي چې په افغانستان کې نیول شوی او څو کاله کېږي چې د بګرام په بند کې بندي دی. دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان په جګړه کې یو نیول شوی بهرنی او په بګرام کې بندي د محاکمې لپاره امریکا ته استول کېږي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکايي چارواکي غواړي چې دغه کس بندي وي او روسان هم د هغه ورسپارلو ته لېوالتیا نه لري. دغه روسی چې مستعار نوم یې ایریک حمیدالله دی، پر دې تورن دی چې په ۲۰۰۹ میلادي کال یې د وسله والو طالبانو د ګڼو حملو قومانده پر غاړه لرله او د ده په قومانده په بریدونو کې یو شمېر امریکايي پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. نوموړی په هماغه ۲۰۰۹ کال په داسې حال کې ونیول شو چې په جګړه کې ټپي شوی و. واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د یوه امریکايي چارواکي چې نه یې دې غوښتي نوم یې واخیستل شي، له قوله وايي، په وروستیو کې د امریکا کانګرېس ته خبر ورکړ شو چې حمیدالله به د امریکا متحدو ایالتونو ته انتقال شي. کانګرېس د ګوانتنامو له زندانه د امریکا خاورې ته د بندیانو لېږد منع کړی خو ورته بندیز یې پر هغو بندیانو نه دی لګولی چې په افغانستان کې دي. حمیدالله په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي د عسکرو په ډله کې افغانستان ته راغلی و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery