مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پولیسو ۶۴۰ کیلوګرامه نشه یي توکي نیولي

احمد فیصل
د کورنيو چارو وزارت وايي چې پوليسو په هلمند او بدخشان ولايتونو کې ٦٤٠کيلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي. د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، دغه عمليات له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړې قطعې له خوا ترسره شوي دي. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد عمليات څلور ورځې مخکې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ترسره شوي دي . د سرچينې په وينا چې په دغو عملياتو کې يو کلاشينکوف، مهمات او يو سټلايټ ټیلېفون هم ترلاسه شوي خو په خبرپاڼه کې له دغو توکو سره د تړاو په شک د چا د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي . دغه راز وړمه ورځ د ياد معينيت د منسوبينو له خوا د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې ٢٢٠کيلوګرامه ترياک ترلاسه شوي دي . په خبرپاڼه کې راغلي چې ياد نشه يي توکي په يوه کرولا موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او قاچاق وړونکو يې غوښتل چې کابل ته يې ولېږدوي، چې په دې تړاو دوه تنه نيول شوي هم دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery